(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022ارمغان خوشال

[17.Mar.2022 - 16:06]

ارمغان خوشال خټک

مخ - ۶۴۳

.

ګله! ته چې زیبایي د دې چمن يې

خار او خس و ته په څه په خندېدن يې

.

د خپل ځان په قدر ولې نه پوهېږې؟

په دا باغ کښې خو یو ته نازک بدن یې

.

د بلبلو غږ به درباندې نه وي

ښکلیه ګله! په وفا کښې مبرهن یې

.

په خپل بوی د بلبلانو خاطر خوښ کړه

یو څو ورځې چې تازه په دا ګلشن یې

.

که جفا و چا ته وایم شمار یې نشته

په دا هومره ستمونو، جانې من یې

.

چې د یار له جوره چا وته ژړا کړې

د یارۍ بلا په تا شه دروغجن یې

.

په یارۍ پورې دې پېچمې کا خوشاله

فکر ښه وکړه، په چا باندې مین یې

.

.

زیبایي = ښکلا، ښایست

چمن = ګلشن، بڼ، باغ

خار = اغزی

خس = ۱) لرګی، د سون مواد ۲) لږ شی، ووړ شی ۳) کک، بې ارزښته شی ۴) پرېوان، پېروان، ځلینځ، د څاريو هغه کڅوړه چې د بيچ تر پيدا کېدو وروسته د مور له نسه راووځي

خندېدن = لکه خندېدنه، خندېدل

قدر = ارزښت

نازک بدن = نازکبدن، ګل اندام، نازک اندام، د نازکو اندامونو لرونکی، معشوق، محبوب

مبرهن = مَو-بَر-هَن = په دليل ثابت شوی، څرګند، ښکاره، کوټلی، مضبوط

خاطر = زړه

ګلشن = بڼ، باغ، چمن

جفا = بې وفایي

ستم = تېری، ظلم

جانې من = زما ځانه، معشوقې يا محبوب ته ویلای شي، جانان، محبوبه، شها

جور = تېری، ستم، ظلم

پېچمه = پېچومه، ټوکه، ویشته، پيشاړه، پچموزه

.

 

 

 نن د خوشحال بابا تلین دی

20.02.2022 محب زغم.

خوشحال خټک د خپلې زمانې هېنداره

د پښتو ادب په کلاسیکه دوره کې خوشحال خان خټک تر ګردو زیات اثار کښلي دي، د مېجر راورټي په وینا تر ۲۵۰ زیات کتابونه یې لیکلي دي. سره له دې چې د ده ټول اثار نه دي موندل شوي خو سړی د هغه د شته اثارو له مخې دا منلی شي چې دومره ډېر کتابونه به یې کښلي وي. د خوشحال بابا د اثارو ګڼوالی دوه عمده دلیلونه لرلای شي؛ یو دا چې د شاعرۍ روانه طبع یې درلوده او هرڅه یې په اسانۍ سره نظم کولای شول، بل دا چې ده د خپلې هرې تجربې او مشاهدې لیکلو ته لېوال و. له خصوصي او کورني ژونده رانېولې، د باز د ساتنې تر رموزو، د یوناني طب تر مسایلو، له مغولو سره د جګړې تر حالاتو، ... او د خپلو باورنو تر بیانه پورې هر څه د ده لپاره د شعر موضوعات وو.

که یوازې د خوشحال بابا څلوریزې راواخلو، د ژوند داسې اړخ به په مشکل سره پیدا کړو چې ده نه وي بیان کړی. راځئ چې یو څو شېبې د دې جام جم ننداره وکړو.

ته یو طلسم یې، بې اعتباره 

له خاکه، باده، له آبه، ناره

اول هم هېڅ وې، بیا به هم هېڅ شې 

په ځان خبر شه، د خدای د پاره

د یونانو د لرغونو فیلسوفانو په باور ټوله هستي له څلورو عناصرو رغېدلې ده، اور، اوبه، خاورې، او باد. خوشحال بابا انسان هم د هستۍ د یوه جز په توګه له همدې عناصرو رغېدلی ګڼي او خپل هېڅتوب ورته ښکاره کوي چې له کبر او غروره دې ځان وساتي. عین خبره په دې بله ښکلې څلوریزه کې کوي او د انسان ژوند لکه په حباب کې ایساره هوا ګڼي:

چرته غره ولاړ یې، په باد مغروره

حباب ته ګوره، بلا دې دوره

نیستي هستي یې، فنا کېدل دي

واړه ستا چار ده، درته حضوره

ویل کېږي چې لوی شاعران د ټولنې د عامو باورنو او دودونو پروا نه کوي. په بله وینا د باد د وزېدو له لوري سم نه الوځي، بلکې مخالف لوری نیسي. طبیعي ده چې د باد په مخالف لوري الوتل، سخت دي، ډېره انرژي، ډېر ځواک او حوصله غواړي. عام وګړي پر خپل قام او توکم ویاړي، خپل قوم او خېل ورته اصیل او تر نورو غوره ښکاري خو خوشحال بابا د خپل قوم مخې ته لکه هېنداره درېږي او خپل عیبونه ورښيي:

تیرا مې ولیده، راغلم تر سواته

پښتون مې ولید، دا لوی لوی ذاته

عقل همت مې، د چا نه ولید

په بېرته راغلم، ناست یم ملا ماته

هر کار په خپل وخت کې خوند کوي. د ژوندانه د هر پړاو غوښتنې بېلې دي او هوښیار خلک د عمر له غوښتنو سره ځان سموي. خوشحال بابا همدا خبره داسې کوي:

چې د شیخیه، نمط لرینه

شیخي دې کاندي، په ږیره سپینه

ځواني به ولې، ابته ځینه

ښه مخ دې ګوري، شراب دې څښینه

په فضا کې میلیارډونه کهکشانونه دي، په هر کهکشان کې میلیونونه ستوري (لمرونه) او د هر یوه ستوري چارچاپېره لسګونه سیارې. زموږ ځمکه د دغو بې سر و پایه کهکشانونو په منځ کې دومره وړه ده لکه په لوی بیابان کې د شګو یوه ذره. پخوانو ګومان کاوه چې ځمکه د هستۍ او د کایناتو مرکز دی، لمر او ستوري تر ځمکې راڅرخي. دا مفکوره د انسان د خودخواهۍ زېږنده وه. دا چې انسان د ځمکې پر مخ اوسېږي نو په حقیقت کې ده ځان د هستۍ محور ګاڼه. خوشحال بابا چې ځمکې ته ګوري او اسمان ته ګوري، حیرانېږي چې د دومره لویو هستیو د خلقولو مطلب څه دی:

حیران بېرته شاته