(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.03.2022 د یوسف ع سلام

[10.Mar.2022 - 10:09]

 

اسـمـانـــي کــتــاب کــې مـــالــوســتــی بــیــان

چــې تــعــبــېـر شــتــه د خــــوبــــونــو دانســان

 

د خـــوبــونــو یــــوه کــیــســه درتـــــه کــوومــه

پــېــــښـه شــوې ده پـــــه مــلـک کـې د کـنعــان

 

د یــعـقـــــوب  عـلـیـه الـسلام دولس  ځـامـــن و

خـو پــــه ټــولـــو کې یـــوســــف و ورتـــــه ګران

 

لا  یـوســف  عـلـیـه الـسـلام کــوچـنـی مـاشــوم و

چـــې یـو خــوب ئــې ولـــــېــدلـو پـــــه دا شـان

 

لـمـر، سـپـوږمـۍ،  یوولـس ستـوری شـي  راټـېټ

پــه سـجــده شي ده تـــــــه  واړه هــــمـــزمـــــان

 

چـې  یوسـف علـیه الـسلام پـلار  تـه خـوب  ووي

پــلار  ئــې ډېـــر شـولــو پـــه غــم کې سـرګردان

 

ویـــلـــی ځــویـــه دا خــــوب ونــــــه وايې چاتـه

هــســـې نـــــه چې کړي د ګـــور دې  بـنـدېــوان

 

لمر، سپوږمۍ دي، پلار او مور، ستوري دې  ورونه

پـــه تـــعظـــیـم بــــه دې پــابـنـــد وی هـر زمــان

 

چــــې نـــور ورونــــه ئـې د خـــوبــه نـــــه خـبــر شو

د وژلــــو د یــــــوسـف ئـــــې جــــــــوړ کـــــړو پلان

 

راغلل  پـلار ته ئې ویـل  یوسف مــونـږ ســره پـریـږده

چې سـبــا تـــــه مـــونــږه ښـکـــار تــــه یـــــو روان

 

پــس له ډېـري زارۍ پـــــلار ورسـره پـــــرېــښـود

ښـکـار  تـه ووتـــل ټـول ورونــــه ئـې ښـکـاریــان

 

هــغــوۍ دې  ژور کـــــوهـــــی تــــــه ورګــوزار کړ

خــــــو یـوســف د کــــوهـــي ډډ تــــه بــــچ کـړ ځان

 

پـــــلار تــــــه ورکــــــړلـو دوۍ دارنـــــګــــه خبر

چــــې لېــوه وخــــــوړ یــــوســـــف ، راغــــلــه لـېــوان

 

چـې یــوســف کـوهـي کـې دری ورځـــې کـړي تـېـری

خــــــدای پـــــــه دغـــــه لاره راوســــتـه کــاروان

 

چـې کــوهي تـــه ئـې بــــوکـه خــپــــلـه ګــوزار کــړه

د اوبــــو پــــــه ځـــــــای راوخـــــــتـــه یــــــــــو ځوان

 

ځــوان ئــې مــصــر تــه بــوتـلـلــو لــه کـنـعــانـه

هـلــــتـه بــــل لـه ســــره پــېــــل شـــولـو داستــان

 

اسـمـانـــي کــتــاب کــې مـــالــوســتــی بــیــان

چــې تــعــبــېـر شــتــه د خــــوبــــونــو دانســان

 

د کـاروان خـاونــد یــــوسف پـــه عـــزیــــز خـرڅ کــړ

ډېــر مــــالـدار و، خـــــوئـې نــــــه لـــرل بـچـیــان

 

عــزیـــــز وویــــل زلـیــخـــا تــه، ای مـــېــرمــنې

د یـوســــف سره چـــلنــــد کــــړه مـــــهــربـــــان

 

زلــیـــخـا شــــوه پــــــه یوســــــف باندې  مـــیــنــه

د عـشــق اور کـــــې شــــوه ســــتــې پـــتــــې ســوزان

 

لاس ئـــې واچــوو یـــوســــف تـــه، شــــوه بې صبره

د یـوســـــف کــمــیــس تـــه ورســــــېــده زیــــان

 

چـــــې عـزیـــز ددغـه پـــیــښـــــنــې نــــه خبـر شــــو

پــه  یــوســف بــــانـدې ډیــر زیــات شـــو بدګــمــان

 

یـــو  خـپـلـوان مـاشــوم د دوۍ غــــږ کـړ زانـګــو  نه

پـــــړ یــــوسـف دې ، کــــه ئـــې څــــېـری وي ګـرېوان

 

کـــه ګریــــوان ئــــې څـېـری نـــه وي نــــو پـــړ نـه دې

خـو سره ددې یـــوســف شـــــــو بندېوان

 

پـه دي وخــت کــې د باچـــا سـاقـــي، نـانوايې

پــه الـــــــزام د زهــــــر و شــولـــــو زاندانــــــیان

 

پـه دوی تـــــــور و چــــــــــې ئــې کــــړي اراده وه

چــــې پــه زهــــرو باچا ورک کــړې لـــه جــهــان

 

نــانـــــوايــې او ســاقــي ولــــېــدل خــوبــونـــه

چـــې یوســـف ئــــې تـعـبــــېــر وکـړلـــو روښـان

 

نـانـوايــې پـــــه سـر ټــــــوکـرۍ وه د ډوډۍ

خـو ډوډۍ تــــــرې نــــه تـــالا کــــانـــدې مرغان

 

سـاقــي وویــل چـــې ما خــوب کــې دې لـــېدلـــې

بـــیــا ســـــاقـــــي شــم د مــصــری بــــاچـا ریــان

 

پــــوه یوســــف ورتـــــــه خــــوبــــــونــه کــــړل مـانــا

چــــــې یــــوه تـــــــه وه فــــــاېـــده، بـــــل تــه تـاوان

 

یــوســـف وویــــل نـــــانــوايـې تـــــه پــــــه دار کــېــږي

غـــوښــې ســـتــا بـــه شــــــوکــــوي ځــنــاوران

 

او ســاقــي بـه زرلـه بـــنده ځـیـنــې خـلاص شــي

د بــاچـــــا بـــه شــــي نــــوکـر بــــیــاهغه شـــان

 

څـه وخــت وروســتــه بـــاچــــا خــــپــلــــه ولـېـد خوب

چـــې تــــعــــبــېـر تــــه ئــــې راجــــمـــع کــړه پــوهان

 

بــاچــا وویــــل، مـــــالـېـــدلــــې داســې خـوب دې

چـې اوه خـــوار غــــوايـــې وخـوري چــــاق غـوایــان

 

او اوه وچ وږی راتاو شي  اووه  شـنو    نــــــــه

دا شـنـه وږي کـړی وچ کـلــک د ځـــان پــه شــان

 

ویـــل پـــوهـــانــــو دغــــه خــــوب دې ډېــــر پېچلی

چــې تعبېر ئـــې مـــونږ تـــه نـــه ښـکـاري اســـان

 

ســاقـي غــږ کـړ چـې پـــه جـیـل کې یــو زلـمې دي

د خــــــوبونــو د تــــــعـــبـــېـرلـري ښه تــــوان

 

بـاچا وویــــل دا زلــــــمـــې راولـــــئ دلــتـــه

چـــــې د خـــــوب د مــــانـا وکـــــړم تــــــرې پــرسـان

 

یــوســف راغـــی بــاچا خـلاص کـړلــــه زنـدانـــه

د بــــــــاچــــا د خــــــوب د راز شــــو تـرجمان

 

یـــــــوســـــــف وویــل اووه کـــــالــــه سوکالي ده

چــې هـر څه  بـــــه وې ډیـــر تــېـر او پریـــمـــان

 

بـــــــیــا اوه کـــالــه قــــــحـــطـي ده راروانــــــه

د هـیــــڅ څــه درک بــــــه نه وي پـــــــــه جهــان

 

د مـصـریــانــو بـــه تـــنـګــسـه او ســــتــونـزې نه وي

ســـــر د اوس نـه که ســپــمـا کانـــدې شـــیـــان

 

بــاچــا کــړلـو یــــوســـــــف دې کــار کې واکدار

چـــلــېــدلـو ئـــــې پــــه ټول مـلک کې فــرمــان

 

اسـمـانـــي کــتــاب کــې مـــالــوســتــی بــیــان

چــې تــعــبــېـر شــتــه د خــــوبــــونــو دانســان

 

بېرته شاته