(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.02.2022شعرونه او

[23.Feb.2022 - 21:23]

د ارواښاد کامګار خټک دیوان

مخ - ۵۰

.

تل کوي راته د شهر واعظ وعظ

ولې نه لګي پر ما د واعظ وعظ

.

مالومېږي چې له عشقه خبر نه دی

ځکه ما ته کړي دا هومره واعظ وعظ

.

که تا وويني په سترګو هاله مرد دی

که له دله نه شي هېر د واعظ وعظ

.

د واعظ وعظ پکار وي و دانا ته

و مجنون ته څە پکار د واعظ وعظ

.

هغه څوک چې په جذبه د عشق مجذوب شي

پرې اثر نه کا هرګز د واعظ وعظ

.

که دا هسې کړي چې وايي و نور چا ته

په هر چا به لګېدە د واعظ وعظ

.

زە کامګار کله مجنون د زمانې یم

چې مې کار نه کا په زړە د واعظ وعظ 

.

.

شهر = ښار، ښهر

واعظ = ناصح، وعظ کوونکی، تبلیغی

وعظ = نصيحت کول، پند ويل، ښينه کول

هاله = هله، هغه مهال، هغه وخت

دانا = ځیرک، عقلمند

جذبه = ولوله

مجذوب = د جذبې په حالت کښې، بې خوبه، مست، بې هوښه

(کامګار خټک)

...............

 

کلیات ساغر صدیقی

صفحہ ۳۳۴

.

دل ملا اور غم شناس ملا

پهول کو آگ کا لباس ملا

.

ہر شَناور بَهنور میں ڈوبا تها

جو سِتارہ ملا، اُداس ملا

.

میکدے کے سوا ہمارا پتہ

تیری زلفوں کے آس پاس ملا

.

مجھ کو تقدیر کی گزرگہ میں

صرف تدبیر کا ہِراس ملا

.

آبِ رضواں کی دھوم تهی ساغر

سادہ پانی کا اک گلاس ملا

.

.

غم شناس = ناورین پېژندونکی، غم پېژندونکی

A person who understands grief

.

شناور = لامبوزن، لامبووهونکی، لامبوګر، لامبونکی، آبباز

Swimmer

.

بهنور = د اوبو ګرځنى، ګرداو، څرخاو، غولى، خرخوړی

Whirlpool

.

تقدیر = برخلیک، اوبه دانه، تندی لیک، ازل لیک، وېش، تندیړ

Destiny

.

گزر گہ = لاره

Path, road

.

تدبیر = ۱) پند ۲) چاره ۳) اوډون، اوډنه، پېیون، پېینه، اړه تړه (بندوبست)، نظم، ترتیب

Advice, solution, arrangement, order  

.

ہراس = وېره، ډار

Fear, scare

.

آبِ رضواں = آب اوبه وي او رضوان د جنت بڼ (باغ) دی

Water, from the garden of heaven

(ساغر صدیقي)

..................

 

له ممبره تر مرچله تر چناره

څه شوې څه شولې د تورې حجرې یاره

وا په خړو خاورو ناسته قلندره

سر راپورته کړه یوځل ملا عمره

خلک وایي خط او بریتو لاس په کار دی

ستا یعقوب د هیواد لوی سپه سالار دی

 

سلامونه ارواښاد جلال الدینه

هیر مې نه یې بدرالدینه تر سنګینه

له زرمته تر خروار لاره اترنګه

شاهیکوټه د منصور په وینو رنګه

په قومونو او په خیلونو قهر

مونږ خوړلی د تاریخ تیر کړی زهر

 

نه اندړ یم، نه نورزی یم، نه اڅک یم، نه غلجی

نه درانی او نه د کوږک یم

نه منګل شي، نه وردګ او نه غوریان شي

څوک به ونه غوړوي بیا هوښیاران شي

نه صافي یو نه شینوار او نه مومند یو

ټول قومونه د یوه ونې پیوند یو

په سینه بهادري ږدم در ته خپله کشمیر خانه

اتا ګله

اول ګله!

 

کتیبې ورپسې ګورم نادرک دي

د بورجان او دادالله قبرونه ورک دي

رانه ورک یې په هر لور درپسې لاړم

وا پښتون ملا عمره بیا دې غواړم

ستا نشتون کې د کابل قصه اوږده شوه

د ملا نه د انصاف تله کږه شوه

دا به څه کیږي، څوک واړه او څوک زاړه دي

ځینې ګونګیان او څوک کاڼه دي

 

وا زما د پلار مې د نیکه میراثه کوره

زه په شته وروڼو کې ناسته یم بې وروره

د زړه زوره، کموم دې کموم دې

پیغلتوبه، زړوم دې، زړوم دې

 

ما بیګا یو خوب لیده چې سر مې بایلود

 ما د کوز نارې وهلې، بر مې بایلود

 

سر خوړلی یې بې لار یې په لار شه

الالی للو للو شه په قلار شه

 

خو ای... خبردار شئ

بیا ښامار درته پرشیږي

په رګونو کی د خوړ اوبه بهیږي

هره لومه هر یو دام د دې ښامار دی

هم لاهور په هر یو کلي هر یو ښار دی

زه پاچا یمه ملنګ اخلمه داسې

زه د زړونو نه قلنګ اخلمه داسې

( مطیع الله تراب)

........

غزل 

 

دا ســـــتا د بڼورو سترګو سیوري و او ته وې

راشـنه په کې يو څو د غزل توري و او ته وې 

 

زه وم!خو زه د ښکلو په جـــــــم نه حسابیدم

روان به دې تر مــــخه راڼه ستوري و او ته وې 

 

کوله به دې خـــــــــــود پرې زوروره پاچاهي

په لاس کې دې زموږ زړونه کمزوري و او ته وې 

 

ځنګلې د نکریــــــــــزو مې له زړه نه تاویدې

بېرته شاته