(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څلوریځه( چاربیته) 08.05.2021

[08.May.2021 - 20:10]

څلوریځه( چاربیته)

تورې ذلفې دِ په مخ الف الف شوې صنم

په تعظيم درته نور ښکلي لکه لام لام دي

تورې ذلفې دِ په ښکلي بشر جال جال کړې

هر عاشق لکه مړز پکښې راګېر ګېر شو

ورکښې پټې دِ محبوبې شونډې لال لال کړې

ترحم کوه زړګے مې زهير ډېر ډېر شو

دَ ديدن وعدې دِ ماته پوره کال کال کړې

نه خاطر مې ستا په وصل باندې سېر سېر شو

دَ غمازو په لمسون مې مخالف شوې صنم

تورې ذلفې دِ په مخ الف الف شوې صنم

په نصيب ځما غمونه په هر ګام ګام دي

په تعظيم درته نور ښکلي لکه لام لام دي

په نصيب مې شو ډېر غم ځکه تل تل ژاړمه

ځه د پرېخومه تنها د غېرو یار یار شوې

ستا فراق کښې ګله ځه لکه بلبل ژاړمه

نه سلګۍ مې د غمژن زړګي په وار وار شوې

وير کومه په کمي د نصيب خپل ژاړمه

ستا ديدن پسې مې دواړه سترګې چار چار شوې

په نفرت ولې ځما نه منحرف شوې صنم

تورې ذلفې د په مخ الف الف شوې صنم

الزامونه د مدام ځما په کام کام دي 

په تعظيم درته نور ښکلي لکه لام لام دي

الزامونه لګوې راباندې نور نور ته 

همېشه دې په ما باندې ظلم زور زور دے

لګوې په اندامونو راته اور اور ته

ستا فراق کښې راته کور صورت د ګور ګور دے

نه ږدې غوږ یوه لحظه ځما په شور شور ته

په دې وجه د ژوندون نه مې زړه تور تور دے

خود به ژاړې د دې غم نه که واقف شوې صنم

تورې ذلفې دې په مخ الف الف شوې صنم

دي خبر چې ګرفتار د عشق په دام دام دي

په تعظيم درته نور ښکلي لکه لام لام دي

چې عاشق شي ګرفتار د عشق په غم غم شي

همېشه کوي ژړا د یار په یاد یاد کښې

سر ې پروت وي په ځنګون نصيب ې کم کم شي

تصور نه پېدا کېږي د ناښاد ښاد کښې

ديوانه اورمړے ډېر که درته خم خم شي 

ستا له مخې دے بڼه د عشق په باد باد کښې

څه سبب دے چې دښمن د خپل واصف شوې صنم

تورې ذلفې دې په مخ الف الف شوې صنم

سر او مال ناموس مې واړه ستا د نام نام دي

په تعظيم درته نور ښکلي لکه لام لام دي

ریاض دیوانه

-
بېرته شاته