(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

23.02.2022بېلابېل

[23.Feb.2022 - 21:22]

ازاد شعر

 

اکوبه دې د مستۍ نتلی ښکاري 

 

نه ټپې شته نه د اورمه سندرې 

د پاولیو شور دې نه راځي دلبرې 

د بنګړیو شرنګ دې بیا دوزخي شوی 

کهکشان په څېر قامت دې را مات شوی

په ښکلا دې تور دیوانو کوډې کړي

له یاغي وجود دې سوړ اسویلی خېژي

لونګین دې د سینې دی کنګل شوی

اژدها د زمانې بهانې ګوري

ګاونډیان دې بیا د حسن دلالان شول

شنه خالونه دې د ټنډې یتیمان شول

بیا پېښې درسره کېږي د سوالګرې 

د پاولیو شور دې نه راځي دلبرې

 

اداګانې دې د میو شنې پیالې وې

ارزوګانې دې د ژوند اوږدې کیسې وې

هر نظر دې خیالولې میکدې وې

سترګکونه دې د مینې زمزمې وې

تبسم دې د یاقوتو خزانې وې

څه د ناز څه دې غرور څه دبدبې وې 

څه رنګینې دې وې ورځې 

څه ښایسته رنګینې شپې وي

اوس پښې یبله پیوندي جامو کې ګرځې

کړې حالاتو د دنیا ګدایې ګرې 

د پاولیو شور دې نه راځي دلبرې

 

د ژوند هېلې دې شوې ټولې مهاجرې 

خاموشي دې د اذیت ساندو کې ورکې

مستقبل دې اننګو کې پیکه ښکاري

د سندرو په مالت کې ساندې ناڅي

اکوبه دې د مستۍ نتلۍ ښکاري

د لاس ګوتې دې لنډا بازار ته درومي

شاهدرې ته دې د غاړې مرغلرې 

د پاولیو شور دې نه راځي دلبرې 

 

لکه بت د سومنات بې روحه ښکاري

دو رګه وو کړې لیلام په ژبلورو 

خپل بچي دې په سینه نیني نیني شول

چا یې نه اوریدل فغان او فریادونه 

باګرامي حسن دې رنګ د سکرو واخیست 

څو کم ذاتو کړې  تالا خپل یې ګڼلې 

په سختۍ کې درنه ټول په تېښته لاړل 

ټولو هېر کړې که د لر و که د برې 

د پاولیو شور دې نه راځي دلبرې

(ضیاالدین همت مل)

.......

- غروب اور پاشي ما زېړ وهلی رنګ دی

د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی

 

چپه کړی مې بسته کنډول د بنګ دی

د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی

 

زما څه پروا چې ورا ده او که جنګ دی؟

د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی

 

ژوند را پاتې د مرګونو په قلنګ دی

د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی

 

داسې ناڅي ته وا زخم نه، لونګ دی

د زړه سره! زړه مې بل رقم ته تنګ دی

(بشیر باران)

.............

ما دې خدای په دواړه جانه بې ابرو کړي 

د طراب غوندې چې هر چاته ويیږي 

زه مې خپل اشرف غني پريخودې نه شم 

بل به څوک په داسې خاوره پیدا کيږی 

دا طراب خو چاپلوسي کوی بالکې دے 

د چوکۍ د خاوند مخې ته ګډيږي

شمس بونيری

........

نظم ؛د پښتونخوا د سهار زېری

(حفيظ الله ياد

__________

مبارک مو شه ملګرو

ګوند مو بيا په جوړېدو دی

د خپلوۍ باران ورېږي

دا نفرت په ورکېدو دی

 

اې همفکره شازلميو !

ستاسو ځار شم بريالي شئ

ځئ لاسونه سره ورکړئ

او د لمر په لور رهي شئ

 

پښتونخوا سنګر د ننګ دی

ستر سالاره ستر شهيده

دا ستا ګوند به پولي ژغوري

قهرمانه خان شهيده!

 

اې د لوی اتل بچيه

ملي مشره محمود خانه

ته درځه سرلښکري کړه

زموږ د ټولو ترجمانه

 

د عثمان شهيد له ګونده

به بلها سرونه زېږي

بيا به دا وګړي ټوله

د وطن په ننګ نڅېږي

 

د ظريف شهيد به لاره

شي د ننګ په نور روښانه

دا ملي سازمان به مست شي

دغه لار به شي ودانه

 

ځوان شهيده اولس ياره

ستا د ويني برکت دی

اوس اولس هغسې نه دی

اوس پيدا ورکې غيرت دی

 

يه شهيد کاکا محموده

ستا محمود په هغه نوم دی

ګرځوي خپل سر په لاس کې

اوس په هر ميدان مالوم دی

 

داود جانه! رمضانه!

شهادت مو مبارک شو

ستاسو مشر لا ژوندی دی

فرعونان په قطار ورک شو

 

انقلاب به اغېزمن شي

د اولس د سر په تل کې

کليوال شهيد به خاندې

چې زلمي وي په مورچل کې

 

صابر شاه شهيد به ياد کړي

هره دښته د دې خاورې

دا وطن به زېری ورکړي

چې زلمي دې فکر څارې

 

صاحب جانه برېتوره

کوټه لا د پښتنو ده

زموږ زلمی حبيب الرحمٰنه

وېره کډه په پرېدو ده

 

ګران شهيده باز محمده

ستا غيرت ته مو سلام دی

ستاسو وينه کتابوته -
بېرته شاته