(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.06.2021د لائق زاده لائق

[14.Jun.2021 - 16:03]

دربخلي چي خالق غني مولا دي یانبيٌ

صفتونه دې همه واړه رښتیا دي یانبيٌ

........

په معنیٰ کښ ته رحیم یې هم 

رحمان یې

ته  هادي یې ته  هم  نوُر دکل 

جهان یې

ته  بادشاه     هم    شهنشاه  د 

لامکان یې

خائستونه نګهتونه دې هر خوا دي يانبيٌ

صفتونه  دې  همه  واړه  رښتیا دي یانبيٌ

............

ستا   په  مینه  کښ خودي  ده 

قناعت دے

اطمینان      دے     تسلي    ده 

محبت دے 

اطاعت       دے     یا     رسوله   

عبادت دے

کائنات   درود   پتا    وایي  لګیا دي یانبيٌ

صفتونه   دې  همه واړه رښتیا دي یانبيٌ

............

ستا   په    نوم    باندې    اباده 

دادنیاده

واړه   ستا     دي  که   دنیا ده 

که عقبا ده

تسلي   مې    ستا      په   ذکر

 یامولا ده

کائنات دا ستا له مخه ټول پیدا دي یا نبي 

صفتونه  د ې  همه   واړه رښتیا دي یا نبي

.................

اخون     خیل      یمه     لائقه  

بختور یم

چې    غلام    د   محمد  نبيٌ 

سرور یم

زه   د مینې  په ھر راز  باندې 

خبریم

داچې   څه    دي    واړه    ستا دي یانبي

صفتونه   دې  همه  واړه رښیا دي یانبي

...............

2-5-2021

Layaq Zada Layaq) ) at 2.00AM

..........

غزل

........

بادشاهي د"سخاوت"نه شوروکیږي

سړیتوب    د   "قناعت " شورو کیږي

.........

نه د ذکر   نه  قیام  نه  دسجوُد  نه

عبادت  د  "محبتنه  شورو کیږي

..........

چې انسان پرې ترخالقه پورې رسي

بندګي  د "اطاعت "نه شورو  کیږي

........

بل  منزل  دعاشقې   په   لاره نیشته

معرفت د "معرفت "نه شورو کیږي

..........

د وختونو  په تور تم تورو تیاررو کښ

هره   لار د"هدایت "نه  شوروکیږي

.......

که  قیصه   دانقلاب که بدلون  ده

دسرونو   د "قیمت "نه   شورو کیږې

........

تذکره که د محشر  که   لامکان  ده

د یقین  د"صداقت" نه  شروع کیږي

.....

پيژندل که  د "وحدت "غواړې  لایقه

ټولې لارې د "کثرت" نه شورو کیږي

 

لائق زادہ لائق

..........   

غزل

........

بادشاهي د"سخاوت"نه شورو کیږي

سړیتوب    د   "قناعت " شورو کیږي

.........

نه د ذکر   نه  قیام  نه  دسجوُد نه

عبادت  د  "محبتنه  شورو کیږي

..........

چې انسان پرې ترخالقه پورې رسي

بندګي  د "اطاعت "نه شور کیږي

........

بل  منزل  دعاشقې   په   لاره نیشته

معرفت د "معرفت "نه شورو کیږي

..........

د وختونو  په تور تم تورو تیارروکښ

هره   لار د"هدایت "نه  شوروکیږي

.......

که  قیصه   دانقلاب که بدلون ده

دسرونو   د "قیمت "نه   شورو کیږې

........

تذکره که د محشر  که   لامکان ده

د یقین  د"صداقت" نه  شروع کیږي

.....

پيژندل که  د "وحدت "غواړې لایقه

ټولې لارې د "کثرت" نه شورو کیږي

 

لائق زادہ لائق

۹-فروری۲۰۲ ارباب رو‌‌‌‌‌‌ډ پيښور

........

 

نظریې قتل  شوې  یاران په تبصرو اخته دي

قام په سلګو د ےباداران  په تبصرو  اخته دي

.......

 ځایې په ځایې   قتل د  بې  وسه  مظلومانو کیګي

په رنړا  ورځ هم دګلونو   ماشومانو کیگی

څه تپوس نیشته لیڈران  په  تبصرو اخته دي

قام په سلګو دے باداران  په تبصرو اخته دي

..........

څوک په خپل کور کې په مړه گیڈہ ډو‌‌‌‌‌‌ډې نه مومي

په شته وطن کښ  څوک  د ډا‌‌‌‌‌‌ډ  او تسلې نه مومي

بې غمه ناست    دي    ممبران  په تبصرو اخته دي

قام  په سلګو دے باداران په تبصرو اخته دي

لاړه شوه   هیره    دبابا   د ملنګې فلسفه

دسترخوشحال هم دننګیالې ملالې فلسفه

جنګ د کرسو دې رهبران په تبصرو اخته دي

ټوله     نړې    کې  د   پښتو  جنازه اووتله

په  بې  دردې   مو   د پټکو  جنازه اووتله

بیا هم   لایقه    مشران   په  تبصرو اخته دي

...............

-
بېرته شاته