(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2022خوشال/اقبال

[14.Jan.2022 - 20:29]

آزادۍ قیمت/ د ملنګ جان خوږې نغمې/ مخ - ۲

 

پتنګ د بلې شمعې یار دی

بلبل د ګلو خریدار دی

د لیلا دوې سترګې مجنون پېژني

د ازادۍ قیمت پښتون پېژني

.

پتنګ خو مینه په ګلزار نه لري

بلبل له شمعې سره کار نه لري

پښتانه ټیټ چا ته کتلای نه شي

د چا اثر لاندې کېدلای نه شي

پښتانه ټینګ عزم او همت لري

پخپل ناموس باندې غیرت لري

لکه زمری په ځای د ننګ درېږي

په ځای د ننګ په وینو رنګ درېږي

پښتانه بېرته په شا تلل نه کوي

که سر یې غوڅ شي، دروغ ویل نه کوي

نه د چا زر او نه پیسو ته ګوري

زوی د پښتون، د پلار پښتو ته ګوري

.

پښتون له بدو نه بیزار دی

پتنګ د بلې شمعې یار دی

پیسه په ښه سترګه قارون پېژني

د آزادۍ قیمت پښتون پېژني

.

پښتانه لوړ دي، لوړ کارونه کوي

تل پیروي دوی د نیکونو کوي

نه په پیسو چا ته ورمېږ نرموي

نه د خپل کور مړي په ګور شرموي

نه سپک حالت، نه بېباکي خوښوي

تل آزادي او خپلواکي خوښوي

د چا د لاس لاندې ژوندون نه کوي

داسې ژوندون زوی د پښتون نه کوي

له خپله حقه تېرېدلای نه شي

د غلامۍ نوم قبلولای نه شي

اوس پوهېدلی دی پوهېږي پښتون

د چا په مکر نه غولېږي پښتون

.

پښتون د تورې طرفدار دی

پتنګ د بلې شمعې یار دی

نه د بل چا رسم او قانون پېژني

د آزادۍ قیمت پښتون پېژني

.

د پښتون خټه له غیرت ځنې ده

ډکه له ننګ او شجاعت ځنې ده

پښتانه چا ته خپل بدل نه پرېږدي

ځان د دنیا مخکې خجل نه پرېږدي

د زهرو ګوټ څوک هضمولای نه شي

حق د پښتون څوک ستنولای نه شي

په خپل وطن پښتانه سر ورکوي

د صورت غوښې په سنګر ورکوي

د جنګ په لوبه ازموده دی پښتون

نه کوي څنګ باتجربه دی پښتون

زموږ پلرو ته دا اساس پاتې دی

توره او سپر موږ ته په لاس پاتې دی

.

هر یو پښتون د بل نه جار دی

پتنګ د بلې شمعې یار دی

یو اتفاق او یو تړون پېژني

د آزادۍ قیمت پښتون پېژني

.

الهي ته شې نګهبان د پښتون

نه کړې زوال قوم او نښان د پښتون

همه د علم خاوندان کړې ربه

په خپل کرم یې عالمان کړې ربه

ګوندۍ، نفاق نه په امان کړې پښتون

د اتفاق په لور روان کړې پښتون

څوک چې پښتون په بده سترګه ګوري

د بدۍ مخ دې شي د ده په لوري

زه ملنګ جان یم، پروانه د وطن

سر مې دی اېښی، نذرانه د وطن

خدایه لوګی مې کړې، په لار د وطن

چې عاشقانو کې شم شمار د وطن

.

ډک مې له درده دا ګفتار دی

پتنګ د بلې شمعې یار دی

د مریض نبض افلاطون پېژني

د آزادۍ قیمت پښتون پېژني 

.

ځنې = نه، څخه

خجل = شرم

ستنول = ۱) ګرځول، راګرځول ۲) ايسارول، ځنډول، منع کول

ازموده = ازمايلی، تجربه شوی

اساس = بنسټ، آره، سټه، رده

سپر = ډال، له تورې څخه د ځان د ساتلو اله

همه = ټول، واړه

زوال = ورکېدل

ګوندۍ = ګونډي، تربګني، دښمني، عداوت

نفاق = مړغنډۍ، بې اتفاقي، عداوت، پټه دښمني

نذرانه = ډالۍ، سوغات، ارمغان، تحفه

ګفتار = خبرې اترې

(غوړچان: ممتازخان)

.............................

 

 

د ډاکټر اقبال د خوشال بابا نه نقل کړې شوې شعرونه دا مې درک کړل تاسو ئې هم وګورئ ددې نه زيات نقل لا تخقيق غواړي

خوشحال خان خٹک کے پشتو سے اردو زبان میں ترجمہ شدہ اشعار بہ دست قلم علامہ اقبال

 

۱. د خوشحال سلام په هغه شا زلمو دے

   کمندونـه چې د ستورو په آسمان ږدي

خوشحال

 

۱. محبت مُجهے ان جوانوں سے ہے

   ستاروں پہ جــــو ڈالتے ہیں کمند

اقبال 

 

۲. ځه هغه شهباز شه چې ئې ځائ په سردرو وي 

    نـۀ لکــــه د کلي کارغـــۀ ګرځـــه غم دنس کا 

خوشال

 

۲. نہیں ہے تیرا نشیمن قیصری سلطانی کی گنبد پر  

    توشاہین ہے بسیراکر پہاڑوں کی چٹانوں میں 

   اقبال

 

  

۳. د کارغۀ لايق خو باز دې يا شاهين دے

   پـۀ دا څـۀ چې د کلاغ پـه سر کلاه شي 

   خوشال 

 

۴. برہنہ سر نو عزم بلند پیدا کر یہاں 

   فقط سر شاہین کے واسطے ہے کلاہ 

   اقبال

   

۵. و اغېــار ته لکــه کاڼې موم و يار ته 

   پۀ سختۍ او پۀ نرمۀ کې هغه زۀ يم 

   خوشال

 

۵. ہو حلقہ یاران تو بریشم کی طرح نرم  

   روزم حق و باطل ہو تو فولاد ہے مومن 

بېرته شاته