(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.06.2021 د هیلو څرک

[04.Jun.2021 - 23:49]

د آرمانونو راتلونکی/ شاعر:سید عبیدالله نادر 

 

د ښــکلا ګانو دې وطــــــــــن کې ، نندارې وینمه

د بلــــــــــــــبلانو په هر لـــــــوري ، ترانۍ وینمه

بیا به زرغون شي ، په اورونو ســوځـــیدلی وطن

د ســـوکالۍ په دې چمــن کې ، نښــــانې ویـــــنمه

د تـــیرو شــوو زمــانــــــــو ، راته نکـــلونه وایي

دې ویرانو کې هیري شـــــــوي ، افســــاني وینمه

خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟

چې د راتلو دې ، په سلـــګونو ، بهــــــــانۍ وینمه

بیګا دې بیـــا ، د هوســــونو شـــــوګیری کړی ده

چې نن دې ســـترګي ، لـکه ډکي پیــــــماني وینمه

د تور ضـــــمیرو کــــوردلانو، ناپـــــوهی د لاسه

د معــــــــرفت د غــــاړي هار، دانۍ دانۍ ویــنمه

منم چې یو ورځ به سر تاج شې ، د دنیا وطـــــنه!

زه حقیقت کې دغـــه ښـــــکلي ، زمانې ، وینـــــمه

 ......................................................

 

د هیلو څرک

ناهیلي ګوره نشــــــئ ، امیـــدونه دي په مخ کې

منزل و رسیدو ته ، زحــمتونه دي ، په مــخ کې

د سوکالۍ دي ښـکلي ورځي ، زمونږ په انتظار

غوړولي په دې لاره ، ګلـــونه دي په مــــخ کې

هغوي ته چې کرکي ،او نفــرتونه زړو کې پالي

د میني محـــبت هم ، پیــــغامونه دي په مخ کې

منم چې دا مزل به، په ســــکروټو په اغزو وي

په نصیــب مو له ازله ، بهارونه دي ،په مخ کې

په متین عزم اوچـت کړئ ،په همت خپل قدمونه

چې دلته هر قــــدم کې ، رباتــونه دي په مخ کې

د کرکي نفـــــــــرتونو، دا تیارې به هم رڼا شــي

له هرې تیارې شـــاته ، سهارونه دي په مخ کې

زمان د روڼ سهار زیری ، په بار باری ،رالیږي

تکړه شئ چې د هیــلو ، کاروانونه دي په مخ کې

خوشحـــالیو کاروانو ته، لږ پاتـــي واټــــــــــنونه

د خوښیو مو قسمت کې ، اخترونه دي په مخ کې

(شاعر: سید عبیدالله نادر)

-
بېرته شاته