(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2021غزل

[25.Apr.2021 - 21:07]

غزل 

***

پټوې چي مخ له ځانه ، حسنه ! دا څومره حیاده ؟

 نڅوې ښکلي بازارکــــي ، میني دا څنګه ادا ده ؟

 

زه د روح شوګیره تنده، شومه دم کـــي سم بې دمه 

ستاګلاب شونډوکي پرخه ، دا د کوم شبخېز دعا ده ؟

 

په ستم یې ســې خوشحاله ، له کـــــرمه رو ګردانه 

یه خود دار جنونه! جارسم ستا مجنون رنګي وفا ده 

 

مینه هرڅه ورکول دي ، ګټل نسته ټول بایلل دي 

د جلاد جانان درشل دی، دلته وصل خونبها ده 

 

مــــا قسمت په خوب لیدلی، هتکړۍ یې شرنګولې 

یا مي زړه تړي په زلفو، یا مي سر وهي سودا ده 

 

په خوله شان د مالک ستایې ، په زړه غل د ده د حورو 

مــــلاجانه ! ټــــوله ځانه ! شرمـــــولې دي جــــــفا ده 

 

چا تسپې دي ګاڼه کړي ، څوک تش لاس فقیر د میني 

ستا جنت ربه! بیوپار دئ که د نغد فـــقر ســــودا ده ؟

(عطایي ملا)

-
بېرته شاته