(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.05.2021لحد ته!

[12.May.2021 - 13:18]

لحد ته ! یا د مزار ډبره

ټیټ یی مــــــه بولــــه ، کالـــبد می ای لحده

یو جــهان د خــــاطــــــرو ،درته راغــــــلی

چی غمګین خاطر یی نوري زخمی نه کړی

لـــه دنـــیا نه ، په تــوبــــــــــو،درته راغلی

خـــلایـــقو ، د عـــالـــــم نه زړه نــــــــیولی

په ســوچــونــو اندیشـــــنو ، درته راغــــلی

ډک بـــــارونه یــــــــی، راوړي لـــــه فراقه

په انبــار انبــار، غـــمودرته راغـــــــــــلی

د عـــدم لــــــــه منزلونو،ســــــــتړی شوی

په ســـکروټو ، په اغزو درته راغـــــــــلی

بی ارزۍ ،او بی قدرۍ نه لاس په ســر دی

ارمانـــــجن ،له ارمـــــانو درته راغــــــــلی

داغ یی پری نږدي ، لحـــده په کــــــفن کې

په ســتره ستــره جــامـــو،  درته راغـــــلی

چي وحـشت د دي جـهان درته ښــکاره شي

په لڅ سر او لـــڅو خـپو ،درته راغــــــــلی

لوړ اســـرار دي ، په دي یو موټي د خاورو

چي په په لـــوړو، خیـــــالو درته راغـــــــلی

په ټول عــــمر په خپل حال وو،ژړوه غونۍ

په ژړا او په سلـــــــګو،  درته راغـــــــــلی

چی دفتر د خــــــــــاطرو یي،مــحو نه کړې

د دنیا نه په جـــــــرګــــــــــو ، درته راغلی

دا نازک نازک یـــــــادونه یي ، تل ســــــاته

چـــي په چــنګ او ترانو ، درته راغـــــــلی

کم یی مـــه بوله د ده د خـــــپو ، تڼـــــــاکي

په اغــــــــــــزنو ، رباطــــــــو درته راغلی

( سید عبیدالله نادر)

-
بېرته شاته