(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

30.01.2022 شعر حیض الرجال دی

[30.Jan.2022 - 17:41]

شعر حیض الرجال دی/ د خوشال بابا کلیات/  مخ - ۵۶۴

(غوړچان: ډاکتر ممتاز خان)

زه د شعر په کار هېڅ نه يم خوشال

ولې خدای مې کړ پر غاړه دا مقال؟

.

نه په فکر، نه په ذکر رابرسېر شي

ناګهان لکه اوره د پشکال

.

رنګ وفا د شعر هېڅ سره ساز نه دي

لکه سپى راپسې ګرځي په دنبال

.

ښکاري سپی چې د نخچیر په ښکار کې ښه شي

له خوښۍ یې په مخ مږي رویمال

.

که د شعر ويل هر څو د صفت وي

بيا به شعر کې پيدا شي انفعال

.

دا خبره بده نه ده چا ويلې

په تحقيق چې شعر حيض دى د رجال

.

په جهان تر شاعريې بد څه نشته

خداى اخته مه کړه سړى په دا جنجال

.

تفکر د شاعریې لړمون شين کا

د غليم دې په نصيب شي دا اشغال

.

يو يې زړه له واړه خلکو نه جدا شي

بل اخته وي د خپل فکر په نکال

.

بل د هېچا ناخوانده په جهان نه وړي

بل د هر سړي د خوی وي بد سګال

.

بل که هر څو در ګوهر پېيي په شعر

عيب جويي یې جاسوسي کا د افعال

.

هر شاعر يې په ويلو ګوت منډی کا

که په شعر کې ته من يې، دى مثقال

.

د يار مخ د لاله ګل سره نسبت کا

د لاله د يار له مخه څه مثال

.

د هوسیې د نافې وینې نابودې

برابرې کا د یار له خط او خال

.

د یار قد له سبر ونې سره سم کا

سبر ونه ده په باغ کې نونهال

.

د معشوقې تورې سترګې غمزه ګرې

په غزل کا لکه سترګې د غزال

.

سر هوا لکه تبجن هسې ویېږي

د خپل ځان سره خوله پټه ځواب سوال

.

خلک خوښ په خوب ويده وي، دى په فکر

د پالنګ د پاسه خوب وي پرې محال

.

پټ په پټ وبله اوړي تر صباحه

د ښه لفظ د ښه مضمون په اتصال

.

چې د شعر فکر ورشي په مجلس کې

نور عالم خدا هوس کا، دی ملال

.

چې د شعر فکر ورشي په لمانځه کې

دا اعوذو ذال بدل کاندي په دال

.

چې د شعر فکر ورشي په خواړه کې

سپينې ورېژې په مزه شي ورته ګال

.

کله کله مخیطه شي په ډېر فکر

چې په دهٔ د لېونتوب شي احتمال

.

دا همه د خپلې پوهې نتيجه ده

چې شاعر له فکره نه وي فارغبال

.

فلاکت د شاعريې سره مل وي

که شاعر سړى لري جاه او جلال

.

د دنیا په مال یې هېڅ نه وي وتنه

راشه وګوره دا مال او دا منال

.

سمرکند او بوخارا څه، هغه زه يم

چې جهان بخښم د ښکلي مخ په خال

.

ما دا څو توکه چې وليدل د شعر

هى توبه د شاعريې له افعال

.

کشکې زه په ژبه ګونګ واى، شاعر نه واى

تر دا هسې ګويایۍ ښه ومه لال

.

که رښتيا وايم چې غور مې پرې وکړ

شعر کار دى د ملوک يا د هزال

.

که د شعر مذمت عیبونه ډېر دي

دا هنر د شعر ښه لري اقبال

.

در ګوهر يا د لولۍ يا د بي بي دي

ښه قماش يا د بادشاه يا د رزال

.

چې د شعر په سبب سره یادېږي

که حسن دی، که خسرو دی، که کمال

.

د دوزخ لمبې به کار په عاشق نه کا

چې يې تاو د دروني دى، په دا دال

.

دانايي علم او حکمت په کې زياتېږي

څوک چې ښه وکا د شعر استعمال

.

د خبرو تنستې چې وودای شي

څوک اطلس وودي په شعر، ځینې شال

.

دهر بحر یې په شمار واړه تارونه

په تقطیع سره یې جمع انفعال

.

د صفت ښکلې ټکۍ په کې روغي

د تجنیس او د ترجیع او د اشکال

.

په عروض کې کارستان وکا حیران شي

د خبرو ناوې کښېنوي تمثال

.

کرامت دى يا اعجاز دى يا جادو دى

چې په شعر را پيدا شي له قوال

.

په هر بیت یې هسې شولې وې چې پاڅي

لکه زېږي په ډېر درد سره اطفال

.

د شاعر ویل اوبو سره نسبت کړه

ښورې، تلخې اوبه یا خوږې زلال

.

شعر کار د هر فاسق د فاجر نه دى

نه د هر يوه وږ سترګي د کنګال

.

شعر کار د سالک يا د مالک دى

د عاشق دى، د دردمن دى، د ابدال

.

د هغه شاعر دانې وشه په ژبه

چې د شعر دردانې پلوري په مال

.

چې د شعر او شاعرۍ مذکور وشو

څه خو غوږ باسه زما په حسب حال

.

قصيدې لرم غرا

-
بېرته شاته