(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.06.2021غزلې او

[08.Jun.2021 - 13:53]

ما په ګل کښې ولید چی ته ئې نه مومې کتاب کښې 

اے ملا ستا نیم کتاب مې واؤرېده رباب کښې

 

ستا پګړئ د عقل زما تاج د لیونتوب په سر

ته ئې په غاړه ژاړې زه غوټې وهم دریاب کښې

 

دې جهان کښې موړ نه شوې د هغه ځائې نه خدائې خبر

ستا نه ښه بڼیا شو ملا تېروتې حساب کښې

 

نشته ستا زمزم کښې نشه واخله سره شراب زما

وایه ملا صېب ستا خلاصه څه وائی دې باب کښې

 

هېر دې کړو منطق کښې په مونیا کښې دې ونه مونده

زه ئې مدام وینم د غمونو په دریاب کښې 

 

حسن درنه ورک شو د کعبې په دېوالونو کښې 

ورک دې سمندر کړو مړ له تندې شوې سراب کښې

 

زار دې شم د ږیرې ملا سوال د لیونی واؤره

 نوم پرې د کافر مه ږده د دې غزل جواب کښې

The Legend Great Ghani khan

..........................

مونږ پښتانه ېو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

سېاسي تاریخ ژوندی کوو، نوې دونېا غواړو

پښتونولي پالومونږ

ولسولي پالو مونږ

ټولنولي پالو مونږ

وروري منو، دغلامۍ  نه وتې ساه  غواړو

مونږپښتانه ېو،ځانته خپله پښتونخواغواړو

 

داخپل وطن خپلوو

داخپل چمن خپلوو

داخپل ګلشن خپلوو

په خپله خاوره کې خپل واک اقتداربېا غواړو

مونږ پښتانه ېو، ځانته خپله پښتونخوا غواړو

 دخوشال خان بچي ېو

دمیرویس خان بچي ېو

د اېمل  خان بچي  ېو

دباچاخان په لار روان [ستوریرڼا غواړو

مونږ پښتانه ېو،ځانته خپله پښتونخوا غواړو

(ډاکتر کبیر ستوری)

 

...................

 

 د بلال خوږه اذانه

د ملالې یا قربانه

زما مینې زما ځانه

ښایسته افغانستانه

٭٭

ښکلی شان به دې څرګند شي

په خندا به درته ژوند شي

دا ټوټې ، ټوټې قومونه

دا به بیا سره پیوند شي

دا بیلتون دې ترې تم شي لوی ملت شې لوی افغانه

زمـا میـنې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه

٭٭

د ظالم غرور به مات شي

په قسمت به مو نجات شي

دعاګانې به راټولې

په غونډۍ د عرفات شي

قافله به شي د امن په ګلونو کې روانه

زما مینې زما ځانه ښایسته افغانـستانه

٭٭

علم ، علم شې عرفان شې

د خوږې مینې داستان شې

د حـکـمـت له بـرکته

داسې ښکلی شې ودان شې

چې څلور کونجه دنیا وي ستا د پوهې ترجمانه

زما مینې زما ځانه ښایسته افـغـانـستـانـه.

(پیرمحمد کاروان)

.................

 

ستـــا د عــشــق لــه ويــنـــو ډک شـــو ځــیـــګـــــرونـــه

ســـتـــا پـــــــه لاره کــــــې زلــــمــي بـــیــــلـــــي ســـــرونـه

 

تــــــا تــــــه راشـــــــمه  زړګـــــــــــــی زمــــــا فــــــارغ شي

بـــې لــه تـــا مـــــې انـــــديـــــښــــــنــې د زړه مـــــارونــــــه

 

 د ډيـــلــــي تــخــــــت هـــیـــــرومــــه چــــــې رایــــاد کــــړم

زمــــا د ښـــکـلــې « پـــښـــتـونخـــوا » د غـــرو ســـرونـــه

 

کـــــه هـــر څـــو مــې د دنــــیـــا ملـــکــــونـــه ډیــــر شــــي

 زمــا بـــه هـــيــر نــه شي دا ســتا ښــکلـــی بـــاغـــونــــه

 

د رقـــیـــب د ژونــد مـــتــاع بـــه تــار پـــه تـــــــــــار کړي

چــــې پــــه تــــــورو پــــښــــــــتـــانـــه کــا ګـــــــــذارونــــــه

 

د فــــریــــد «۱ » او د اشــــرف «۲» درو بــــه بــــیـــــا شـــي

چــې زه وکــانــدم  پـــه هـــــر لــــــوری  تــــــخـــــتــــونــــــه

 

کـــه تـــمــامـــــه دنـــیــا یـــو خــوا، تـــه بــل خـــــــوا ئــــــې

زمـــــا خــــــوښ دي ســــتــا خــــــالـــي تــــش   ډګـــرونـــه

 

احـــمــد شــــاه بـــه دغــــه ســـتـــا قــدر هــیـــر نـــه کـــ

کـــــــه ونــیـــسی د تـــمــام جــــــهـــــــان مــــلــــــکـــــونــــه

(ستر احمدشاه بابا)

۱ : فرید خان د شيرشاه سوری اصلی نوم

۲ : شاه اشرف نامتو پښتون حکمران د بابا هوتک لمسی چې د افغانستان سره ئې د ایران او اصفهان ځنې علاقې په خپل حکومت کې شاملې کړې وې

  .............................

 

 

Deja Vu

 (همايون مسعود)

.

 (نوټ: ‌‌‌‌‌‌ډېژا وُو Déjà vu) د فرانسيسۍ ژبې تورے دے چې معنیٰ ئې ده چې انسان فکر کوي چې د موجوده صورتحال نه زۀ پخوا هم تېر شوے يم خو هيڅ ئې په ياد کښې نه راځي چې کله او څنګه)

 ۔

 ماته ولې ښکاري

 چې زما او ستا د روحونو رشته

 د هغه وخت نه قائم ده

 چې په وړومبي ځل نمر

 ماؤنټ ايورسټ له په خپلو وړانګو غسل ورکړو

 او دغه مقدس راز اوس د واورو په سپين څادر کښې پټ ساتي؟

 ۔

 ماته ولې ښکاري

 چې زما او ستا د روحونو رشته

 د هغه وخت نه قائم ده

 چې د باران په اولني څاڅکي

 صدف خپله تنده ماته کړه

 او سينه بېرته شاته