(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

24.02.2022شعرونه

[24.Feb.2022 - 19:25]

ستاسو جنازو کې قتل عام وشو که نه

ظلم دجومات په در او بام وشو که نه

جبر مو د دین دونیا په قام وشو که نه

 

ستاسو په زرګونو میاندې بورې شوې که نه

خویندې په ژړا ژړا رنځورې شوې که نه

کون‌ډې په خیرات غوښتو مجبورې شوې که نه

ستاسو په جنجونو بمباري وشوه که نه

ستاسو په جرګو کې خونریزي وشوه که نه

ستاسو دحجرو بې حرمتي وشوه که نه

کور ته دوښمنان درننوتلي دي که نه

ستاسو ئې په غوږ شپیلۍ ایښولي دي که نه

ستاسو ئې خوبونه تښتولي دي که نه

تاسو احتجاج وکړو

نه

ولې

نه شته د جندول عمراخان چرته دی

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

وینې مو په خپل کور کې ارزانې شوې که نه

ک‌ډې مو په نیمو شپو روانې شوې که نه

رایاد کړئ

ستاسو د بچو مدرسې ورانې شوې که نه

تاسو احتجاج وکړو

نه

ولې

ورک شو دریا خان او ایمل خان چرته دی

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ستاسو د تاریخ نښې ئې ورکې کړې که نه

تاسو ته ئې خپلې درنې سپکې کړې که نه

هرخواته ئې کرکې،کرکې، کرکې کړې که نه

تاسو احتجاج وکړو

نه

ولې

راولئ پیر روښان او باچا خان چرته دی 

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

قام د مغل خیلو نه ویزار دی او که نه

دلته هر تورمخی زمونږ پلار دی او که نه

دلته دشین سترګو اقتدار دی او که نه

تاسو احتجاج وکړو

نه

ولې

راولئ سرتور ملامستان چرته دی

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

دلته کې زمري ګیدړان شوي دي که نه

تاسو احتجاج وکړو

نه

ولې

ویښ چې پښتانه کړي خوشال خان چرته دی

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

چرته دی دقام دزړه درمان چرته دی

سر چې ترینه زار کړي هغه ځوان چرته دی

تاسې کې پښتو چرته ایمان چرته دی

ماته د ریښتیا ویلو هر انجام مالوم دی

ماته د منصور او د سبحان انجام مالوم دی

اباسین یوسپزی

......

سندره

 

سبق په بچو وايه، له ښوونځي تر پوهنتونه 

راپاڅېږه پښتونه 

چکر ورسره کله، کله وه، تر کتابتونه 

راپاڅېږه پښتونه 

راپاڅېږه د علم په ګاڼه باندې سنبال شه 

سيالانو سره سيال شه 

په سيمه کې د پوهې خورولو يو مشال شه 

سيالانو سره سيال شه 

مزه واخله له مينې، له جانانه، له ژوندونه 

راپاڅېږه پښتونه 

لږ خوا و شا نظر وکړه، نړۍ خيژي اسمان ته 

ته نه ګورې خپل ځان ته 

قيامت درباندې راغی، ځان تيار کړه امتحان ته 

ته نه ګورې خپل ځان ته 

شاعر دې هم دا ستا غوندې ګرځېږي بې مضمونه 

راپاڅېږه پښتونه 

دا يو او بل چې وژنو؛ سراسر ټول جهالت دی 

د عقل ضرورت دی 

چې يو ځای شوو او لاس ورکړو په دې کې مو عزت دی

د عقل ضرورت دی 

ځوابه پاچا خان هم کرکه کړې له بېلتونه

راپاڅېږه پښتونه

(عزت الله ځوا)

...................

 

د رحمان بابا دیوان

مخ - ۲۸۶

.

کر د ګلو کړه چې سیمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره، په پښو کې به دې خار شي

.

ته چې بل په غشو ولې، هسې پوه شه

چې هم دا غشي به ستا په لور ګوزار شي

.

كوهی مه كنه د بل سړي په لار کې

چېرې ستا به د كوهي په غاړه لار شي

.

ته چې هر چا ته په خوارو سترګو ګورې

لا وړومبی به ستا صورت په خاورو خوار شي

.

آدم زاد په مانا واړه يو صورت دی

هر چې بل ازاروي، هغه ازار شي

.

كه ته نه كوې نظر د چا وعيب ته

هر سړی به ستا د عیبو پرده دار شي

.

دهقان کر په لوړه ځمکه باندې نه کا

سرکوزي کړه، چې پټی دې مرغزار شي

.

د مات لوښي آواز کله ثابت خېژي

د هر چا عمل څرګند په خپل ګفتار شي

.

نن چې صبح ده، روښانه لار صحیح کړه

ناګهانه به دا صبح شبِ تار شي

.

لږ یې مه ګڼه که هر څو ګناه لږ وي

چې لږ لږ وبله جمع کړه، بسیار شي

.

که بل بد کاندي، ته ښه کړه، مه رنځېږه

هر یو نخل چې مېوه لري، سنګسار شي

.

تل وښو وته ازار د بدو رسي

هر چنجي و نرم چوب وته دوڅار شي

.

هغه زړه به له طوفانه په امان وي

چې کشتۍ غوندې د خلکو بار بردار شي

.

خدای دې بد له لاسه مه کړه او كه وي هم

د رحمان دې په کُل بدو استغفار شي

.

.

ګلزار = د ګلونو ځای، بڼ (باغ، ګلشن)، هغه ځای چېرته چې ګلونه ولاړ وي، ګلستان، ګلتون، ګلبڼ، ګوګياڼه

خار = اغزی

سرکوزۍ = سرټیټۍ، عاجزۍ

مرغزار = ورشو، چمن

ناګهانه = ناڅاپه، ناببره، ناپېښه

شبِ تار = توره شپه

بسیار = ډېر، زیات

کاندي = کوي

نخل = د کجورې ونه

چوب = لرګی

دوڅار = اوڅار، ښکاره، په ډاګه، څرګند، جوت، معلومه، پېښ، دوچار

بار بردار = بار اوچتوونکی

..............

 

د  سلیمان لایق صيب قصیده غنی خان  ته...

 

"د وینو واټ"

 

دا زموږ د سترګو وړاندې، "غني" ګوره څه تیر یږي

یــو با تور ملت غرقیږي، یو مظبوط وطن نړیږي

یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو

د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې

د آسمان په شنو غومبورو، لارې لارې رابهیږي

سر چې ږدمه په سر ویږدي، هیبتناک غږونه اورم

ته وا ځمکه په منځ دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږې

یا آسمان زموږ په ویر کې، ښکته پر یووته په ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږي

"ایمل" ریږدي په لحد کې، -
بېرته شاته