(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022کبیر ستوري ته

[17.Mar.2022 - 15:47]

ډاکټر ستوري  ته

 

ځلاند ستوری د اسمان وې ځلېدلې

ته له ننګه ډک انسان وې ځلېدلې

 

تا وېشلې د وختونو رڼاګانې

ته جرس مو د کاروان وې ځلېدلې

 

رب درکړې وه پښتو او پښتونواله

غيرتي ځوی د افغان وې ځلېدلې

 

تا د حق جنډې په لاس کې رپولې

ټينګ ولاړ په هر ميدان وې ځلېدلې

 

په رګونو کې دې وينه پښتنه وه

په رښتيا چې خوږ انسان وې ځلېدلې

 

له وړو وړو خدايانو نه باغي وې

ډک له ننګه مسلمان وې ځلېدلې

 

اوسېدلې د کونړ په دنګو غرو کې

ته په لويو وړو ګران وې ځلېدلې

 

بې پروا وې د وختونو هر توپان نه

د منزل په لور روان وې ځلېدلې

 

زه نصرت دې ځکه ستايم په ما ګران وې

تورو شپو کې چراغان وې ځلېدلې

(امان الله نصرت)

 

-
بېرته شاته