(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.01.2022پوښتنه

[14.Jan.2022 - 08:44]

د هغه کلي نه راغلې مېلمه!

وایه زما د لالي حال څنګه دی؟

چېرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه؟

څوک يې په ښه بده کې ستايي که نه؟

زما غزلې خو ترې هېرې نه دي؟

د خپل ښایست سندرې وايي که نه؟

 

ريښتیا زما هغه یاران څنګه دي؟

د محبت په لاره سم دي که نه؟

د غیرت اور خو يې مړ شوی نه دی؟

په مینه هغسې محکم دي کنه؟

د هغه کلي نه راغلې مېلمه!

وايه د هغه کلي حال څنګه دی؟

چې څه بدلون پکې راغلی که نه؟

زما خواري خو اوبو وړې نه ده؟

زما محنت څه ځای نيولی که نه؟

هغه تودې جذبې سړې خو نه دي؟

ما بلې کړې ډيوې مړې خو نه دي؟

(صاحب شاه صابر)

 
-
بېرته شاته