(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022قامي جرګه

[17.Mar.2022 - 16:24]

نظم : "پښتون قامي جرګه"

حفيظ الله ياد

________

دا لاره د بقا ده او د هر پښتون ارمان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

را غونډ دي اولسونه د بنو په لوی مېدان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

دا پرېکړې د سبا دي د خپلواکه ژوند په لور

ګټي ملي مرام او خلاسوي مو له پېغوره

وړانګې‌ راوړي له لمره او له اور اخلي ټکور

اختيار د خاورې غواړي په رضا وي که په زور

دا لاره د تاريخ ده او دا دود د ميرويس خان 

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

بېلتون د پښتانه له غورځوي حتمن 

شعار د خپل نجيب دی يا وطن دی يا کفن

بوراوي به راځي د خپلواکۍ کرو چمن

يا شو به ورک له ځکې يا د ځمکې برخمن

بدل به چاته پرې نه ږدو د خپل څيري ګرېوان 

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

زرخېزه شوله خاوره د بنو يو ځلي بيا

مرکز ده او مرکز به وي د لويې پښتونخوا

جرګې به پکښې د پښتون قام د بقا

هم دا سي افغان ژغوري له پنجو ځه د هر چا

ګټي به پښتونخوا، افغانيه پښتونستان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

د قام و مقدمې ته دي راغلي پښتنې

د قام زلمو ته وايي د ميوند د جنګ ټپې

د لوی پامير نه دنګې او اوچتې حوصلې

راوړي يې د فکر مشالونه وهي شپې

سالار يې احمد شاه دی او د دې وخت ايوب خان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

دا موج‌ دی دا څپې دي د قامپاله سمندر

و دې جرګې ته سترګې دي د لر او هم د بر

کوټلي پرېکړې کيږي له بولانه تر خېبر

راپاتې دا دستور دئ د اريا او د باختر

شمله به غورځنګ شي د دامان او خراسان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

اول به ژاړو، يادوو به تور داستان

دويمه ورځ به څارو شتمنۍ د لوی افغان

پراته چې پرې له وخته دي د سرو زرو ماران

دريمه ورځ تګلاره د پښتون او پاکستان

هم دغه اېجنډا ده او اينه مو د ارمان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

 

تاريخ ليکي هر خپل او هر دښمن د دغه قام

چې څوک څومره ولاړ دي په دې خپل قامي مرام

او چا او چا دي څکلي د بې ننګې ورځې جام

تاريخ به ليکي مشر محمود خان د قام امام

تاريخ کې بخښه نسته، بد يادېږي خاينان

پښتون قامي جرګه ده د محکوم افغانستان

__________

-
بېرته شاته