(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2021د رحمان بابا

[25.Apr.2021 - 21:06]

منتخب کلامونه  : عبدالرحمان بابا 

اواز رباب نواز    : غريب الله استاد 

 

درګاه = درشل، آستانه، بارګاه = Doorway

ماخله = مه اخله

جداییه = جدایي = Separation

درومي = ځي

رخسار = اننګی

ګفتګو = خبرې اترې = Chit chat

دیار = کور، کوڅه، ښار، سیمه، هېواد

لاف = ځان ښوونه = Boasting 

څرګند = ښکاره = Clear, visible

ـ

ـ

 د رحمان بابا رح دیوان

مخ - ۳۷

ـ

چې هر چا لیدلی نه وي، یار زما

خير دی، دا که وایي بد، په کار زما

ـ

هر هغه چې وي دلبر زما لیدلی

نه به کا انشاءالله انکار زما

ـ

سر زما درګاه، د هغه یار عزیز وي

بې له دې لار نشته، بله لار زما

ـ

ما بې عشقه، بل څه څیز زده کړی نه دی

چې څه دی، هم دا دی، واړه کار زما

ـ

خدای دې یو له بله هېڅوک آزار نه کا

اې دلبره، ماخله ته آزار زما

ـ

یاره ستا د جداییه، په غمونو کې

سیند د اوښکو درومي، په رخسار زما

ـ

لوی او هلک واړه ستا خبرې کا

بل ګفتګو نشته په دیار زما

ـ

زه رحمان به لاف په عشق کې څه وهم

خود به ځان څرګند کا انتظار زما

ـ

ـ

منور = روڼ، پړکېدونکی، نوراني = Bright

شمس = لمر، نمر = The sun 

قمر = سپوږمۍ = The moon

مښکین = مشکین، د مشک په رنګ، مشکي، تور رنګی، تور

مښک = عطر چې د هوسۍ له نامه (ناف) څخه په لاس راځي، مشک = Musk

عنبر = يوه غوړه خړه ماده ده چې ښه بوی لري او د عنبر نومې کب له کولمو يا ګېډې څخه را اېستله کېږي = Amber

پیوسته = له یو بل سره جوخت = Connected, adjacent

ابرو = وروځه = Eyebrow

نېش = نېښ، مچۍ، غالبوزې او لړمان په لکۍ کي نېښ لري، چې په دغه نېښ هر شی چیچي = Sting, lash, fang

نشتر۱) پاکي، تېره څوکه لرونکی د دانې يا زخم څيرولو يوه آله ۲) د نښتر ونه = Razor, scalpel

سیف = تُوره، تیغ، تلوار = Sword

خنجر = د چړې په اندازه يوه غوڅوونکې آله ده چې دواړې خواوې يې تېرې او سر يې راکوږ وي = Dagger

می = شراب، بوږ = Wine

شَکر = خواږه = Sweet, sugar

سپین سپېڅلی = پاک او پاکیزه، ډېر پاک، پاک وصاف، خیلی پاک، مبارک = Clean and clear

دُر = ملغلره، ګوهر = Pearl

سیب = مڼه = Apple

زنخدان (زه-نخ-دان) = د زنې د سر منځنۍ او ژوره برخه، زنچخی = Chin, dimple

سیم = تار = Wire

ثمر = مېوه = Fruit

عرعر = ۱) غرنۍ سرو ۲) ارار، هرهر، يو ډول چنار دی، جګوالی يې تر ٢٠ مترو پورې رسېږي

باریک = نری = Thin

وضع = بڼه، صورت، شکل، اکر (حالت) = Condition, state, case, circumstance, manner

موُ = وېښته = Hair

کمر = برګ آس، تور او سپين آس، ابلق، کمره = A horse with different colored patches

حجر = کاڼی، ډبره، تېږه = Stone, boulder

دل = زړه = The heart

دلبر = جانان، زړه وړونکی، معشوق، محبوب = The beloved, a sweetheart

بُت = ۱) لۀ لرګي، کاڼي، اُسپنې يا بل داسې څيز نه جوړ دَ انسان يا حیوان شکل ٢) محبوب (شاعري) پۀ درېیمه معنا کې صفت ٣) چپ چاپ ۴) انځور (تصوير)

ګنج = خزانه، مخزن = Treasure, safe, strongroom

ـ

ـ

د رحمان بابا رح دیوان

مخ - ۸۳

ـ

دا څه مخ دی منور

چې هم شمس دی، هم قمر

ـ

دا څه زلفې دي مښکینې

چې هم مښک دي، هم عنبر

ـ

دا څه پیوسته ابرو دي

چې هم نېښ دي، هم نشتر

ـ

دا څه سترګې دي قاتلې

چې هم سیف دی، هم خنجر

ـ

دا څه شونډې دي می ګونې

چې هم می دي، هم شکر

ـ

دا څه سپین سپېڅلي غاښ دي

چې هم دُر دي، هم ګوهر

ـ

دا څه سیبِ زنخدان دی

چې هم سیم دی، هم ثمر

ـ

دا څد قد او قامت دی

چې هم ګل دی، هم عرعر

ـ

دا څه مَلا ده، باریک وضع

چې هم مُو یې دی، هم کمر

ـ

دا څه زړه دی، د خوبانو

چې هم موم دی، هم حجر

ـ

دا څه یار دی نه پوهېږم

چې هم دل دی، هم دلبر

ـ

دا څه بت دی، زما ربه؟

چې هم بت دی، هم بشر

ـ

دا څه شعر دی رحمانه

چې هم ګنج دی هم هنر

ـ

ـ

غرقاب = ګرداو، په اوبو کې ژور ځای چې سړی او نور شيان په کې ډبېږي = Whirlpool

آتش = اور = Fire

پوچه = خالي، تشه، عبث، بې فائدې، پوچه د پوچ ښځینه بڼه ده = Nonsense, gibberish

ګفتګویه = خبرې اترې، ګفتګو = Chit chat

ريا = ځانښوونه، خودنمایي = Ostentation

بيدارۍ = ویښتوب، ویښوالی، ویښتیا = Aware, awake

طوبۍ = د یوې ونې نوم

غمخوارۍ = خواخُوږي، همدردي = Compassion, sympathy

خوردن = لکه څښم = To drink, to eat

ـ

ـ

بېرته شاته