(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

03.03.2022ملا او سیاست

[03.Mar.2022 - 22:36]


ملا او سیاست -۸

محمود نظري

طنز

که آسمان سې لا به اخیر سر پر مځکه کښېږدې

که فرعون سې لا به اخیر د سبطي کرکه پریږدې

 ملا !هیڅوک بیله خدایه په خپل حال نه پاته کیږي

که سمندر سې اخیرپه زور د باران خوږه چلکه کیږې

چلکه( قطره) ،سبطی(دموسی(ع) قوم)

***

طالبه! په خوله ډزه ډوزه لکه توپ وښتل دي،سم سیاست

طالبه! مکاري، ریا، وروستې هګۍ پلورل دي،سم سیاست

رډ درواغ کله ابرو تویوي او کله د شخصیت ټایر پنچروي

طالبه! همدا هر واقیعیت ته«  نه، نه» ویل دي،سم سیاست

***

دنیا هم نه پوهیږي دا ځای ځنګل  دی که  منطقه

په دې هم نه پوهیږي طالبانو یا ولس ته وکړي صدقه

طالبان د دنیا په هر راپورټ پزه په خاورو موښي

 ساده خلک د طالب جان  ارتینې دي، دنیا ورکوي نفقه

***

طالبه! په هغه مه ویاره، چې ستا د لاسه ویجاړ دي

پلونه، مکتبونه او ماجتونه ستا د لاسه ویجاړ دي

اوس چي راغلی یی په درواغو دی سم وشوړولو

اوس بیاهم کله خوار ملت ستا د لاسه جوړجاړ دي

جوړجاړ( روغ رمټ)

***

زه ټاکنې نه منم زه خپله د ولس په زور راغلی یم

اهل کار نه منم خپله د هما په علم سپور راغلی یم

سپک ته ځواب نه ورکول مانا په ځواب نه ارزی

زه پوه  افغانانو ښځو ته لکه دسقر اور راغلی یم

***

-
بېرته شاته