(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

29.05.2021ای ربه ، ای جانانه

[29.May.2021 - 18:32]

 ربه اې جانانه ربه!

ما له دلته يوه راکړه غونډه، مسته، تکه سپينه

مينهناکه، سپينه شمعه، چې لمبې وهي بلېږي

 

شل رنګونه یې نظر کې، شل مزاجه په ځيګر کې

د سپرلي هسې خويونه، کله نمر کله ورېږي

 

يو څرمنه کې دننه،‌ يو حرم د جينکو وي

کله مسته او سرشاره، کله غلې شي شرمېږي

 

او زما دې ستړي زړه کې شل رنګونه اور لمبه کړي

چې دا اور هسې سوزېږي، د لښتو هسې ګډېږي

 

چې په يو بېتاب نظر مې داسې مست داسې نشه کړي

ميـــخانې ورته حيرانې او ســــاقي ورته پســـخېږي

 

د هغو زرو بدل کې ما له دلته يوه راکړه

د ابد ټوله ځواني مې د څو کالو مشغولا کړه

 

که دا نه کوې اې ربه! سر بې حورې دې سمبال کړه

نه مې هغلته پکار دی،‌ نه مې دلته کې يادېږي

 

غټې غټې، سپينې سپينې چې نه سوال نه منت غواړي

ارتې بېرتې وږې سترګې په بخملو به لوغړېږي

 

ربه اې جانانه ربه! دغه يو سوال خو منظور کړه

ګني لاړ غني دې مړ شو،‌ ورپسې يې ژبۍ کېږي

ghani khan غني خان

....................

 

حضرت امام حسین

 

دا  قيامت  دے  كه  معراج  دے  او  كه  ورځ د كربلا

دى  دا  شګو  كښې  سـرې  وينې  كه  ګلونه  د  لاله

سُور  خمار  زهرو  كښې ګډ دے ترې نه ډكه ده پياله

څه  په  جـوش  ورته  روان  دے  د  مــئينو  سـربالا

ولې  خپل  عاشـق  ته  اچې  د  ســـكروټو  كټ مالا

چا  ته  وې  ګـلاب  بچے   دې  درنه  غــواړم  حــلاله

چاتہ اور صليب او دار كښ هم خمار شې هم وصال

چا  نه  سـر  چا  نه  ګلونه  د  ژوند  حـسن  او  كمال

نن  بادشاه  د  عاشــقانـو  در  روان  دے  اے  جانانه

شان د مينې درته  ښائ  توان  د دې خاورې بې توانه

ټول جهان  تيارو  كښې رپى  يو  بڅرے  ځى  روښانه

ګوره  سترګې  يې  ځليږي  په  څۀ  نوى  نُور مستانه

ستا منصور  ورته  پڅخيږي  ستا عيسى ورته حېرانه

دا  د  دۀ  د  دړد  لمبې  دى كه د نُور ستورے روښانه

يو  ګلاب  ځان ته روان دے تک تور سوى بيابان کښې

يوه  سپينه  شمع  خاندي د يو قهر په طوفان كښې

ولې  كوم  خوا  ته  روان  يې  اے  حُسېنه  ولې  ولې

كربلا  نه  ده  بلا  ده  په  دې  شګو  كښې  څۀ ګورې

ولې غم دِ لا ښائستہ كي پستې ښکلې سترګې تورې

زور او زر اقبال او بخت دِ هم هما دِ هم  يې سورے

يزيد خان دے د جهان  نن  انسان  اوږے  او كمزورے

د انسان د شان مثال ښئ دِ خرڅ شوي ورک  غلام ته

د سبا د ستورى  نُور  ښئ  د  دې  ژمى تور ماښام ته

بره مه ګـوره حُـسېنہ  نن ستا خداے دے ستا جانان

نۀ مـدد كړي نۀ پره كـړي ستا دے وخـت د امـتحان

ستا اخـتيار  او تقدير  يو شو په دې ورځ په دې مكان

ستا د مينې مستى  ګورى  زور  دې  ګورى  د  ايمان

اے  د  سرو  ګلابـو  څانګې  نن  ماښام  دے  د  خزان

دا  كافـــرې  شــګې  تږې  ستا  د  وينــو  په  ارمان

ځه  ورځه  زما  جانانه  سـاقي  لرې  مــېخانه  كــړه

د سُور  اور  او  سُور خمار نه تا له يې ډکه پېمانه كړه

اے  زما  غمـــګينه  ياره  غــم  د  مـينې  ده  حصہ

سوز  د  ساز  ښائست  خمار  او  د  يقين مور تلوسه

چا چې  موندے  دے جانان  خپل په  ارام  په  دلاسه

نوم نشان ې مرګي ورک كړل وخت يې وركه كړه قيصہ

چې  له  سره نه پرې داؤ کړي مستي حُسن ارمانونه

سرور  زر  قسمه  مستي  شي  خمار زر قسمه نشه

ګوره  ګوره  اے  حــُسېنہ  ګـوره  دغه  دے  عيسى

دغه  مست  ملنګ  موسی او  ابراهيم  د  رب  اشنا

يـو  په  دار  بل  د اور مېنځ كښې حُـسن وليد د دلبر

بې  ګناه  يو  په  صليب  شو  د  ازغو  تاج يې په سر

ستا لپاره  اے  حــسینہ  دغه  سـپين  تـېغ  د  شمر

هم ايمان دِ هم نرتوب دِ هم قسمت دے هم باور

اے   د   مينې   بل   مــشاله   رڼا   راغله   د   سحر

دا  د  قــهر  طـوفان  راغے  كه  يـزيد  سره  لــښكر

ګوره  ګوره  پاكه  ربہ  عجـيبه  مېدان  د  جنګ  دے

يوخوا زور تُورې صفونه بل خوا تش د حُسېن ننګ دِ

يوخوا زورغرور او حرص قط په قط اوڅنګ په څنګ دِ

بل خوايومئين ايمان دے مستانه او په غورځنګ دے

ربہ  وګوره  فرعون نن بيا مـوسى سره پـه جنګ دے

عجيبه شين ازمرے دِ هم  بادشاه دِ هـم ملنګ دے

يو خوا سترګې دي د كاڼو هـر ضمير خوړلے زنګ دے

بل خواوړوکے خوار ټولے دِ مرى له تندې په ساتنګ دِ

د هر یو نظـر کښې ګوره نـرتوب څه چې لېونتوب دِ

د ادم د شان قيصـه ده كلک يقين د ســړيتوب دے

..........

 

 

غنې  خان  په   خانئ کې  هم  ملنګ  وو

 

              "زړه  مې  ګوره"

 

 امېران به پلاو درکړې 

کړه قبوله  زما  سپوره

 

د هغوې  کره  نور  ډېر  سه 

ما  کره   نشته  دے  نوره

 

چې  لرم  سه  ټول  حاضر  دې

دسترخوان  نه،  زړه مې ګوره

 

هائ  چې  ما وراتۀ  تېترې

تا له راوړۍ وے  د کوره

 

اے  چې سره  واړۀ  چرګوړې

تا خوړے  زما  د شکوره

 

دا د مېنې جوارې  وے

بسم الله کړه  زما وروره

 

د  غرېب  خواره  ډالۍ وې

دسترخوان نه  زړه  مې ګوره

........

 

غنى خان

راشــه راشــه، سـاقى راشـه،  درې  درې  ملا درې

پــه ما بانـدې بـدې  لګـى سـتا پخـې پـخـې خبـرې

 

غـټه پـګـه دې  شـه خاورې عـجـيـبـه  ته ځـناور ئې

تـه د مـيـنـې بـې خـبـره، تـه د حـسن  نه مـنکر ئې

 

دامـحـفــل  دی درنـدانـو،  اخوا اخـوا  لــرې لــرې

د شرابـو دڅکـو نه دي، ستا  ترخې شونډې بـبرې

 

ورشه دغـلته خیرات دی، تاله  ئې ټـول اېښی لـرې

د ګنجي پـه  شان خورې کـه،پـه مرداره دې وزرې

 

ساقى سترګو کې مسکۍ شوه بيادخيال کېښوې وزرې

پـه تول مسته مسـته راغـه سرې پاپې ئې د کمترې

 

ستا اووه  واړه  جــنــتــه  د دې  يـو د نـاز بـڅـرې

ستا څـلويـښت زره کتابه  د دې دوه د نـاز خـبـرې

 

ستا وعـدې اوږدې د حـورو، دلته سرې شونډې شکرې

تــالـه قــرض ژونــدون درکـړم دا راکئ پـرې مرغـلـرې

 

ماشوم نه ېم چې جنت پريږدم ستا د سور دوزخ د يرې

جـانـانـه مـېـخـانـه درکـړم واخـلـم  سـتـا  کـنـدې کـپـرې

 

مـلا تـا  څــکـلـې  نه  دى نــرئ ســرې شــونــډې کافــرې

سـتـا په غـيـږ کښې ناسـتـې نه دى د کالــو ډکـې کمترې

 

د جـومـات په چـارچـوبـئ کښې يادوې پـردې تور سـرې

ډک  ګـلـزار  کـښـې  ته ولاړ  پـه  ډيـران  ل -
بېرته شاته