(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.06.2021نعتونه

[14.Jun.2021 - 15:34]

که وې  مسکین خو  شهنشاه زمانې شي

څوک  چې    غلام  د   مدینې   شي

..............

دغه مسکن  د فرشتو دے

د    اصحابو د   جلوو  دے

دغه    محور  دے  د انوارو 

د    پاک نبي ٌد تجلوو  دے

رنړې رنړې یې د فکرونو آ ينې شي

څوک   چې   غلام    د مدینې شي

..............

دلته  سوچونه  معتبر  شي

د  زړه    دردونه   منور شي

غمونه  ټول ددنیا هیرکړي

چې د اشنا  په ناز خبر ٌشي

واړه خیالونه یې دحسن نګینې شي

څوک   چې   غلام   د   مدینې شي

.................

دلته   د نُور   باران وريګې

دلته دسوچ محور بدلیګي

دلته   نبي خیرالوریٰ   دے

مینه له دې ځایه خوریګې

دلته روښانه یې د عمر شبینې شي

څوک   چې   غلام   د   مدینې شي

.............

لایقه   بیا بیا  په سلګو کښ

هره  جالې  مې   ښکلولې

لاس مې نیولې وې الله ته

په   چیغو    چیغو   ژړیدلې

ټولې بدلې یې د فکر   قرینې شې

څوک  چې    غلام   د   مدینې   شي

(لائق زاده لائق

................

 

۹-۵-۲۰۲۱ 

دنیا کړه  ستا  له مخه رب پيدا   رسولٌ لله

سلام  دې تل په تا وې مجتبیٰ رسولٌ لله

................

چې ته   نه  وې حبیبه ساندې،   ساندې غلامان وو

سلګو    نیولي     هر     خوا   ته،     بې وسه  یتیمان وو

دجبر په  تور   تم کښ ساعتونه پریشان وو

انوارو  د ې تیارې  کړلې    رنړا ،  رسولٌ لله

سلام  دې  تل  پتا   وي  مجتبیٰ رسولُ لله

...........

دنیا  د   بندګې  او    محبت  د مینې کور شو

هر زړه د  خوددارې  او قناعت د مینې کور شو

 شعور  دبصیرت  او   بصارت د  مینې کور شو

ته نوُریې هم بشر یې  په رښتیا رسولٌ لله

سلام دې تل  په   تا  وي مجتبٰی رسُول للہ

.................

بې  نورُه هاغه زړه وي  چې ستا مینه پکښ نه وي

بې حسه هاغه سوچ وي چې دا مینه پکښ نه وي

کافر  وي هاغه خیال چې د شاه مینه پکښ نه وي

قربان    مې     شه   لتانه  هره  ساه رسولٌ لله

سلام   دې     تل   په    تا    وي مجتبیٰ رسُول للہ

...............

لائقه چې فکرونه په دې مینه  کښ ول ول شي 

غمونه  د وختونو  یې رنګونو  کښ بدل شي

روان چې  پدې لار  شي سړے هله مکمل شي

دے  ذکر  دې دهر مرض  شفا رسولٌ لله

 سلام دې تل پتا  وي  مجتبٰی    رسُول للہ

(لائق زاده لایق)

...........

ذکِرمحمدٌ.....ذکرِ الله

.....

چې د  عشق  په رازشي  پوهه ستا دحسن ثناخوان شي

 بندګي یې محبت شي اصل روح یې دانسان شي 

......................

ټول پتا   باندې   نازیږي

فر ښتې  که    انبیاء دي

یې   سبب    د تخلیقا تو

صفتونه    دې  رښتیادي

له هر غمه شي بې غمه څوک چې ستا په لار روان شي

بندګي  یې  محبت شي اصل روح یې دانسان شي

.......................

چې مې ستا لمن نیولې

په هرحال باندې شاکر یم

چې ستا   مینه  راسره ده

قناعت     لرم    صابر   یم

دریغه دریغه چې دا مینه مې مراد دهر ارمان شي

بندګې یې  محبت  شي اصل روح یې دانسان شي

.......................

بې   لتانه     مو  تاجداره 

بله   بله    اسره      نیشته

پس له   ربه   مو   سرکاره

مکمله       اسره      نیشته

هر قدم چې ستا په لار وي نو منزل یې لا مکان شې

بندګي یې  محبت  شي اصل روح یې دانسان شي

..........................

ګناهونه       مې       لائقه   

د ژوندون  په  اوږو   بار دې

هره    لاره    مې  بې لارې

هم    فکرونه     نا   قرار دي

شفاعت مې ستا پکار چې سکون مې جاودان شې

بندګي یې محبت شي اصل روح یې د انسان شي

صلو علیه واله

..................

۵-۵-۲۰۲۱

۱-۴۵ منټ سحر ارباب رو‌‌‌‌‌‌ډ پيښور (لایق زاده لائق)

............

-
بېرته شاته