(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.01.2022بېلابېلې غزلې او

[30.Jan.2022 - 17:43]

ارمان شهيد// خان زمان کاکړ

 

ارمـان لـکه شــهـيـد د مـرګ لــه قېد څـخه ازاد دی

ارمــان لـکه "ســپېڅلی بغـاوت" خـلکـو ته يـاد دی

 

ارمـان لکـه پښــتو ټـپه د ټــول اولــس مـيراث دی

د ټول اولـس شـريک دی او د ټول اولس ايجاد دی

 

ارمـــان لــکـه "پښـــتون پـرلـت" يـو نابـبـره تـنـدر

پر ســـر باندې لوېدلی د منحــوس اســلام آباد دی

 

ارمـان لکـه د لمـر لـومـړنۍ وړانګه په وطــــن کـې

د روڼ ســـباوون زيری دی، د نـــوي ژوند بنياد دی

 

پنجــاب ويل پر ټـول افغانســتان فــرض جـهاد دی

ارمـان ويل  فســــاد دی او فســاد دی او فسـاد دی

 

ارمــان زمـا جــانان، زمــا مــلګـری، زمـــا ورور دی

ارمـان زمـا پښـــتو، زمــا ســــيالــي، زمـا مـراد دی

 

هـېرېږي نه خـتمـېږي  د ارمـــــان د وينې قــــرض

پنجــاب ته دي معــلـوم وي د افغان د وينې قرض

 

۲۳ فروري ۲۰۱۹

#RememberingArmanLoni 

#PashtunLongMarch2Qillasaifallah

........

 

غزل

 

څومره بې وجدانه مو سړي بللي وو 

تکې تور کاڼې موږ غمي بللي وو 

 

چاته، چېرې وژاړم له خپله توره بخته!

موږ ګلونه ور وړل، دوی ازغي بللي وو

 

بس نو څو خبرې دي! چې کېږي او هېرېږي 

څه ژور زخمونه مو سطحي بللي وو 

 

وږم د تودې ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ، روان کړل په ترپکو 

‌‌‌‌‌‌ډله ماشومان نن، نانواني بللي وو 

 

راغلې خو لمن کې دې سپېره بادونه راوړل 

تا خو ویل چې مونږه پسرلي بللي وو!!

 

موټی، موټی څڼې، موټی، موټی خاورو یوړې

چا ویل چې اوړکي زندګي بللي وو 

 

ګرمه یمه، ګرمه چې وحشي انتظار یوړم

ستا یو وار کتل و، ما عمري بللي وو 

 

(شفیقه_خپلواک)

...............

 

ټول وطن مورچه مورچه،مقتل مقتل دې

پښتونخوا وطن نیولې بېا مغل دې

 

حال بدل شو کنه اوس هم هغه چل دې 

قام دې جوړ شو که لا هغسې غوبل دې

 

دا چا ؟ ستا په مسکا جوړ  په مخ کښې ول دې

دا خو بې نېټې قیامت ښکاري اجل دې 

 

دا سړې د ښائستونو لیونې دې

دا مئین چې په ټپه او په غزل دې 

 

دا سړې په وجود غټ دې ،پالوان دې 

خو بدبخته دې په ذهن فکر شل دې

 

پېښور د مغل خېلو په ولقه دې

چا نیولې ؟پښتنو نه هم کابل دې !

 

ستا همدرد د ښائستونو کر ته ناست دې 

ستا همدرد د خپل ارمان په ژرنده دل دې 

 

همدرد ايسپزئې 

...........

 

 تازه غېرمنقوط نثرم 

 

د واک اروا 

 

د سرکار دلاله 

د سالار همدرده

د کرسۍ همدمه 

اے د صدر صلاکاره 

د سالم عمر مطالعه 

د کړاو حاصل  

کوم د کمال حرص دے 

داو لګوه د سر سودا کوه 

اولس ګمراه کړه 

عوام ګاهک عوام سورلۍ ده 

وعده رسم او عهده مرام دے 

هوډ د موړ سودا ده 

او او کرګر دے 

لکۍ وهل معمول دے 

د اطلس او د الماس مالک وګړے 

د سکړک او ساګ سوالګر دے 

اے د عدل رواداره 

دا حد او دا لحد هم اوس روا دے؟ 

د واک روح هم لکه واحد احد دے 

 

سمیع الدین ارمان 

نهویشتمه جنوری دوه زره دویشتم 

اریانا پېښور

...............

 

(ادې خاوره اباوطن ترانه)

 

دغه  هسکې هسکې څوکې 

دغه شنه سمسور راغونه

دا درې له جوشه مستې

چې شڼا يې کړي زاوونه

 

دغه شنې زيبا لمنې

دا چېشن ږيرورغرونه

دې نړۍ ته چا راوړي

په تلي کې جنتونه

 

دغه شنه روان رودونه

دا وطن د بلېڅورو

داشاهد دتاريخونو

دغه ځاله د زړه ورو

 

داغزني دغېرتونو

داپکتېا دهمتونو

ککرى پکې ايرې دي

دېرغلو لښکرونو

 

داد لوېې وچې زړه دى

داد سترې دنېا ټڼډه

کندهار دغورزنګونو

پرې جرګه دپښتون پڼډه

 

دا ادې خاوره به ښه شي

دابا وطن به جوړ شي

ورته ږدو به مو سرونه

دغليم زړګى به سوړشي

 

په هر لور به نندارې وي

په خېبر کې به ګډېږو

څنګ پرڅنګ به سره درومو

تراټک به پورې کېږو

 

ورانوو به هغه څلي 

کوم چې موږ په کاڼو ولي

نړوو به هغه خونې 

ړنګوو به هغه کلي

 

                      اصل دين ځدراڼ

..................

 

منظور  نوم د یو تحریک دی

منظور نو -
بېرته شاته