(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.05.2021شعرونه او نظمونه

[29.May.2021 - 18:34]

باچاخان ته شکايت

 

لکه مستي چې دَ شراب نه ووځي

لکه معنې چې دَ کتاب نه ووځي 

ستا دَ وجود نه ساه ختل داسې دي 

لکه غورځنګ چې دَ درياب نه ووځي

 

دَ باچا خان روح ته جنت کښې وايه 

دَ پښتنو پۀ کور کښې جنګ کېږي 

اوس دې دَ ګل دَ تخم خوی بدل دے 

ستا دَ سپرلي خاوره کښې بنګ کېږي

 

دَ شيشم باغ ونو کښې جالې نشته

او ستا زيارت کښې مَنجور نۀ کښېني

پۀ تاؤده زمکه ورختل ګران دي 

اوس پۀ کابل کښې پَېښور نۀ کښېني

 

دَ پښتنو بابا ته دا ووايه 

دَ مارګلې کرښې دې ورانې ښکاري 

چې چا به ستا پۀ تاريخ فخر کوو 

هغوي ته ستا خبرې ګرانې ښکاري

 

دَ ابدالي تُوره چا پټه کړله 

دَ پښتنو دَ سر پټکے ورک دے 

مُلا دَ خدای پۀ نامه پوزې پرې کړې 

دَ ملالۍ نه مېخکے ورک دے

 

چې خاموشۍ ئې ماتولې دَ وخت 

هغې ميګونو خلو کښې شور چپ شو 

دَ اباسين دَ غورځنګونو بهير 

لکه دَ ستړي پۀ لاهورچپ شو

 

اسلام آباد راله رانجۀ پورې کړي 

خو پۀ سرونو راله خاورې نولي 

ماله خپل نوم دَ شناخت نۀ راکوي 

پۀ تاريخونو راله خاورې نولي

 

ستا دَ وطن غرونه دَ زاڼو ډک شو 

ستا دَ سُورسترګي شهباز سترګې ګل شوې 

ستا پۀ زمرو پَرکالي داسې زور شوه 

ټولې ستانې دې دَ پردې غوبل شوې

 

دَ سر درياب چپې دې غريو نيولې 

دَ ناګمان دَ ارمان مخ شين شو 

دَ اشنغر خاوره دې زوز  ټوکوي 

دَ صوابۍ دَ مردان مخ شين شو

 

دَ پښتنو سياست نوے دے اوس

دَ دوړو ډک دې زوړ تصوير پروت دے 

ستا دَ کابل نه تر خېبره پورې 

دَ پښتنو څټ ته زنځير پروت دے

 

ستا دَ لوی کټ نه غريبان پاڅېدل 

ستا پۀ حجره کښې نوابان ډېر شول

ستا دَ ښاغلو نه خپل نيت هېر دے 

ستا پۀ جومات کښې امامان ډېر شول

 

زما بابا تَه ښۀ ريښتيا ووايه 

ستا دَ څادر نه څوک زونډي پرې کوي 

ستا دَ وطن غربت پۀ دې پټوي 

ستا دَ زلمو نه څټوکي پرې کوي

 

دَ انقلاب رهنما کور اودۀ شو 

انقلابيانو ځان له مخ تور کړو 

دَ نظريې دَ سبقونو اُستاذ 

پۀ کتابونو باندې بل اور کړو

 

زما شاعره خپل بابا ته وايه 

ستا دَ پښتون نه بګيلے جوړ شو 

دَ پښتونخوا دَ وظيفې باوجود 

ستا دَ يو خان نه کشميرے جوړ شو

 

ستا دَ لوی ښار دَ سرمايې دلالان 

ستا دَ ناموس دَ پګړۍ ول پرانيزي 

ستا دَ تاريخ ستا دَ تحريک وارثان 

ستا دَ کاله تړلے غَل پرانيزي

 

دَ اکوړي مېدان لا سوړ نۀ دے 

لکه خوشحال به باچاخان يادوي

دَ هشنغر جاګير به نۀ غواړي خو 

هر يو پښتون فخرِ افغان يادوي

 

دَ مچ دَ جېل خټک هم ستا پۀ شان شو 

لکه لاله پۀ زړۀ کښې داغ ګرځوي 

ستا دَ خاطره چپ دے، هېڅ نۀ وائي 

اوس هم جولۍ کښې ولي باغ ګرځوي

 

ستا دَ دُومې نه بل ملنګ پاڅېدو 

دَ پښتو زوړ کچکول دې بيا خالي شو 

دَ پښتنو رباب دې بيا مات شو 

يو نر غريب مئين دې بيا سوالي شو

 

دَ بيټ نيکه دعا دې بيا ښېره شوه

لښکر لښکر پښتانۀ بيا مات شو 

دَ بيلتانۀ خواسړې ډيرې وشوې 

ټبر ټبر پښتانۀ بيا مات شو 

نورالبشرنويد

 Leekwal Naveed

............................

 

رحمت شاه سايل 

پېښور او کابل دواړه، دوه ياران دي

لکه دوه سترګې، په يو مخ د جانان دي

 

ما چې ووژنى ځواني او ژوندون راکړي

که د دغه، که د هغه ښار خوبان دي

 

پښتانه په خپلو ټکو کې معنې دي

خوشبويي دي په ولاړه کې روان دي

 

د دنيا د آبادۍ دعوې دروغ دي

چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي

 

زرکې زرکې تورې تورې بلا سترګې

چار چاپيره رانه څومره قاتلان دي

 

ګوټ پيرونه د مقيشو لوپټې کړلې

تماشې ته ولاړ ستوری د اسمان دي

 

 په بڼو يې اوښکې ستوري ستوري  کيږي

ژړيدلي ښاپېرۍ د روحستان دي

 

د بيلتون په غولی وير دې او ژړا بېرته شاته