(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022حجره

[17.Mar.2022 - 16:11]

بېا  د   خوږ    زړونو  ټکور  دی  په حجره   کښې

داسې  ګرم  ټنګ  ټکور   دی   په   حجره   کښې

 

خوشال خان په کټ کې ناست دی شومه دم دی

ګوره   ویښ  د قام  غمخور  دی  په  حجره کښې

 

شپه      پخه  شوه    واده    کړي    کور    ته    لاړل

د   رندانو خو ،  بس   کور  دی  په  حجره    کښې

 

په   حجره   کښې  فرق  د خان  او  نوکر  نه   شته

هر   سړی  د  سړي  ورور  دی    په  حجره    کښې

 

دا  خیبر  دی  ستا  په  غم  کښې  یې  بنګ سکلی

پروت په خاورو کښې نسکور دی په حجره کښې

(خیبر اپرېدی)

...........

 

غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه،مينه شي
ځار دې امريکا له روس ، روس دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دنيا مينه مينه ،مينه شي

(پیر ګوهر)

......

د صاحب شاه صابر کلیات

مخ - ۱۷

.

نهٔ مې ساقي، نهٔ مې شراب یادېږي

ما ته د یار د مخ ګلاب یادېږي

.

څوک چې پاکي د پرېښتو یاده کړي

موږ ته جانان خانه خراب یادېږي

.

په خاموشۍ کښې مې نغمې خوښې دي

په تنهایۍ کښې مې رباب یادېږي

.

زموږ مینو په مسلک کښې خو ژوند

ځواني، مستي، حسن، شباب یادېږي

.

ستا موسکیتوب، زما د زړه زخمونه

د سپرلي دغه دوه اسباب یادېږي

.

غم د حالاتو وي، که درد د مینې

صابر د دواړو انتخاب یادېږي

.

.

وګـوره لـږ مـاتــه ستا نظر کې څنــګه ښکارم

زه مجنون دمینې دې منظر کې څنګه ښکارم 

 

ګُــرت غشي رالـېږه مــاټټـر ورتـه نیــولی دی

ړنګ وایي اشناچې دې سنګرکې څنګه ښکارم  

 

.                   ــــــــــــــــ

دا دعـلم خــزانه وه دادب دبـڼ بـلبل و

دازمادسرسایه وه که داړنګ ولو اتل و

.

-
بېرته شاته