(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022د فرانس انقلاب

[17.Mar.2022 - 16:36]

 

د فرانس انقلاب پيلامه.!

لیک: زاهدالله زاهد

تاريخ انساني ارتقاﺀ کې بلها انقلابي او تاريخي پيښې رامنځته سوي، هغه د زرعي انقلاب، انقلاب فرانس، صنعتي انقلاب او اکتوبر ستر سوسياليست انقلاب په نوم تاريخ ثبت کړي. نوري ډېري تاريخي واقعیتونه به هم وي خو ماته به د کم علمي په سوب مالوم نه وي خو دلته زه يوازې د انقلاب فرانس د پيلامې پر اساس لنډه خبر کول غواړم مطلب د انقلاب فرانس لپاره د فکري بيداري سرغنه څوک او څه و؟ 

 

" کله چې د فرانس مطلق العنان شاهي واکمن" لوئى شانز دهم" د فرانس انقلاب وروسته بنديوان کړل سو نو کله چې په زندان کې د والټير او روسو کتابونه وليدل، نو يې وويل! 

فرانس دې دوو کسانو تباه او برباد کړو"  

 

د فرانس انقلاب د رامنځته کېدو په نورو ټولو علتونو سربېره يو علت د والټير کانديد ناول ګڼل کېږي. د هرې تاريخي پيښې رامنځته کېدو سياسي، اقتصادي، آفاقي، او نوي فکري اجتهادي بيداري بيل بيل علتونه وي خو فرانس انقلاب د نورو ټولو علتونه سره د ولسي فکري بيداري په مورد د والټير کانديد ناول پيلامه وګرځېدل. 

والټير په ياد ناول کې د خپل وخت او زمان په حالاتو، رواياتو، قدرونو او فکري او عقيدوي پستۍ باندې ډېر څرګند، بې رحم او مخامخ نيوکه او طنز کوي. په کمال فلسفيانه انداز د هرې پېښې علتونه بحث کوي. په ياد ناول کې بلها ډېر طنز او نيوکې کړي خو زه يې دلته يوه داسې بېلګه راخلم چې هغه د پښتون افغان د وطني حالاتو سره لږ سمون خوري. 

 

والټير په ياد ناول کې يو ځاى ليکي، 

 

"په کشتۍ کې په موږ بريد وسو، څلور کسانو زما مور له پښو لاسو کشوله، په يوه وخت څلور څلور کسانو زموږ خادمې ونيولې او په خپل منځ کې سره کشولې، په داسې حال د کشتۍ کپتان زه تر شا پټه کړم، څوک چې هم هغوى ته په لاس ورغلل، هغه يې ووژل. زما تر مخه هغو وحشي درندګانو زما مور، خادمانې، د کشتۍ کپتان او نور ټول مسافر په ډېره بې رحمۍ سره ټکړې ټکړې کړل او وې ووژل. 

زما د مړو په دې انبار کې نوره ساه بنده بنده کېده، په هر سل ميله واټن د جګړې له کبله دغسې د مړو د انبارونو صحنه لېدل کېده، خو د دې هر څه سربېره هلته د محمد ص د فرمان سره سم هيچا پنځه وخته لمونځ نه قضاﺀ کول.! "

 

شا و خوا درې پېړۍ مخکې والټير چې په کوم ډول په مځکني حقيقتونو طنز کوي هغه ډول نيم طنز او نيوکه زموږ اديب او ليکوال د روان عصر په مذهبي افراط، مقدس جګړييز سياست او ټولنیزو خرافاتو نه سي کولى، ښايي څوک دلته زما سره اتفاق ونکړي يا کېداى شي کوم ليکوال اديب د پښتون افغان روان حالت قلمبند کړى وي خو هغه به سربېرن وي، يا به ورسره له مصلحته کار اخلي، يا به يې يو اړخيزه منفي کړنه په ګوته کوي، نيم يې د قام او وطن برخه ګڼي نو په وړاندې راډيکال فکر نه سي خپلولى، ځينې يې په ورو ورو فکري ارتقايي پروسې په وسیله له منځه وړلو هڅه کوي خو يقين مې نه شي چې هيڅوک دې هم هغه اساسي ماخذ ته ګوته نیسي، له کومه ميکانيزم، ليټرېچر، او مقدس مذهبي ساخت څخه چې په منظم ډول دې طبقاتي توپیر، محکوميت او وحشيت ته ادامه ورکول کېږي. 

موږ که هر څو مذهبي افراط او بنسټپالو سره منځنۍ لار خپله کړو او دوى د قام، وطن او ژوند په مانا راسره همږغي کړو خو د دوى نصاب، د دوى مذهبي تعلیمي ميکانيزم او د دوى ټول ليټرېچر بېرته همهغه نسل روزي د کوم نسل په وړاندې چې د روڼ اندو مترقي انسانانو مبارزه دوام لري، يو ډول په يو وخت مذهبي افراط لږ اعتدال ومومي خو په نوي زمان کې د نوي بدمرغۍ سره په يو نوي شکل يو نوى نسل سر پورته کړي، هغه مخکنۍ مبارزه په اوبو لاهو شي او له سره نوى چکر پيل سي مطلب تر څو چې هغه اساس ور بدل نکړل سي، نو ګومان مې نه شي چې دا وړۍ دي شړۍ سي. 

 

په پاى کې به دا ووايم چې خوشبختي دا ده چې دا شاهکار ناول په پښتو کې ساهيں کمال شيراني د "سپېڅلى" په نوم ژباړلى دى خو بدبختي بيا دا ده چې هيڅوک خبر نه دى چې څنګه ژباړل سوى، چيرې ترلاسه کېږي، بيا يې د چاپولو اړتیا سته که يا او نه دا وخت په پښتو کې موندل کېږي.

=== زاهد الله زاهد ===

 

#کانديد ، #والټير، #والٹیئر، #سپېڅلى، #Candide

-
بېرته شاته