(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.05.2021د جهاني او چمبېلي

[29.May.2021 - 19:18]

ما درته ویلي وه چي کډه رقیبان به سي

خپل به مو وطن وي او خپلواک افغانستان به سي

 

چاچي نه منلې د خیبر او د میوند کیسې

نن به له دې خاوري مات هډونه ځي روان به سي

 

رابه سي موسی د کوه طور له معجزو سره

نیل به توپاني سي ډوب د مصر فرعونان به سي

 

وا به چوي ډار او زلزلې په پالنګونو کي

باد به سي، باران به سي، ژلۍ به سي، توپان به سي

 

ختمي به تیارې له کندهاره تر اټکه سي

بخت به مو راویښ سي را پخلا بوډی اسمان به سي

 

نن دي د ازل کاتب تاریخ له سره ولیکي

مېنه د میرویس به سي دوران د اکبرخان به سي

 

بیا به د ګودر له مازیګره وطن ښکلی سي

ټیک به سي، امېل به سي، پایل به سي، پېزوان به سي

 

نن که پسرلي که اخترونه راځي رادي سي

ړنګي هدیرې به سي دا وران کلي ودان به سي

 

ما « د پردي کټ تر نیمو شپو» خبر ورکړی وو

تېښته یې بادار کوي مختوري غلامان به سي

 

ځي به له وطنه چي پردیو راوستلي وه

څوک چي فرنګي بابا ته ناست وه یتمیان به سي

 

اوس به د دې خاوري د مالک پته هم ولګي

مځکه د بابا چي یې بلله وارثان به سي.

 

عبدالباري جهاني

د ۲۰۲۱ کال د اپرېل د میاشتي دیارلسمه،

ویرجینیا

 

 

اروښاد محمودجان ګوشته وال او دهغه دوستانو په یاد دښاعلی مطیع الله (چمبیلی) شعر 

 

ننګرهارګلونه

 

چی هرمرض ته وی په کار هغه دوا هم شته

چی علیمان پری سوزوم هغه بریښنا هم شته دی

چی ننګرهاراو پښتنوپری امتیاز وګاټه 

نن پښتنوکی د(مومند)غوندی پیشواهم شته دی

چه غریبی په حال کی هم کوی خدمت وطن ته 

مونږه  کی دارنګه (خادم)او خدما هم شته دی 

چی دورغ یی نه وی زده لری مینه زړه له صدقه 

هغه(ریشتن)اوصدیقان (الفت)پاچاهم شته دی

چه ننګرهارپه حصه ډیرزیات شفقت لری تل

دا(ننګرهاری)(شفیق)(پرهیز)(مراد)زماهم شته دی

چی دهیواد غم کی زخمی پروت وی دخلکو مخکی 

هغه (مجروح)هغه(غمخور)خان جلالا هم شته دی

چی پښتون حق په فصیحه خوله له بل نه غواړی

هغه (ویاند)(غیاثی)(جرار)(هوسا)هم شته دی

چی ددښمن دلاسه مړ شو هیڅ یی لاس کی نه و

هغه (قتیل)(نصیر)تش لاس(صادق)(تالا)هم شته دی

چی خیبر په شمغه ځان سوزوی درد قبلوی 

هغه (ستی )هغه دردمندپښتو نخوا هم شته دی

چی دخپل ورور عریزپه غم کی مری له رنځه څخه

نن قیلغو کی (رنځور)په نوم یومیاهم شته دی

چی پښتنوځلموته کلک خواږه اشعارجوړه وی

د(بختانی)غوندی باذوقه شعراهم شته دی

چی دپښتنودباغ خزان باندی په چیغوژاړی

هغه بلبل (سرسام)(بزګر)(مصلح)(ملیار)هم شته دی

چی وی صاف زړی اومخلص همنواټولوسره 

 

هغه (صافی)(اخلاص)(همدرد)دپښتونخوا هم شته دی

چی شی ګدادوطن مینه کی په سترګوړوندشی 

هغه(ملنګ)(راغب)(رعبت)(لیوال)(بینا)هم شته دی

چی پت پاللو کی بدیع دی هیڅ ظهیرنه لری

کوز کنړ درنورکی یو اشناهم شته دی

چی یی په فیض اورڼایی هیوادښایست مونده کړه

دا(روحانی) اودکامی څو (علما)هم شته دی

چی یی په توره دقلم غوڅ دښمنان پراته دی

مونږکی (سیفی)غوندی لیکوال اوادبا هم شته دی

چی دهیواد معاونت یی په ډیرفخرواخیست

نن خوږیاڼو غوندی معاون کله دچا هم شته دی

چی په دښمن باندی بری مومی توبی پری کاږی

دا(بریالی)او(قادری)(نایب)زماهم شته دی

چی امیدونه یی دپښتون اوروی ټول جهان ته 

پښتونستان حصه کی (سیال)دمومندخواهم شته دی

چی علاوه په مشیحت کاردځلموهم کوی

په چکنور کی یو مشهور سړی (اغا)هم شته دی

چی په قومی نومونو فخرکوی خپل وطن کی

دا(ملکزیان)(خوږیاڼیان)(صافیان)صفاهم شته دی

چی  په غیرت اوشرافت وطن ته ویښ ولاړوی

هغه( ساوو)(شریف)(بیدار)په خوا هم شته دی

چی دنرمی عفت علامی ښکلی لری

مونږکی (عاطف)(عفیف)(علمی)(کمین)(جرار)هم شته دی

چی سادات اونجابت سره هم نیاز وړی مونږله

هغه(سهد)او(جلیلی)او(فرمانشاه)هم شته دی

چی دښمن کوروته وچ په وچه یو ځله وړی

هغه(فخری)او (احمدی)(ممنون)له تاهم شته دی

چی دتحصیل دوره کی هم ورورسته له بل نه نه ځی 

هغه(طالب)او(زین الله)نور طلباهم شته دی

چی په ډیرنیازاوتضرغ شکرپه قوم کوی

هغه( نیازمین)هغه(شاکر)له پاک مولا هم شته دی

چی قلم په قوم غم کی تل چلیږی مدم

هغه (خاورین) او( هاشمی )دریکتاهم شته دی

بېرته شاته