(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

20.01.2022بس دغسې

[20.Jan.2022 - 22:36]

 د وطن ویر

 

وطن کې زندانونه دي وهل دي او دُرې دي

 بس دغسې کیسې دي

مکتب پکې ړنګ شوی او ابادې مدرسې دي

بس دغسې کیسې دي

دا خلک لیوني وايي راغلې خپلواکي ده!

د څه شي ازادي ده؟

غزل پکې ګونګی دی په سندرو پابندي ده

د څه شي ازادي ده؟ 

د څه شي ازادي ده چې تړلې زموږ خولې دي!

بس دغسې کیسې دي 

دوی وايي چې په دار دې شي په نوم چې څوک افغان دی

راغلی یو فرمان دی

کابل کې دې ژوند نه وي بس همدغه یې اعلان دی

راغلی یو فرمان دی

راغلی یو فرمان دی سراسر پکې فتوې دي

بس دغسې کیسې دي

—-

د درې رنګه بېرغ سره نفرت یې دومره ډېر دی

چې خپل اصل یې هېر دی

د خپلې مور وطن له ننګ ناموسه پسې تېر دی

چې خپل اصل یې هېر دی

چې خپل اصل یې هېر دی نو د کومې قافلې دي؟

بس دغسې کیسې دي

—-

اوربل وايي ښکاره نه کړئ چې دا لویه ګنا ده

نو ته او خدای، رښتیا ده!؟

له کوره بهر مه وځئ چې دې له هم سزا ده

نو تا او خدای، رښتیا ده!؟

نو ته او خدای رښتیا ده چې همدغه ورځې ښې دي؟

بس دغسې کیسې دی

—-

بشیره دا وطن به سبا بیا راپورته کېږي

دنیا کې به یادېږي

سینه کې د اسیا به لکه زړه داسې درزېږي

دنیا کې به یادېږي

دنیا که به یادېږي، چې سندرې یې خوږې دي

بس دغسې کیسې دي

—-

وطن کې زندانونه دي وهل دي او دُرې دي

 بس دغسې کیسې دي

مکتب پکې ړنګ شوی او ابادې مدرسې دي

بس دغسې کیسې دي

~~

بشیرګواښ 

-
بېرته شاته