(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.05.2021د الېنګار ویرونه

[29.May.2021 - 18:38]

د الینګار ویرنه

 

په شنو څانګو د توتانو اور بلیږي

خلکو راشئ، الینګار زما سوزیږي

 

د توتخورو سېل هوا کې لولپه شو

د وریتو غوښو بویونه  دي خوریږي

 

سیند ته ګورئ، ویروونکی شان منظر دی

جسدونو سره یو ځای رابهیږي

 

و ( ننګیاله) هاجرې زیارت کې اور دی

و ( ننګیاله) پهلوان بابا نړیږي

 

و (ننګیاله) بنګړیواله* ترور یې مړه کړه

مړوندونه یې په یاد پسې ژړیږي

 

و ( ننګیاله) ستا سلام ښکاري** رام نه کړ

و ( ننګیاله) ټوپکونه دي ډزیږي 

 

و (لاهو) تا چې و شک د جنت کړی

اوس هغه سیمه دوزخ باندې بدلیږي

 

خان ماما حجره دې یاده ده ( لیواله)؟

میلمنو پسې یې هر دیوال ژړیږي

 

ګاډۍ وان کاکا په زړه مرمۍ خوړلې

یو بې سره آس په وینو کې رغړیږي

 

والیبال کې چې به توپ پسې شوې پورته 

خرپهار دی، اوس هغه مټې غوڅیږي

 

( میدانیو) کې عجیبه خاموشي ده

د ځوانانو اوازونه زیندۍ کیږي

 

ته به وایې د چنګیز لښکر تیر شوی

په هر ګام کې وران کورونه معلومیږي

 

ځوانه، څه کوې ماغزه دې سر کې شته دی؟

په خپل لاس دې خپل همزولي دي قتلیږي

 

دا د کوم ساحر طلسم کې ایسار یې؟

چې په ګل وطن دې هیڅ زړه نه خوږیږي

 

د ټوپک شپیلۍ کې ګل د ګلاب چخ کړئ

بوراګان  به مو په سر باندې تاویږي

 

مړي مه راوړئ، د قبر ځای نور نشته

هدیرو ځنې همدا غږ پورته کیږي

 

نیمه شپه ده، څوک سلګۍ وهي لګیا دی

دا (نعمان) دی د وطن حال ته ژړیږي

 

نعمان دوست 

۱۴۰۰/۲/۱۴ 

-------------

د لغمان مشهور او بې بدیله شاعر ارواښاد اسحاق ننګیال

 بنګړیواله، د ارواښاد ننګیال مشهور شعر*

 ای ښکاري اشنا درته سلام کوم، پریږده چې دا سپینې مرغۍ والوځي ... د ننګیال شعر**

هاجره، پهلوان بابامشهور زیارتونه

میداني: د مهترلامالینګار په سړک سیمه چې په جوش او خروش به پکې میلې جوړیدې

 د رنګینو خیالونو شاعر Noormohamad Lahoo بیت:

 (( هره پیغله حوره، حوره، هر هلک غلمان غلمانملا شک راته پیدا شو، دا جنت دی که لغمان ))

 

خان ماما: د الینګار د شاهي سیمې میلمه پال او فرهنګپال مشر چې یو وخت یې له کابله راغلیو لیکوالانو او شاعرانو ( عبدالغفور لیوال، صدیق الله بدر، نور محمد لاهو او... ) ته خوندوره میلمستیا کړې وه او ښه ادبي بنډار مو پکې وکړ.

 

څیړونکی، لیکوال او شاعر Abdul Ghafoor Liwal

-

عکس: کاپي، د الینګار د جګړو یوه صحنه

-
بېرته شاته