(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.01.2022 د زیب منتظر مسېد

[25.Jan.2022 - 21:55]

دا هم د نامتو روسۍ شاعرې انا اخماتوا یو شعر چې، د مینه والو لپاره مې ژباړلی دی.

 

او دغه دی زه پاتې شوم

بس، تشې ورځې  شمارم 

اوه، زماخپلواکو ملګرو،

اوه، هیلیو زما!

 

او، په سندره کې به تاسو نورې یاد نکړم

د راستانیدو لپاره به مو، اوښکې تويې نکړم

خو، د ماښام په خواشينوونکې ګړۍ کې به مو

په دوعا کې یادې ساتم

 

په مرګوني غشي لګیدلې

له تاسو نه یو پر ځمکه ولوید

او بله يې، لکه تور کارغه

زما په ښکولو شو 

 

خو، په کال کې داسې یو ځل کیږي،

چې کنګل ویلې کیږي

د ایکاتیرین په بڼ کې،

د رڼو اوبو په خوا کې ودریږم

 

او د پراخو غوړیدلیو وزرو شور اورم

د شنې اوارې سطحې د پاسه

نه پوهیږم، چا کړکۍ پرانیسته

د لحدیني تيارې خونې لور ته

 

د روسي ژبې نه ژباړه: زيب منتظر مسيد 

 

И вот одна осталась я

Считать пустые дни.

О вольные мои друзья,

О лебеди мои!

 

И песней я не скличу вас,

Слезами не верну,

Но вечером в печальный час

В молитве помяну.

Настигнут смертною стрелой,

Один из вас упал,

И черным вороном другой,

Меня целуя, стал.

 

Но так бывает раз в году,

Когда растает лед,

В Екатеринином саду

Стою у чистых вод

 

И слышу плеск широких крыл

Над гладью голубой.

Не знаю, кто окно раскрыл

В темнице гробовой.

1916

.............

ماته خو ښکاري په لار سم ولاړ يم

مخکې روان، خو هر قدم ولاړ يم

سترګو کې اوښکې، غريو نيولى شومه

وره ته د وران کور د صنم ولاړ يم

دا به مشکل وي چې، مزل ګډ وکړو

ته کلک په شپږ، زه په نهم ولاړ يم

دا مې فطرت دى، فطرت نه بدليږي

پردو ته ډير، خپلو ته کم ولاړ يم

لکه د ړوند، رڼا به خود نه وينم

چې په غوجل کې د تور تم ولاړ يم

کښته هم نه رغړم، وچيږم هم نه

باڼو په سر لکه د نم ولاړ يم

دا فارموله دې دلته کار نه کوي

دوه قدم څټ، يو مخکې ږدم ولاړم 

راغله رڼا، زه باروم  مې کډه 

د ګل پر مخ لکه شبنم ولاړ يم

ښکاري پدې لاره خوښي نه راځي

زه په تمځاى ورته د غم ولاړ يم

غړپ ترې کوم، تنده مې نه ماتوي

ورته په مورګه د زم زم ولاړ يم

يار مې حساب رانه د مينې غواړي

زه ( منتظر ) ورته پړ، ګرم ولاړ يم 

21/1/2020

..........

 

مینه دی وای، بیلـــــــتون دې نه وای

د یـــــــــــار نه لیرې، ژوندون دې نه وای

 

لیلا دې وای، ناســـــــــــــته محل کې 

سر په صــــــــحرا، مجنون دې نه وای

 

ګلان دې هر لور ، وای غـــــــــوړیدلي

څــــــنګ ته اغزی، زرغون دې نه وای

 

د ســــــــتا له غمه، زما په ګوګل کې 

ځیــګر دی وای خو، خون دی نه وای

 

ودان چې وران کړي، مــــاړه کړي وږي

 انقــــلاب داسې ، بدلون دې نه وای

 

اخلي بچیان چې د مـــــــور له غیږې 

د داســــــې خلکو، زیږون دی نه وای

 

قاتل لــــوګري، لاس، لور دی مات وای

تنـــــــــــــــکیو ژڼیو، لالون دی نه وای

 

(منتــــظر) ناست وای ، د یار تر څنګه

د یـــــار د کډې، تګ، یون دې نه وای 

 

زیب منتظرمسید

..............

کله چې، په ګوړه ګوړه ويلو، د خولې خوند خوږوو

 

اوس لږ ښه شومه، لږ کم مې شول غمونه

بيلتانه مې زړه کې مړه کړل ستا يادونه

 

د ماضي مې هره نخښه کړه ويجاړه

پرې مې واړول د خاورو امبارونه

 

يو يو ښخ مې کړ د زړه په هديره کې

ټول نيمګړي اميدونه، ارمانونه

 

 د يو نوي ژوندانه بنسټ مې کيښود

د اغزو پکې ځاى نشته، تش ګلونه

 

بس، يو څو ورځې ژوندون دى (منتظره)

تيروه يې په خوښي، اخله خوندونه

21/1/2020

..............

کاش يوازې واى تنها واى ـــ!

 

له هر چا ، له هرڅه لیرې

چیرته غرونو کې میلمه وای

 

د پاني، ابدي ژوند خيال  

نه دغه وای، نه هغه وای

 

په سپیره خړه بیدیا کې

د سپوږمۍ تر رڼا لاندې

 

د سیلۍ تنکو وږمو کې

ګوښی ځانته، ناست تنها وای

 

د طبعیت لویې هستۍ کې

د اسمان تر څپر لاندې

 

غلې ، چوپې خاموشۍ کې  

اچولې مې بانډه وای

 

د ځنګل په شنه لمن کې

د مرغیو چغاهار وای

 

د اوبو خوږ شرهار وای

نه( مسید)، نه (منتظر) وای

 

زه وای ، یاد مې د اشنا وای

بس یوازې وای ، تنها وای

.............

 

بیا دې غشـــــــــــــــــي د باڼو په هره خواځي

سخ د هغو چې ترې بېرته شاته