(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.06.2021زما یو بیتۍ

[15.Jun.2021 - 15:28]

زما یو بیتۍ

شاعر سید عبیدالله نادر

هره پـــــاڼه چي د ګــل څـــخه تو یږي

صاحبدل په خپل انجام باندی ، پوهیږي

««««««««««««««««««««««

چي هر چا نه په دنیا کې ، تل قربان او صدقه یم

په خپل عجز یم رسیدلی ، ځکه دومره شکسته یم

«««««««««««««««««««««««««

په غرور کې ، په ټول عمر وم ستـــــومانه

چي په خود شــــوم ، عمر تللی وو له ما نه

«««««««««««««««««««««««««

پــه میزان د عقـــــل و تلــــــه خـــــبره

بیا یي خوشی په میدان کړه ،د زړه سره

«««««««««««««««««««««««««

چي نظر می ستا په حسن باندی پریوت

په حیرت شوم ، د خــــالق په شهکارۍ

««««««««««««««««««««««««

د ملک خوی به هله کړمه غوره

چي ضمیر کړم له ریا څخه صفا

««««««««««««««««««««««««««

دردونه زړه کې ډیر انبــــــار لرمه

د اوریدو یي نشته یو صاحب د حال

«««««««««««««««««««««««

که دنیا بی وفایي نه ، څوک غافل دی

د عبرت درس په فریاد کې د بلبل دی

««««««««««««««««««««««««

که دمرګ څخه ډار نه وي ، دا به څنګه زنده ګي وي

مرګ نشان د معرفت دی ، په هر شی، چي په خلقت دی

«««««««««««««««««««««««««««««««

بارانونه می د اوښکو له سترګو نه وریږي

چي وینـــم کلي کـــــې ، آشنا کډی باریږي

««««««««««««««««««««««««««

که می نه کړې ته ودان ، ځان به نه بولم انسان

ای وطنه ستا د پاره می ، تړلی ، دا عهدو پیمان

««««««««««««««««««««««««««

نه یواځي زه یم ، چي په چمونو د دنیا یم ، رسیدلی

ډیر فلسفیان په خم وچم ، او په نیرنګ یي ، پوهیدلي

««««««««««««««««««««««««««««

خازع شی روح می په بدن کې تا ته

ستـــا عظمت چي په و بر کې ، وینم

««««««««««««««««««««««««

ډیرو ختــــمی کړې څیړنې، مدرسي کې د عالم

زه تر اوسه یم شاګرد، په مدرسی کې د روزګار

«««««««««««««««««««««««««««

په غرور کې مي نظر وو په خپل ځان

عاجزۍ کې مي نظر شو په جــــــــهان

«««««««««««««««««««««««

سوری سوری لکه غلبیل په ټوپک ښه یم

خــو نه مخ توری ، د وطن او د تــــاریخ

««««««««««««««««««««««««

بزرګۍ زیری می هلته په نصیب شو

چي د اوښــــکو ، سیــــــــلابو ، لمبیدلم

«««««««««««««««««««««««

ورو ورو په خیال کې می ، د لمر په شان ختلي

کلــه آسمــــان د خــــاطرو کــې ځــلـــــــــیدلي

««««««««««««««««««««««««««««

ما وییل چی د وطن د سـوکــــــــالي زیرۍ به راشي

زما په خیال چي دغه زیرۍ ، تر محشره شولو زنډ

«««««««««««««««««««««««««««««

د معصیت په سیلابو کې مي غوپۍ وخوړي

هلته چي وم ، ستا دکرم او د رحمت په طمع

«««««««««««««««««««««««««««

د ختن د خـــــوشبویي،کاروان خجل شو

چي د زلــــفو رایحـــه دي لاړه چین ته

««««««««««««««««««««««««««

انګازی چي د غرور می هر خوا اوری

زه همــاغه پرونۍ یم ، د خـــپو خاورې

««««««««««««««««««««««««««

یو دیوان خـــبری نوري دي لا پاتي

که مرګۍ ما ته له ځانه امان راکړي

««««««««««««««««««««««««

ټوله نړي او دا دنیا دي شي ، یو وار

ستا د ښـــکلی خرابات ، له سره جار

««««««««««««««««««««««

زه بد نصـــیب یم بی دیدنه د وطن ښخیږم

مسافری کې د وطن په حال غمجن ښخیږم

«««««««««««««««««««««««««««

تر قیامته به جوړ نه شی، هغه څوک

چي شــمال د کږو زلــفو وي ، وهلی

«««««««««««««««««««««

مه نــــازیږئ ، د دي دنیــا په کـــار و بـــار

چي سترګي پټي شي ، بیا هیڅ نه دي په کار

««««««««««««««««««««««««««

چي د علم په رڼا کې کړي ، صحبت

مسلم دی په کــــلام یي ، فصــــاحت

««««««««««««««««««««««««

چي د عقل په کــوڅو کې شــــوم روان

یو شیبه شوم ، ستا لټون کې سر ګردان

«««««««««««««««««««««««««««

در شبستان عدم ، خفته بودم ، بی خبر

زنګ هستي آمد و از خواب بیدارم نمود

««««««««««««««««««««««««««

که نه ډیر کلونه مخکي به ، زه مړوای

د وصال طمعي بخښلي ، راته ژوند دی

««««««««««««««««««««««««

د مســــــتانو پیالي ، ما ورکړلــي ماتي

ځکه نوم می ، یو مدهوشه، دیوانه شوه

««««««««««««««««««««««««««

بیـــــــهوده راه، کعبه و بتخانه رفته ایم

غافل ازآنکه ، در قفس سینه جای تست

«««««««««««««««««««««««««

له دي دومره کتابو می ، هیڅ یاد نه شو

لکه دومره مي ، چی یاد شو له روزګاره

«««««««««««««««««««««««««

په محفل د کبریا کې ، قبول نه شوی

ای فریاده ، ته دا څومره بېرته شاته