(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.03.2022عشق

[10.Mar.2022 - 10:33]

که زه نه وای عشـــــق به تــــالره بلل څوک

په پالنګ به دې دا هــــــــــسې درختل څوک

واړه عشق دی چې يې ســـــــــر راته ګياه کړ

ګڼه! زه په ځان مين، د سر ښنــــــدل څوک

چې پتنګ ته روښنايي د څراغ ښکاره شي

نورله څراغه نه يې غواړي جار وتل څـوک

بدرګه که محبت راسره نــــــــــــــــــــه وای

يک تنها به په خونخوارو لارو تلل څــوک

ددې ميو پيالې ډېــــرو دي اخيــــــــــــــستې

ولې ما غوندې به نه وي لايعــــــقـل څــوک

د زنخ په څاه دې بند د شونډو مســــــت وي

روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک

ته پخپله راته ووايې چـــــــــــــــــــــــــې وايه

ګڼه زه، د مينې راز ښکاره ويــــــــل څوک

ته مې وژنه د قصاص اندېښــــــــنه مـــه کړه

د خپل خون په توربه ونيسم يو بــــــــل څوک

ښه خو دا چې د چــا نوم په کې يــــــــاديږي

په فاني دنيا به نه وي ژوندی تــــل څــــوک

تا پخپله سپينه خوله خوشحــــــــال ته ورکړه

ګڼه دی، دا هسې شونډې ښــــــــکلول څوک

 

(ستر خوشال بابا)

https://www.youtube.com/watch?v=x9lQqEtY0u0

-
بېرته شاته