(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.05.2021غوړچاڼ

[29.May.2021 - 19:12]

د خوشال بابا کلیات

مخ - ۹۵۵

.

چې مې ښه په زړه کښې فهم فکر وکړ

احمقان راته ښکاره شول په خویونو

.

يو هغه سړی احمق بللی بویه

چې باور کا د غلیم په سوګندونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې پاړو شي، د لړمو، د مارونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په سپینه ږیره خیال کاندي د جونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د ښځو سره پاڅي په جنګونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د خسر کره به اوسي په کالونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې وېښته به توروي په خضابونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بزرګانو سره خیر شي په جنګونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې یک لخت به اعتبار کا په تربورونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې په هر طبیب دارو کا د رنځورونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به بې تورې دعوه کا د ملکونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به جنګ و ته پرېکړې ځي تر ملونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې لویي کا په لباس، په کسوتونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به دې غواړي لویي په نسبونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د تېښتو ګومان ورک کړه له مریونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به مال د دونیا نه خوري په کورونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بدخوا سړی به پرېږدي په رویونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بې ځایه ځغلول کا د اسونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې پیران به کښېنوي په خپلو خونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بې حده تکلف کا په ځانونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې خبرې کا، په سترګو، په لاسونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به لوړي، د سړیو په سرونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې د غوښتو کر به کاندي په ډاګونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې به سود او سودا کاندي د بازونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې بربنډه کونه لامبي په سیندونو

.

بل هغه سړی احمق بللی بویه

چې غوږ نه کا د خوشال په دا حرفونو

.

.

بویه = ۱) باید، پکار دی ۲) کېدای شي، ګوندې، ښایي، شاید ۳) بې باوري 

بویه د زړې پښتو ویی (لفظ) دی لکه بل هغه سړی احمق بللی بويه = بل هغه سړی احمق بللی (پکار دی)

فهم = ۱) درک کول، په څه پوهېدنه، ادراک ۲) پوهنه، پوهه، علم

احمق = ناپوهه، بېړا، چاړی، بې وقوف، نادان

غلیم = دښمن، تربګن

سوګند = لوړه، قسم

پاړو = پاړوګر، هغه سړی چې د مارانو اوده لري

خسر = سخر، د ماینې پلار

خضاب = د سپينو وېښتو د تورولو رنګ، د نکريزو اوړه کړې پاڼې

خیر = ککړ

یک لخت = ناڅاپه، ناپېښه، ناببره

پرېکړه = فیصله

ملونو = د مل ډېرګړی (جمع)، مل لکه ملګری، دوست

کسوت = کَس-وَت = کالی، جامه، لباس، پوشاک، ډېرګړی (جمع) کسوتونه

مرییونو = د مریی ډېرګړی (جمع)، مریی لکه غلام

روییونو = د رویه ډېرګړی (جمع)، رویه لکه چلند، چال چلند، چلن

لوړي = اوچتېږي، پورته کېږي

خونه = کوټه، اطاق

تکلف = ۱) کړاو، تکلیف، ګړندېدا ۲) رسمي او ظاهري هرکلی يا خبرې

.

..........

 

ښاغلی اباسین یوسفزی

غورځنګونه، مخ ۱۲۱

.

داغ یې راله جوړ کړ، د زړګي په سر

خال دی، د شها د اننګي په سر

.

مینه لېونتوب نه دی، نو څه دي نور؟

خپل شو رانه پاتې، د پردي په سر

.

نه ګورم! له قصدا درته نه ګورم!

اخلم ستا د سترګو دشمني په سر

.

چېرته به سا واخلم، پښې مې ماتې شوې

څو به ګرځومه زندګي په سر

.

ما دې په ښایست سپرلي رانه واېسته

وخوره ته قسم د پسرلي په سر

.

څه د مزې دواړه دېره شوي دي

مینه مې په زړه او شاعري په سر

.

هسکه غړۍ واوړي، سترګې ټیټې کړي

مخې له چې راشي د منګي په سر

.

ستا د لېونو سترګو په جنګ پسې

اخلمه د ټول کلي بدي په سر

.

.

شها = جانان، محبوبه

اننګی بېرته شاته