(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2022 مورې/ شریک کور/ څوکېدار

[14.Jan.2022 - 20:20]

مورې/ د غني بابا کلیات/ مخ - ۱۵۹

.

ګرچې خاورو کې دې پټ وجود ستا مورې!

ما ته يادې هغه شان ستا سترګې تورې!

.

مورې! ستا لاسونه ما نه، نهٔ دي هېر

 چې تکلیف کې به زما نه وو چاپېر

.

ستا د خولې کیسې يادومه هر ماښام

د ګنجي دهره، مونې د بهرام

.

ستا وهل د بل د مینې نه خواږه وو

ستا کنځل راته د بل دعا نه ښه وو

.

يا چې ما به ډېر خراب وکړل کارونه

او بابا به لړزول ځمکې آسمانونه

.

ته به وې زما ملګرې، زما مل

او زما سلګو سره به تا ژړل

.

مورې ياد دې ما ته ها وړوکی ټال

چې تا زه به زنګولم کال په کال

.

ستا جوټې جوټې سندرې او خندا

چې به یې سپک لکه د باد کړ زړه زما

.

يا چې ما ته به له قسته شوې په قهر

زما اوښکې به دې بوتلې په زار زار

.

مورې ياد دی، ما ته واړه اخترونه

چې به تا په ښکلى مخ کېښوول خالونه

.

په جګړو به دې زه کړمه پاک ښایسته

ما به ځان کړلو په خټو ابته

.

تا به ووهلم، بيا به دې کړم ښکل

په خندا به دې زما کنځل زغمل

.

ما ته يادې، هغه شان ستا موسکې شونډې

ما ته يادې، هغه شان مېلو ته منډې

.

چې ماښام به ستړی کور ته راغلم زه

ستا په غېږ په الله هو به شوم ويده

.

مورې ما ته ياده شپه ده يوه توره

چې زما وجود و ګرم له سره اوره

.

زما سر کې و شغار د جهازونو

او غوږونه مې کاڼه به آوازونو

.

زما هر مورې ته تا به وې قربان

زما هر وئ ته به تا کاوه ګريان

.

مورې ما ته يوه بله ورځ ده ياده

چې زمونږ کور به لړزېدلو له فرياده

.

د ډېر یخ شان ستا تاوده لاس نازنین

ګلابي ننګي ستا وه بې رنګه سپین

.

ته موسکۍ په خوب ويده وې، پاڅېدې نه

ما ژړل درته او ته راويښېدې نه

.

ما وې مورې!، مورې!، تا قربان ونه وې

وې پرته، خاموشه، ګل په خزان سوې

.

ما ژړل او ته ويده وې، خندېدلې

ما ژړل او تا تپوس نه کړ چې ولې؟

.

ګرچې خاورو کې دی پټ وجود ستا مورې!

ما ته يادې هغه شان ستا سترګې تورې!

.

 

مونه = ۱) څېره، جثه، تش کالبوت، سبيقه، قواره ۲) مجسمه، بت، ننځکه، نانځکه، ليځکه، نمونه

قسته = په لوی لاس، قصداً

مېلو = یږه، یېږ

ابته = د حبطه مفغن، لړلی، ناولی، خراب، خوسا (سخا)

ګريان = ژړا

...........................

 

وروولـي

 

وختــونـه ځـــي تــېـریـــــږي، تـاریــــخــــونـه پـاتـې کـېـږي

واکــمـن خـوتـل بـدلـېـــږی اولـسـونــــه پـــاتــــې کــېـږي

 

واکــــــمـن چــــې واک د پـــــاره اولـــسـونـه جـــنــــګــوي

تـاریـخ کې د اولـس ئی بـد نـــومـــونــــه پــاتـــــې کــېـږي

 

تــــاداو د ســـــوکــالـــۍ د اولـــســــونــــــو ورورلــــــي ده

د ژونـد د پـــر مـخــــتـــګ دا بــنـیـادونـــه پـاتـــې کـېـږي

 

ای سـتوری شــاعــري دي خـدایــګـــو عـــمر زیـــاتـــوي

ژونــــدي دي په شـــعرونـــو کـې خـیالـونه پــاتې کـېـږي

 

شـریک کور

کـــــه ادب، ســـــیاســــت، هــــنـر شـــــریـــک کــړی کــور

او د پــــوهــــــې  پـــه اوږه  ئـــــی کــــړی  څـــــوک  ســــــور

 

خـــوزولـــــې پــــــرګــــنـې شـــــــــی ســـــتــوری وائـــــــــی

اتـــــــفـــــاق او پـــــــه وحـــــــدت کـــــــې پـــــروت دی زور

.........................

 

دزړه بړاس - پښتونه چوکیداره...!

ساتلی دې مدام د پردي کور دی له ناتاره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

دښمن دې دخپل ورور یې

د تره زوی ته تربور یې

خپل ژوند هم ځانته اورکړې، خو دی نه پریږدې کراره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

خپل کور ته هم تلی نشې

ارام اوسیدی نشې

ورتګ ته به یې هم اجازت اخلې له اغیاره 

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

غلام ځان ازادبولې

خپل وران ژوند ابادبولې

ته کله به له خوبه دغفلت شې را بیداره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

تورتم تیارو کې ورکه

رڼا نه لرې کرکه 

منزل په لور روان په پټو سترګو، کږه لاره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

په پلار نیکه دې ناز کړې

په مات وزر پرواز کړې

راووزه له ماضي،د نن ، سبا غم وخوره یاره 

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

مسیده (منتظر) شه

له دې خبرو تیر شه

ائینه دړندو ښار کې به وي  تل بې خریداره

پښتونه چوکیداره، پښتونه چوکیداره

 

................................

د سـولـی لار

پـــــه نــاســــتـــه نــــــه شــــــی خـــــــوځــــــیـــــدل غــــواړي

څـــــــوک چــــــې مـــــــنــــــزل تــــــه رســــیــــدل غـــــــواړي

 

پـــــه تــــــــش خــــــبــرو بـــــانــــــدی کــــــار نــــــه کـــــیــږي

کـــــــار پـــــــــه کـــــــــولـــــــو شــــــــي کــــــــول غـــــــــواړي

 

لــــږ   دی  مجــــهـــولـــو  نـــــه  مــــعــــلــــوم  تـــه  راشــــــي

کـــــــــــــــه  عــمــــــــلـــــــــی  ګــام  اخـــــســـــتــل غــــــواړی

 

یـــــــــــــــــووالـــــــــــــــــی شــــــــــرط دی ازادئ د پــــــــــاره

کـــــــــه پــــــــــښـــــتــونــــــــخــــــــوا ازادول غـــــــــــــواړي

 

لار د یــــــــــــووالــــــــــــي دی پـــــــه نـــــــښــــــه کــــانــــدی

کــــــــــه د ژونــــــــــد نـــــــــاوی راوســــــتــل غــــــــــــواړي

 

د ســـــتــورو درومـــــــــي قـــــــافــــــــیــلـــــــــی درســــــــره

کــــه لار د ســـــــولــــــی بـــــانــــــــدې تـــلــــــل غـــــــــواړي

...............

آزادۍ قیمت

د ملنګ جان خوږې نغمې

مخ - ۲

..

پتنګ د بلې شمعې یار دی

بېرته شاته