(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.02.2022اجمل بابا او

[08.Feb.2022 - 10:15]

 

 ای د بندو او زولنو شاعره!

د  وږیو تږیو پښتونو شاعره!

لا درکې شته دی څه سکروټې که نه

د پرونیو سرو لمبو شاعره!

 

ستا په سندرو اوس کامونه خوځي

گوره چې غلی نه شې، هیر نه شې

زه د آسمان لوبه بدله وینم

گوره له خپله هوډه تیر نه شې

 

له هر آوازه سیلاوونه وځي

له هره شعره زلزلې خوځي

له هرې چیغې د مردانو سره

د ژوند او هیلو قافلې خوځي

 

وچه بیدیا به سره گلونه راوړي

په هديرو کې به خندا خوره شي

ددې تیارې ځمکې په گيډه کې به

د پښتنې تورې بریښنا خوره شي

 

په لوړو څوکو تورې وریځې خوځي

په درانه نس کې سیلاوونه لري

په غوسه شوی دردیدلی زړه کې

ځوانې څپې او تندرونه لري

 

د هرې تالندې آواز کې گوره

د نوی عصر پیغامونه لري

د غرو د سره افق نه پورته ښکته

د نوی ژوند انقلابونه لیږدي

 

د هندوکش د باران هره قطره

مخ په اټک او اباسین درځي

دلته د تللو بله لاره نشته

هرڅه چې خوځي لکه سین درځي

 

د سحر باد چې ستا بارخو مچوي

دغه زموږه اوسیلې دي کنه

ستا د زړگي دا غوټه غوټه وینې

گلونه زموږ د پسرلۍ دي کنه

 

پام کوه گوره درنه مړاوې نه شي

دا به باغونه ته رنگونه ورکي

د پښتنو د اوربل نذر ېې که

چې عاشقانو ته ننگونه ورکي

 

د تا مستي د هندوکش ترانه

زما نڅا د اباسین سندره

راځه چې جوړه کړو په دواړو زړونو

یوه غوټه شوی پښتنې خبره

 

راځه چې نوی پیالې و کړنگوو

راځه چې خلکو ته سوما ورکړو

راځه دې ورکو دربدرو لره

جذبه د مینې او وفا ورکړو

 

راځه په غرو کې آزادي ویښه کړو

راځه چې خاورې ته احساس ورکړو

راځه په شپولو کې بریښنا خوره کړو

راځه چې کاڼو ته حواس ورکړو

 

پام که له خلکو نه بیعت مه غواړه

راځه چې موږ دوی ته بیعت ورکړو

راځه د خلکو د عزت لپاره

په قرباني کې خپل عزت ورکړو

 

ستا زړه که سوی، زه ېې لا سوځم

ستا فریادونو ته طاقت ورکوم

زه سور انگار یمه داغونه ږدمه

د «غیرت چیغو» ته قوت ورکوم

 

هره څپه چې په «لنډی» کې خوځي

د تا د گرمو وینو شور ښیي

هر نوی باد چې په وطن خوریږي

د تا د ځوانو هیلو زور ښیې

 

څوک وایي دا چې ته شعرونه لیکې؟

څوک وایي دا چې ترانې جوړوې؟

شاعر خو هسې ښکلي حسن ستایي

ته ستر انسان ېې زمانې جوړوې؟

 

څه دی دا ژوند، دا لنډکی اوسیلې

چې د یوې گرمې چیغې زور نه لري

راځی دا  زړونه سپو ته وغورځوو

که چیرې اور نه لري، شور نه لري

 

گوره تیاره دې وارخطا نه کړي

اجمله! شپې بېرته شاته