(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

21.02.2022پټ شه

[21.Feb.2022 - 15:06]

پټ شه نۀ پټېږي رانه اوس د هغې شپې نه پس

لا ته راته ډېر ٸې بې  حجابه د پردې نه پس

 

تۀ ئې هم هغه خو په هر ځل راته بدل ښکارې

شوق د تماشې شي له سېوا د تماشې نه پس

 

ضبطه پسرلې چې را روان دے دا به څه کېږي

زور مې د خمار دے چې زياتيږي د توبې نه پس

 

بې واکه مې سترګې شوې را ډکې چې غصه شوې تۀ

خشکې چينې تاندې شي اکثر د زلزلې نه پس

 

زړونه پرې آباد شول چې بهر يې ترې نه او وېستل

اوګوره قسمت خو د بتانو د کعبې نه پس

 

تۀ لرې کېدلې چې څو څو په وړاندې تلمه زۀ

ځان ته به نزدې شومه د هرې مرحلې نه پس

 

ستا له اداګانو ستا ښکلا ته رسېدلې يم

راغلم په نقطه کښې شومه ورک د دائرې نه پس

 

تاؤ د اننګو نه دې چې زلفو ته په تېښته شوم

سيوري د ماښام ښه وي د ټکندې غرمې نه پس

 

ډېرو دروازو ته حمزه لاړو خو ناکامه شو

خېر ورته چا ورنه کړو د تا د دروازې نه پس

 

____________________

اميرحمزه شينواری

-
بېرته شاته