(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2022 لېوني خلک

[14.Jan.2022 - 19:46]

د يوبل په سر ګزار ته داسې ناست وي

ته به واي له پيړيو, پلارنيکه نه قاتلان دي

 

سترګو رپ کې به ځان سپين او بل به تور کړي

د فتو, د تحمتونو, د تورونو دلالان دي

 

عزت ګوري په نفاق او ځان ځاني کې

ځکه تل عمر د نورو غلامان دي

 

نور قومونه غواړي څه شی ځان ته جوړ کړي

د دوی جوړ هم په لاسونو ددوی وران دي

 

شپه او ورځ په دعا سر, خو بې عمله

تش دعا باندې له ټولو نه سخيان دي

 

د پټي په پوله ورور سره په جنګ وي

په کورو کې خپلو ښځو ته نران دي

 

بس هر چا ترينه رمې دي جوړې کړي

چاته خره, د چا غويان, او د چا سپيان دي

 

څوک کشمير, څوک په کابل کې ورته جنګ کړي

خان صيبان د پنجابي څوکيداران دي

 

خپل ناموس, او بچي پريږدي وای غزا ده

د جنت, حرو,شرابو,د غلمانو پتنګان دي

 

خويندې, ميندې يي په سوال کړلې مجبورې

په ښکاره نارې وهي چه اتلان دي

 

د خپل کور ور پنجابي ته د شپې خلاص کړي

خور يي شپې چيغې وهي چه شرمخان دي

 

خپلې خويندې, ميندې وتړي په پړو

پښتنو, په مونږ کې دا رنګ دلالان دي

 

چهودري ورته په سر باندې ولاړ وي

بچي وژني, بې ضميره انسانان دي

 

يو کړي ښخ او نور يي کاڼو باندې ولي

د پنجاب د فتنه ګرو د فتو تعبيداران دي

 

په رڼا ورځ راته وژني ارمانونه, مشالونه

زهرجن لکه لړم, لکه ډمبرې او ماران دي

 

دخدای نوم يي په نړۍ کې داسې بد کړ

چه نارې کله وهيواي ليوان دي

 

نه په دين,نه په ناموس باندې صرفه کړي

 خو په ښکاره نارې وهي مسلمانان دي!

 

خپل وطن او انسانيت يي ټول نابود کړ

د مذهب په نوم مسلط دغه وحشيان دي

 

په جيبونو کې د هر يوه فتوې دي

د پنجاب د جي, ايچ, کيو ټول په فرمان دي

 

پښتانه يي ټول, نړۍ ته دښمنان کړل

خلک واي, دا څه رنګ ځناوران دي

 

دا بيده قوم داسې غلی ورته پروت دی

ته به واي ټپوسان دي, که مريان دي

 

لکه مچ چه په مرداره باندې ناست وی

داسې چپ, دوی غوړمالی ته نوکران دي

 

دوی هميش نورو ته خپل دي څملولي

خودغرضه, په خپل ځان ټول عاشقان دي   

 

چه اواز څوک اوچتی, هغوی له ژبو اويزاند کړي

په دې کار کې دوی له هر چا ماهران دي

 

د دوی ورځ به څنګه ښه شي, ای ناصحه

چه خپل پاک ددوی په فکر  کافران دي

 

چه څوک درد د پښتنو دنيا ته ښاي

هم هغو خلکو ته واي  غداران دي

 

شاهي غلی شه, دا خلک ليوني دي

جهالت کې ځان ته وايي هوښياران دي

 

شاهي سعادت Shahi Sadat

-
بېرته شاته