(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.02.2022تخنېکې وده، ګیله

[24.Feb.2022 - 19:47]

تخنیکي    وده   پر  مخ  ځي،  نه   تمېږي

دا   نــړۍ  په  ېـو    رنګین  کلي   بـدلېږي

 

کـمپـیـوټـر   بـه  وسیله  شي،  د  هـر کار

کار  به  بې  له  کمپیوټره،  هېڅ  نه کېږي

 

بې   ریباره    به  شي  مینه په  دونیا  کښې

د    میېنـو   بـه،    سېـده   خـبـرې    کېږي

 

انټرنټ  بـه  وي،  دېــره  د  مــالــومـاتـو

دې دېره کې به، هر څه نه خلک خبرېږي

 

انـټرنټ  بـه،  هـم  ازاده  لــوې  بــازار وي

د  بــازار   راج   به په هرځای کې چلـېږي

 

د   قـلم    د  ازادۍ  امـکان  یې  مـل  دی

د  جانان  کوڅې   ته   لاره   هم  لنـ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېږي

 

قامي  پولې او سیاسي  پولې به  ېو شي

ېو  لـه  بله  بـه،  بیا  هــ‌‌‌‌‌‌ډو   نـه بـېـلـېـږي

 

ستـوری،   دا  اوس نـړۍ والـه  تـرانـه ده

چـې  د  ځـمـکـې  تـنـابـونـه،  را لنـ‌‌‌‌‌‌ډېـږي

 2006 م کال (کبیر ستوری)

 

 

...........

 

لاټېن 

لاټېن د امن نخښه ده

لاټېن دے د رڼا نشان

لاټېن دے علامت د ژوند

لاټېن د پرمختيا نشان

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټې! وګټې!

لاټېن زمونږه وګټي!

لاټېن مترقي سياست

لاټېن د جمهوريت نخښه

لاټېن د وسائلو جنګ

لاټېن د عدالت نخښه

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټي! وګټي!

لاټېن زمونږه وګټي!

لاټېن د خپلې خاورې نوم

لاټېن د خپل اختيار نخښه

لاټېن د احتجاج نشان

لاټېن د سُور خمار نخښه

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټي! وګټي!

لاټېن زمونږه وګټي!

لاټېن د هر هنر عزت

لاټېن د کسب ګر قدر

لاټېن د هر فنکار عزت

لاټېن د هر هنر قدر

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټي! وګټي!

لاټېن زمونږه وګټي!

لاټېن د خوېندو مېندو ننګ

لاټېن د مساوات نخښه

لاټېن د تشدد خلاف

لاټېن دے د نجات نخښه

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټي! وګټي!

لاټېن زمونږه وګټي!

لاټېن د حوصلې نخښه

لاټېن د خپلواکۍ پېغام

لاټېن دے سياسي شعور

لاټېن د بېدارۍ نخښه

لاټېن دے د بقاء نشان

وګټي! وګټي!

لاټېن زمونږه وګټي!

شاهکار محمدزے

.............

 

ګیله مکړه!

 

څوک چی ناست وی د هغو نه څه ګیله کړی؟

خپـله نه ځــي ، زولـنــو نه څـه ګیـله کــړی؟

 

چی دی ګل کانــدی سـوری ټـټـر په پاڼـو

نو له څــوکـو د اغــزو نه څه ګیله کـړی؟

 

یوه ورځ چی روح دی خپـل در نه بیلیږی

بیــا له خپـلو او پـردو نه څه ګـیــله کـړی؟

 

ته چی پلاریی او په ورانو لارو سـریی

پلاره! بیـا دی له بچـو نه څه ګـیـله کړی؟

 

چی هواره لارکی لویږی سردی مات دی

له دی غـرو او ګړنګـو نه څه ګـیلـه کـړی؟

 

چـی په خپـل قـدر پـخـپـله نه پـوهـــیږی

مـشـره! هسـی پښــتنو نه څه ګیـله کـړی؟

 

ته چی نن هـم خـوراولـور په کاڼو وژنی 

د وحشــت لـه زمـانـو نه څه ګیـله کړی؟

 

په پیسو چی خرڅوی د مور زړوکی

نورله دی تورو څیرو نه څه کیله کړی؟

 

کلیـــوالـه  چـی حیــا له درو ولاړه!!

ګیله مکړه! له ښارو نه څه ګیله کړی؟

 

سلطان جان کلېول

فبروری/۶/۲۰۱۹

ایجکس ـ تورنتو/ کاناډا

-
بېرته شاته