(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

04.05.2021شور د پاڅون

[04.May.2021 - 15:37]

د سعدی د ګلستان د حکایاتو څخه

ژباړن : سید عبید الله نادر

یوه ډله د حکماوو څخه د کسری په دربار کې د یو مصلحت د پاره سره راغونډ شوی وو .

او خبری یی کولي بزر جمهر چی تر ټولو عالم او فاضل کس وو د ډلی څخه لیری او چوپه خوله ناست وو .نو د وزیرانو د ډلی څخه چي د مصلحت د ورکولو د پاره ناست ول ،  بزرجمهر ته یي وویيل چي ولی زمونږ په ډلي کې نه راځې او خبری نه کوی . بزرجمهر وویيل : چې وزیران د طبیبانو په مثال دي طبیبان دارو نه ورکوی ، مګر مریض او نا خوښ ته. زه چي وینم ستاسو رایه د صواب په لاره ده نو ماته د حکمت نه لیری ښکاري چي پر دي موضوع باندی خبرې وکړم

....................................

 

د سعدی علیه الرحمه د ګلستانه څخه ښکلي انتباهي ، تعلیمی، تربیوی کېسه

ژ: سید عبید الله نادر

یو جهاندیده او د تجربی خاوند یو حکیم ،خپلو زامنو ته داسي پند او نصیحت ورکولو ، چې د پلار د زړه سرو هنر زده کړئ ، ځکه په ملک او دولت د دنیا هیڅ اعتبار نشته ، او نه دی په کار ، زَر او جواهر په سفر کې په خطر کې دي ،یا یې درنه غله وړي ،او یا درڅخه په مدار مدار مصرفیږي ،لیکن هنر روانه او زیږنده چینه ده ، او تلپاتي دولت دی ،که هنر مند د دولت څخه و غورزیږي ،د هغي غم نشته ،ځکه هنر په خپل نفس لوی دولت دی . هنرمند چې هر ځای ته لاړ شي ، قدرویني او پاس کیني ،بی هنره مړی ټولوي او سختي ویني ،

...........................

شور د پاڅون / شاعر سید عبیدالله نادر   

 

په باغ و بڼ ، خوند لـــــــــــه ګلانو تللی

شــــــور د پاڅون له بلبـــــــــلانو ، تللی

 

بو ی د بهــــــــــــبود ، له دي چمن وتلی

اثر د مــهر ، له ګـــــــلرخــــــــانو ،تللی

 

چی وو ، خو بانو کـې رنـګین مخــ-ـونه

اوس یي ، ښایســــــت لـــــه دلبرانو تللی

 

د حرص و تمی دی ، حکومت په رړونو

اختــــــیار د نفــــس لــــه رهبرانو ، تللی

 

نشته مالیار چي شي ، غمخــوار د چــمن

احساس او درد ، لـــه غمخــــوارانو تللی

 

اغیار حســـــــــد کي، دا چمــــن ورانوی

شعور او درک ، له هو ښیــــارانو ، تللی

 

وي مصـــیبت عـلاج، درد منـــو په لاس

حســن تدبیر ، لـــــــه عالمـــــــانو ، تللی

.............

  سید عبید الله نادر

-
بېرته شاته