(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.02.2022غزل نما نظم

[24.Feb.2022 - 19:33]

غزل نما نظم 

 

          (زیبا اپریدۍ) 

 

 د سپرلي تانده غوټۍ يم 

 زه د غرونو ښاپیرۍ يم

 

  له رقيبه نه ويرېږم 

زه سرشاره افريدۍ يم 

 

 پښتنه ډکه له ننګه 

 د وختونو ملالۍ يم

 

  خپل وطن باندې مئينه  

ددې خاورې غرڅنۍ يم

 

زہ  غزل یم‌ هم  ټپه یم    

زہ  چاربیته نیمکۍ یم

 

  مينه   مينه  يم    وفا    يم 

 د شپونکي خوږه شپېلۍ يم 

 

 مدام هسکې سترګې ګرځم 

 ننګيالۍ   يمه  زمرۍ    يم 

 

 د غليم د سترګو خار يم

  د خوشال بابا لمسۍ يم

 

 د  غنی  په   فلسفه  یم  

د رحمان د شعر کړۍ یم 

 

  زه  چپه د اباسین یم 

  د حمزه بابا  بچۍ یم  

 

د  خاطر  خیبر په خاوره  

  یو وړه شانتی  کلۍ یم 

 

 د  بانو  سلمه  د  مینی 

 دکلثوم وړه ګوډۍ یم ..

 

 د  اظهار  په ژبه  وایم  

 ته بواره زه  لولکۍ یم  

 

قلندر او راز به ستایم

پُښتنه یم ننګیالۍ یم

 

د  سیماب  په لار  به زمه

یو طوفان یوہ,سیلۍ یم

 

صنوبر کاکاجی زہ ھم 

سلسله  د  زندګۍ  یم

 

ګجو خان احمد خان یاد کړم

 بس  یو آہ  یوہ  سلګۍ  یم

 

د اجمل خټک د خاورې

 لولکۍ یم ننګیالۍ یم

 

د عابد پہ پیښور کښې

 ترانہ  د  ازادئۍ   یم

 

د   سائل   د    ارمانونو

د ماښام سپینه سپوږمۍ یم

 

پۀ مومندو کښې درنه یم 

اپریدۍ یم اپریدۍ یم 

 

د ایمل د کور سالو یم 

د دریا چې کړوسۍ یم 

 

د حسرت د باغ بلبله 

د ګلونو غنچکۍ یم

 

د    امان  نصرت  د   مينې 

ژوند پرسته  شین خالئ یم

 

د  افکار  د  فکر    شمع 

بلیدونکې یم لیتکۍ یم 

 

د شيدا  د  چمن  ګل يم   

د حميد د باغ غوټۍ يم

 

د ميرويس بابا شمله  یم 

د فضل د زه ابدالۍ  یم

 

زه  زيبا  د  چا  د    مينې 

د خيالونو شهزادګۍ يم

 

زیبا ډېر کۀ وخت بدل شو

 زہ ولاړہ يې په سيالۍ یم  

 

ــــــــ ـــ ــــ زیبا اپریدۍ ـ ــــــــ

............

 

 

لونګين - ښاغلی اجمل اند

د زړه پر پاڼه مې انځور د ګلاب

مخ - ۱۴، جلال کوټ

.

.

خور مې که سينه باندې، نيازبين مې کړه

ستا د دنګې غاړې لونګين مې کړه

.

خيال يمه، په تورو کښې مې ونغاړه

خوږ مې که، غزل يمه، رنګين مې کړه

.

غېږ کښې مې ځای درکړ، ګناګار شومه

لوټ مې که، کابل مې که، ناورين مې کړه

.

نن مې په خوږو کتلو ونمانځه

شک يمه، ګومان يمه، يقين مې کړه

.

خود به يې دېوانو سره ګالمه

تا ويل ښاپېرۍ د چين ماچين مې کړه

.

ومې خندوه، د سرو لمبو منځ کښې

پورته مې کړه، خال د ورين جبين مې کړه

.

لال يم خو د وخت ګردو وهلی يم

ومې مښه، تور يمه، تک سپين مې کړه

.

ما ته سیپارې د مينې ولوله

راشه د سپېڅلي عشق په دين مې کړه

.

کېږده ما د زړه په پرهرونو کښې

څانګه مې کړه، ګل مې کړه، راشين مې کړه

.

تاند مې کړه اشنا، د ژوند چینه يمه

شور مې که، څپې د اباسين مې کړه

.

.

نيازبين = نازولی کس، تر نورو ګران څوک

لونګين = ۱) د لونګو امېل ۲) يو قسم پسول (ګېڼه، کالی) چې په غاړه اچولای شي

ناورين = غم، خپګان، ماتم، وير

نماځل = ۱) عزت ورکول، لویي ورکول، عزت افزایي ورکول ۲) پالل، ساتل

لمانځل = عبادت کول

دېو = دېب، برماڼو (وحشي)، شيشک، غټ شى، غټه بلا، ګکو، لويه بلا، غټ او غښتلی افسانوي موجود، يو افسانوي هيبت ناک مخلوق دی چې وايي بڼه (شکل) يې د انسان له بڼې سره لږ څه توپير (فرق) لري. په قرآن شريف کښې د حضرت سليمان او د سبا د ملکې په کیسه کښې د (عفريت) په نامه د يوه مخلوق يادونه شوې ده. عينې مفسرين (عفريت) دېب او ځينې يې پېری بولي

ګالل = ۱) برداشت کول، زغمل ۲) ساتل، محفوظ کول، خيال ساتل

-
بېرته شاته