(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.06.2021غزلونه او نعتونه

[15.Jun.2021 - 15:42]

شاعر: لائق زاده لائق

۳۰-۱-۲۱ شپه نهه نیمې بجې، پيښور تازه غزل

۲۵-۹-۲۰

۷-۱۵ ماښام....پيښور

ضد   کوي    راپورې   خاندي

زړه مې چوي راپورې خاندي

........

چې مې څیرې ګریوان ویني

لیوني       راپورې       خاندي

............

ټوله شپه چې ستوري شمارم

تنهایي        راپورې      خاندي

............

چې    یې پاتې   کړم    یوازې

خپل  پردي     راپورې   خاندي

..............

چې مې اوښکې جرګه کیګي

جدایې       راپورې       خاندي

...............

د  ارمان   څلي   ته   ناست   یم

خاموشي      راپورې       خاندي

...............

چې   یې   نوم   په   وینو  لیکم

حیراني        راپورې        خاندي

................

چې     سلګې      کووم     لایقه

اسویلي          راپورې       خاندي

..............

Layaqzada Layaq

 

دشعور  پښې  مې  وختونوکړې تنړاکې

لاتر  اوسه   د خپل  ځان   په    تکل ګرځم

 داچې هر مخ ته په زیر  زیر باندې ګورم

لیونے یم  د "انسان "په  تکل ګرځم

 

وختونه مو ګلاب  ګلاب 

فکرونه مو ژوندي ژوندي

.........

دنن  مینه رنړا  ...رنړا/ لیک : لایق زاده لایق/ وخت سحر یولس بجې

 ۲۰۲۰-۵-۶

...............

چې لیدلې مې دنوُر دمخ ځلا ده

زندګي مې له هر غمه بې پروا ده

 

پلوشه  لیدل  نظر د منصور غواړي

راخوره   په  کائيناتو  هره  خوا   ده 

 

ما باییللي ددلدار  په  دلدارې کښ

که مې روح د بندګې  دې که مې ساه ده

ټولې لارې د  منزل   د رسیدو دي

که مسجددې که مندرکه کلیسا ده 

 

دخایست   د تعین معراج  نظر دې

که رنړا   ده له   تیارې  نه راپيدا ده

 

دا دنیا فقط یوخوب  دلیوني   دے

نه دچا  وه   له  "ازله "نه   دچا  ده

 

هیځ پروا  ددنیاګې د نخرو نه  کړم

چې په کلکه  مې نیولې  لمن ستا ده

چې توخه د مغفرت درسره نه وي

بې معنې دي که فنا ده که بقا ده

 

 چې کوڅې ته دجانان رسي لائقه

هاغه "لارد نورو  لارو  نه جدا ده

.............................................

6/4/20 at 11.00 peshawar

..............

کورونا وائرس/ خپلې محاسبې ته اشاره/ لایق ذاده لایق

....................

 د شک او ګمانونو  نه  د وهم  ځان  ځانۍ دي

دا ورځې  مو د قام  د اتحاد  ا و  رورولۍدې

راځۍ چې  په هر لوري ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌د وحدت ‌‌‌‌‌‌ډیوې رنړا کړو

احساس د یو  وجودمونګه په خپلو کښ پيدا کړو  

تیارې د  مایوسیانو  چې بدلې په رنړا کړو

چې  ختم د وطن نه  دا وبا دکرونا کړو

وختونه   د   شعور    دهرې   ساه د بیدارۍ دي

دا   ورځې   مو   د  قام  د اتحاد او رورولۍدي

راځۍ یو  تر بله  سیاسي  تربګنۍ پریګدو

لاسونه سره ورکړو دا وقتي تربګنۍ پریګدو

دیو     دین     پيروکار   شو   مذهبي تربګنۍ پریګدو

په خپل   وطن    دننه     ټول  ذاتي تربګنۍ پریګدو

خورې هر خوا ته چیغې دانسان دبې وسۍ دي

دا ورځې   مو   د  قام  د اتحاد او رورولۍدې

دا وخت د بې بنیاده تبصرو کولو نه دې

دا وخت   په فیس بکونو  د قیصو کولو نه دې 

دا وخت  د بې دلیله  اندازو کولو نه دې

دا وخت    د ګومانونو   وسوسو کولو نه دې

خپل ځانخپله  ساتل د کورونا له بیمارۍ دي

دا   ورځې   د ټول   قام د اتحاد او رورولۍدي

چې کله بیدار شوي دي په سخته کښ قامونه

ګټلي  یې   دوخت  نه   دي بلا بلا  جنګونه

رازۍ چې نن تازه کړ و خپل د عزم تاریخونه

ددې وبا خلاف چې سره یو کړو قدمونه

دهر سړي په سر ‌‌‌‌‌‌ډیرې قامي  ذمه دارۍدي

دا ورځې  مو د قام  د اتحاد   او رورولۍ دي 

هر څو که دغه  وخت  لکه  دحشر د میدان دې

انسان وارخطا شوې لړزیدلې ټول جهان دې 

دا ټول    زمونګ    د صبر  عملونو امتحان دې

لایقه په دې حال کښ توبه روح د اطمینان دې 

د رب وړاندې   کول ټولې سجدې په عاجزۍ دي

دا ورځې  د ټول قام د اتحاد او رورولې دي

.................

۲۸ مارچ ۲۰۲۰

سحر ۸بجې......پيښور

Layaqzada Layaq

 

کورونه که لیونتوب / لایق زاده لایق

...................

انسان  یې وارخطا کړو  هره خوا یې لیونې کړه 

یو داسې وبا راغله چې دنیا یې لیونې کړه 

--------

فیس بک د هر یو چنړي نه عالم او ولي جوړ کړو

بابو صیب یې ‌‌‌‌‌‌ ډاکټر کړو له منشي یې قاضي جوړکړو 

 ذهنونه  یې  تباه   کړه  له ملا یې مفتي جوړ کړو 

سیوا  یې  ګومانونه   کړه  فضایې لیونې کړه 

یو داسې وبا راغله چې دنیا یې لیونې کړه

.............

هرڅوک  د  افلاطون   پشانتې خپلې تبصرې کړي 

بېرته شاته