(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2021دوه شعرونه

[01.Jun.2021 - 15:51]

هغه افغان مهاجر په درد وغم کې چي د اسلام آباد په یوه ټاڼه کې، د پولیسو د وهلو لاندی مړ شوی وو .وخت ډیر تیر شوی، دهغی نوم می یاد نه دی، خو په اغلب ګمان سره چی نوم یی شاهپور وو. زما دا شعر په کال ۱۳۸۰په پیښاور کې وییل شوی .

 

هومـــــــره لـــکه شمــع تــویــیدلی یــــم

څـــو لــــــــدې محـــفل څــــخه وتلی یم

اوښکي می له سترګو په ګریوان راغلي

دومـــره دي حــــالاتو،ژړولی یــــــــــم

دلــــته د وخــــتونو طــــوفــــــانونو نن

بوټي د ګـــــلشن کــــــــې،رژولی یــــم

داغ د پریشــــانۍ می په تندي ښــکاري

زه له خــــــپله لاســـه،کړیدلی یــــــــــم

راغــلم د بهـشـــت څــــخه ابلیس کورته

ځــــکه خــدای دنیـا ته شــــرمـــولی یم

ټینـــګ می ارادي تـــه به دیوان نه وو

اوس غلـــــــیم په مفــــته کې ، تړلی یم

ما به چی هر ګــوره ، ښاماران خوړل

اوس زه د ویالـــــي متیق ،خـــوړلی یم

داسي پریشانۍ کې می ، چې ګورې نن

زه خـــــــپلو مشـــــرانو ، رســــولی یم

ما مسلمــانان کــــــړل،پروني هــندوان

درست جهـــــان په دي کار زه منلی یم

چا چي په عـمرونو غـــــــلامــی کړی

اوس زه د هغو کـــــــور ته راغـلی یم

تل چــــی مـــــــی ګټـــلی آزادي ورته

دي نمــک بحــــرامو اوس غـــندلی یم

هرمقــــــــــــابلي د ښــکیـــلاک ګروته

زه لـــــــکه د تـــندر ، غورځــــــیدلی یم

مات د استــعمار چي می غاښونه کړل

تل غلــــیم په دي میدان لــــــــــیدلی یم

تیره شــوه اوس ایره ، د روســــانو نه

هر چـــا له خپل پامـــه زه ایســــتلی یم

وینـمه پردي شــــاته ، مکــار دښـــمن

ښه په دي پوهــیږم ، چـــا وژلی یــــم

اوس می له هیبته ،نه ایریږي څــــوک

زه له خپــله برمــه ، رالـــــویدلی یـــم

خدایږو په آسمــان کې د غیرت همیش

داسي لـــکه ســـــــتوری ځلــیدلی یـــم

نه یمه غــــافل له هــر قـــــــدمه ســـتا

زه ســــتا په چمــونـــــو، پــوهیدلی یم

ځان سره جـــــــــوهر زه د حــــیا لرم

ځــکه ای ابلـــــیسه ، تا ته غــــــلی یم

اوس دي دسیـــسوباندی ،خـــــبر یمــه

زه دي په مقـــصد ، ښــه رسیـــدلی یم

خدای دي زمــا له حال ځیني خبر کړي تا

تا چـــي په دي حـــال زه اړولـــــی یم

کور دي دښمــــــنانو باندی ، وسیــځه

تا چی زه بی ځــایه ، کـــــــړولی یـــم

 ...................

سید عبید الله نادر

-----------------------------------

نوی هنکامه              

د پر له پسي و چکا لیو پر مهال کال ۱۲۷۷ په افغانستان کي

د طالبانو د واکمنئ پر مهال  

بهـــــــاره نـــــــور د چنــــګ او، ترانــــــو سره راځه

د مســـــــــــتو ولولــــو ، او د نغمـــــو ســـــــره راځه

قـــــافلـــه د رنګ و بوی، ځـــان ســــــــــــــره راوړه

محـــــــفل ته د رندانو ، خــــــو شبو یو ســـــره راځه

غضــــــب تنده ، راوستی ده په مو نږ بـــــاندی آسمان

راځــــــــې کــه دي دیــــار ته ،بـــــــارانو سره راځه

خمــــــــونه دي تش شوی ، رندان دي شــــونډی وچي

دي ورانـــــــــو میــــکدو ته ، ډک جــــامو سره راځه

نسیم په شــــــــان ور ګډ شه ، په بو ټو د چمــــــن کې

زمونږ د زړونو ښـــــــــــــــــار ته ، نڅیدو سره راځه

ګو ګــــــل کې زړونه مړه دي ، مستي په جا کي نشته

د مړو زړونو لپــــــــــــاره ، غلبلو ســـــــــره ، راځه

بدلون په مونږ کي ، نشته په دروند خوب کې پراته یو

زمونږه دي محفل ته ، هنـــــــــــــــــــګامو سره راځه

خـــــوبونه مو په زړه کي، پریشــانه غوندی بریښـــي

راځـــــــې که دغــه لــــــور ته، تعبیرو سره راځـــــه

عمــــرونه دي کـــــــړیږو ، پـــــــه فراق کي د وطن

د خپـــــل و طن د وصـــــل، پیغــــــــــــاموسره راځه

(سیدعبیدالله نادر)

-
بېرته شاته