(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

17.03.2022شعرونه او

[17.Mar.2022 - 15:44]

صحرا

د غني بابا کلیات

مخ - ۹۵

.

که په شګو کښې ژوندون وي

ربه بو مې ځه صحرا له

.

که سودا کښې ناز او شړنګ وي

ما مرۍ ورکړه سودا له

.

که په سا کښې مستي نه وي

ربه مرګ راوله سا له

.

که هلال پیغام د نور

د خندا، د رڼا نه وي

.

ما ته غوره توره شپه ده

ډېره غوره، د هلاله

.

که د ژوند مطلب بل نشته

بس ژړل دي، سوځېدل دي

.

دا خپل جوش په بېرته واخله

دا خپل هوش په بېرته واخله

.

زه پتنګ ستا په رڼا یم

مین ستا په تورو نه یم

.

که کافر، که مسلمان یم

یمه ستا، د نورو نه یم

.

زما واړه کمزوري دي، جوړې ستا، ستا د کماله

تیاره ځکه شوله توره، چې شوه ورکه د هلاله

.

چې تا ورک کړمه، حیوان شم

چې تا ووینم انسان شم

.

ته دریاب د شنو چینو یې

زه پټی د لوږو تندو

.

چې تا ورک کړم، بیابان شم

چې تا ښکل کړمه، بوستان شم

.

دا ګناه زما د څه ده، چې زه چیغې شم، جانان شم

دا خو ستا د ښایست قصور دی، چې زه غم شم، بیابان شم

.

یا خو واک د بادشاه راکړه

او یا صبر د فقیر را

.

دا ژوندون دی رنګین خوب له

یو ښایسته شانې تصویر را

.

چې ستا حسن پرې بندي کړم

داسې لاس، داسې زنځیر را

.

که دا اوښکې ستا شراب وي

که دا چیغې ستا رباب وي

.

که زما ژړا د عمر

یو لمحه ستا د شباب وي

.

که زما همه مستي دا

یو حباب ستا د سرور وي

.

زه خوشاله یم په هر څه، چې کوې زما په ځان ته

عجیبه زما جانان یې، عجیبه زما ارمان ته

.

هله زه د ځان مالک شم

چې خپل ځان درکړمه تا له

.

هله مست خوبونه راشي

چې ګوټ وکړم ستا د خیاله

.

اې د کل جهان مالکه

جواب را ستا د جماله

.

ولې جوړ صحرا کښې باغ کړې

قصاب جوړ کړې د کلاله

.

ولې، ولې، ربه ولې؟

د دې ولې جواب څه دی؟

.

څنګه، څنګه اې جانانه

ازغی څه دی، مضراب څه دی؟

.

اې د لوږې تندې ربه

ډک جام څه دی، کباب څه دی؟

.

اې د مرګ او ژوند مالکه

مړګی څه دی، شباب څه دی؟

.

اې د ژوند اخر جانانه

ژوندون څه دی، حساب څه دی؟

.

اې د تورو تیارو خانه

څه مانا ستا د رڼا ده؟

.

اې د مرګ او ګور خاونده

څه رنګینه ستا خندا ده

.

.

له = لره، لپاره

هلال = نوې مياشت، د لومړۍ شپې نه تر درېيمې شپې پورې د سپوږمۍ حالت

بیابان = دښت (دشت)، صحرا، ډاګ

بوستان = بڼ (باغ)، د ګلونو ځای

مضراب = د ستار غږولو د وسپنې څلی، زخمه، شهباز، زخمک

A plectrum, a small piece of plastic or metal used to pluck strings on musical instruments

حباب = د اوبو غولۍ، بوړبوړکۍ، کوبۍ، د الوځولو پوکڼۍ

همه = ټول، واړه

شباب = ځواني، زلميتوب ، ژڼیتوب، زلما

سرور = خوشالي، سوکالي، ښادي، خوښي، راحت

جمال = ښکلا، ښایست

کولال = کلال، د خاورو لوښي جوړوونکي

(غوړچان: ډاکتر ممتازخان)

......

چی خازې شنې می پر قبر وی ولاړی

که غلام مړ وم راځۍ تو کړی پرې لاړی

که په خپلو وینو نه وم لمبېدلی

په ما مه پلیتوۍ د جومات غاړي

که قطرې قطرې می پوځ د دښمن نه کا

موری ما پسی په کوم مخ به ته ژاړې

یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم

یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړی

 

#RememberingGhaniKhan

........

 

 

دا  د  فـلـسـفــيــانــو   فـــلــســفـــو  كښې شـتـه

 تـــمــه  د  ســبــا  تــورو  تـــــيـــارو   كښې شـتـه

 

شـــرنــګ   د   زلــونـــو  ئــې   ســـرودونــه شــي 

خـيــال  د  ازادۍ  چـې  ئـې  مـغـزو كښې شـتـه

 

رســي   بــه   مــنــزل   تـــه،   خــامـخــا  د ژونــد 

ځــواك  د حركــت  چې  ئې  پـښـو  كـښې شـتـه

( کبیر ستوری)

#ManzoorPashteen

.........

.......

منظور  نوم د یو تحریک دی

منظور نوم د یو مرام دی

منظور ننګ د پښتون قام دی

منظور نوم د محبت دی

منظور نوم د حرکت دی

منظور نوم دیو پیغام دی

منظور نوم د احترام دی

منظور نوم داخوت دی

منظور نوم د ورورولۍ دی

منظور نوم دخپلواکۍ دی

منظور نوم د یو توپان دی

منظور نوم دجاودان دی

 

واورئ اې  پښتنو واورئ

منظور ستاسو په کاروان کې

د پښتون قام امانت دی

ده په هره یوه ساه کښې

د وطن  بېرته شاته