(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.02.2022مسافربچي ته

[23.Feb.2022 - 21:35]

مسافر بچي ته د یوې مور ناقراره

انتظار

"  کورته راځه بچیه"

.......................

لایق زاده لایق

 

کورته راځه بچیه کورته کور ته راځه بچیه کورته راځه

کلونه تیر شو نور مې وس د انتظار 

نیشته دې

زړه مې ‌‌‌‌‌‌ډوبیګي نور  په عمر مې اتبار نیشته دې

چې نه یې ته ستا په پيسو باندې   دې اور اولګي   

ستا په "ډالر"  او پہ "یورو"  باندې

دې اور اولګي    

کور ته راځه بچیه کور ته راځه بچیه کور ته راځه

............................................

څومره په ناز مې لویه ولې درته یاد شي که نا

تل به مې زړه پورې نیولې درته یاد شي که نا

سحر  سحر  چې  به د کلې نزدې سکول ته تللې

ما به دګوتې نه نیولې درته ياد شي که نا 

چې  به   ایله  شولې  ناروغه نو  زما ګلابه

ما به دې سترګې ښکلولې درته یاد شي که نا

وړې خبرې دې هڅ کله هیرولې  نه شم 

له ‌‌‌‌‌‌ډیره  غمه دې  تصویر  ته  هم کتلې نه شم

کورته راځه بچیه کورته راځه بچیه کور ته راځه

...........................................

سر مې شو سپين نور مې همت د صبریدو نیشته  دې  

بغیر له    تا   مې  څوک    د زړه   د 

خوږیدو نیشه دې

ستا په  فیس بک   او  په   وړ  سیپ باندې بلا دهوکه شوم

نور   مې    طاقت    ستا   د دروغو اوریدو تیشه دې

د زړه په رنځ باندې  اخته  دې کړم  زما بچیه

په ځان باور  مې بې لتا د رغیدو نیشه دې

تر څو به  ستا د جدایې میاشتې 

کلونه شمارم

تر څو  به لاس  تر زنې  ناسته  یم غمونه شمارم

کورته راځه بچیه کورته راځه بچیه کورته راځه

..........................................

رازه  بچیه د  وختونو  پته  هڅ  نه لګې

نور مې د ژوند د ساعتونو پته هیڅ نه لګي

ورانه    مې   نکړي    دټول  عمر د خوبونو ژاله

د بې موسمه   تندرونو    پته  هیڅ نه لګي

چرته په   یاد   کښ دې ناسور نشي ګزک اونکړي

زما د  زړه  د  پر هرونو   پته هیڅ نه لګي

چرته  دې  زه له  زړه نه اونه ووځم هیره نشم

د سحرونو   ما ښامونو  پته هیڅ نه لګي

لایقه   څو   به  مې د صبر امتحان اخلې

داسې تر کومې به زما نه زما ځان اخلې

کور ته را ځه بچیه  کورته  راځه کور ته رازه

.............................................

 

 "هم داسې به کیده "

لایق ذاده لایق. ...پيښور

..................................

غیرت چې قتلیدو او فحاشي نه کمیده

هم داسې به کیده

وبا  د   کرونا    به   په   دنیا کښ خوریده

هم داسې به کیده

..........................

د پاک   نبي  په خاوره  چې کلبونه جوړیدل 

هر   خوا     چې     فلسطين   کښ  وحشتونه زیاتیدل

کشمیرکښ چې  د پيغلو   اوربلونه شوکیدل

جړا  د  یتیمانو     چې   اسمان   ته رسیده 

هم داسې به کیده

وبا دکورونا به په دنیا کښ خوریده 

هم داسې به کیده 

............................ 

هوس    چې     وو      ړوند   شو ې ماشومانې قتلیدې

وحشت   ته  د انسان  چې فرشې حیرانیدې

چې وینې دمظلوم په هریو ځایې کښ توئیدې

خودنه د   خالق    چې  دهر  چا نه هیریده

هم دا سې به کیده

وبا دکورونا به په دنیا کښ خوریده

هم داسې به کیده

..............................

قامونه   چي   په   مال او  دولتونو نازیدل 

په    خپله      ترقې   او    ایجادونو نازیدل

ایمان  یې  په  طاقت  وو په  بمونو نازېدل 

په زړونو  کښ‌ چې ویرہ دالله  نه کمیده 

هم داسې به کیده

وبا د کرونا به په دنیا کښ خوریده

هم داسې به کیده

..............................

کعبې نه چې چاپیره سُودخواره ټول تاویدل

چې خوشي جوماتونه   وو کلبونه ‌‌‌‌‌‌

ډکیدل 

د دین  نه   چې    لایقه  خلق لرې تختدل

دحشر تما شه به هرنظرکښ غړیده

هم داسې  به کیده

وبا د کرونا به په دنیا کښ خوریده 

هم داسې به کیده

.........................................

 

کور   ته د زړګې  راځي

غم  مې  زیاتوي راځي

 ټوله  شپه  دسترګو   نه

خوب  مِ  تختوي راځي

خیال دې  لیونې کړمه

تل  مې   ژړوي    راځي

پټ پټ دې لیدو  پسې

شپه کښ خاپيري راځې

ستا  تصویرمِ سترګو کښ

مینه       لټوي        راځي‌ 

سوي     پتنګان         راته

ستا   قیصې  کوي  رازي

یار   پسې   "لایقه " مې

خولې له  اسویلي  راځي

............

-
بېرته شاته