(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.01.2022بېلابېل

[25.Jan.2022 - 20:28]

 

د رحمان بابا دیوان

مخ - ۷۲

که مې څوک په فقيري شمېري، فقير يم 

که مې څوک په اميرۍ شمېري، امير يم

.

د دلبر و صدقې لره يې غواړم

هسې نه چې په دنيا پسې زهير يم

.

د خرقې خدمت مشکل دي او که نه وي

زه هر دم و دغه چارې وته خیر یم

.

هم پند اخلمه، هم پند وايم، هر چا ته

زه د ځينو يم مريد، د ځينو پير يم

.

په هجران کښې خیال د یار راسره مل دي

په زندان کښې د یوسف سره اسیر یم

.

په خندا کښې مې ژړا ده، لکه شمع

له عالمه پټ پنهم د ځان په ویر یم

.

آزادي تر دا په هورته بله نشته

چې بندي د یار د زلفو په زنځیر یم

.

چې همېش په غوږ نارې د هجران اورم

رحمان ځکه د خپل یار و مخ ته ځیر یم

.

خوشحالا او دولتا مې غلامان دي

زه رحمان په پښتو ژبه عالمګير يم

.

خرقه = ۱) هغه جامه (لباس) چې له ډول ډول ټوکرانو (ټوټو) څخه جوړه شوې وي ۲) پراخه جامه ده چې اوږده لوسټوني لري ۳) د فقيرانو او دروېشانو لباس ۴) چپنه، ګوړۍ، ګنده، کند، ګورازه، زوړ کند، زړه خرقه

خیر = ۱) خجل ، شرمنده ۲) به معنیتاریک و چشم کم بین (کول - کېدل

پند = نصیحت

اسیر = مریی، غلام

پنهم = پنهان، خفيه، پټ، پوشيده، د نظر نه په ډډه

هورته = هلته، پورې

ځیر = دقیق، باریک، دقت

خوشالا = ۱) خوشال بابا ۲) د خوشال خټک د کورنۍ شاعران، یا هم د خوشال د ادبي مکتب پیروان

دولتا= ۱) دولت لواڼی د پښتو ژبې شاعر ۲) له دولتا څخه يې موخه د پیر روښان د ادبي مکتب پیرو دولت الله لواڼی او د همدې مکتب پیروان

عالمګیر = ۱) هغه څه يا څوک چې دونيا فتح کړي يا لکه یې ونيسي ۲) په ټول جهان خور، په ټول عالم خور ۳) نړیوال، جهاني

.

یادونه = خو ما پۀ يو ځای کښې دا الفاظ (خوشالان) او (دولتان) پۀ ډول هم لوستي وو، خدای زده

(غوړچان : ممتاز خان)

..................................

 

مولانا محمد عليم بسمل یو څو خواږه بیتونه

 

دا ستا په یاد ژوندی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟

اشنا دا خو زړګی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟

پوهېږم ښکلي کبرجن دي، عشق ګناه ده

زړګی خو لیونی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟

نو وژنې یې چې ولې ملا شوخ شعرونه وایي؟

بسمل دغسې شی دی، ښه نو څنګه یې کوې؟

*******

 

لوګر کې اوازه ده، چې محمد علیم میین دی

لږ خلک بد ګومانه دي، یو څه زه ملامت یم 

*****

زه يې بس د مړي او ژوندي له كاره وايستم

مخكې داسې نه وم عاشقي له كاره وايستم

 

تكې سپينې خولې دې ليونى او صحرايي كړمه

تكو تورو سترګو دې بيخي له كاره وايستم

 

زه او صوفي دواړه له خپل خدايه لرې پاتې يو

دى په تسبو غرق دى زه ځونډي له كاره وايستم

 

ګوتې مې بسمله د غزل رباب ته جوړې وې

هيرې مې نغمې شوې ملايي له كاره وايستم

******

سپی انسان، لېونی سپی وی سم سپی نه وي

نه ستنېږي له داړلو له غپلو

څوک چې غول خوري نو پرېږده یې ای بسمله

د غول خورو لاس به نه نیسې له غولو

.......................

 

د خوب او ویښې تر منځ

(عبدالهادي هادي)

څویمه شپه ده چې رڼه تیریږي

څویمه شپه ده چې خوبونه وینم

عجیب توپان وي،

بړبوکۍ وي ،

ساړه بادونه وي او تالندې وي

زموږه کلی توپانونو ،ګردبادونو وي په سر اخیستی

تورو بادونو وي په سر اخیستی

تورو تیارو  وي،

 په رڼا پسې خنجر اخیستی

لکه چې کلي وي نظر اخیستی،

ساه مې ډوبه ،غږ مې دپ وی

او زاره مې چوي

چې د بادونو او ګردونو له شا،

تپو تیارو او ګرد بادونو له شا،

نرۍ رڼا او زیړی لمر راووځي

یو خوا عیسی ،بلخوا آذر راووځي

یو مست ملنګ او قلندر راووځي

له واړه کلي نه کړي غیږ راتاوه

باد او باران ،

باندې هم واک چلوي،

وحشي توپان باندې هم واک چلوي

زما د کلي، کلیوالو او همزولو ،

له سرونو او مخونو ، نه ګردونه څنډي

زموږ شدیارو کې ،

غنم وکري

وچو نهرو کې شي اوبه روانې

ان د سور ګل او د شین ګل ،

 خیلخانه

چې له کلو سره خوابدي وو ،

 بدي یې لرل

یو د بل وینو ته وو تږي 

او مورچو کې ناست وو

سره پخلا کړي، 

او په ځان  پسې روان کړي واړه

هغوی د مینې مریدان کړي واړه

توپکې ماتې کړي،

نیزې ماتې کړي

د دنیا ټولې اندازې ماتې کړي

د ملنګ مخ نه  د خدای نور وریږي

په موږ رڼا د کوه طور وریږي.

عجیبه شپه وه هیڅ مې خوب ونه کړ

ساه مې ډوبه ،

غږ مې دپ وو،

بېرته شاته