(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.04.2021دغني خان نظم

[25.Apr.2021 - 21:04]

د غني خان د نظمونو تجزیه

لیک: ماښام خټک

نظم: - بامیان

پۀ دې  نظم د پوهېدو د پاره پکارده چې زمونږ پۀ ذهن اؤ مطالعه کښې د بامیان تاریخ، ارزښت، د بامیان چاپېریال، د بدها دوه لوئې مجسمې  د بدھ مت د مذهب د غني خان د شخصیت، شاعرۍ سره سره د مصورۍ اؤ مجسمه سازۍ اړخ هم پۀ نظر کښې ساتل پکار دي ـ ګني ډېر زما پۀ شان کم فهمه به ئې  خالص د کفر اؤ الحاد یا د بدھ مت اؤ هندومت د عقیدې اؤ مذهبي قیصې سره  اوتړي اؤ د غني خان تخلیقي شخصیت به ترې هېڅ بې هېڅه ورک اؤ بې درکه شي ـ نو پکارده چې مونږ د غني خان تخلیقي شخصیت پۀ نظر کښې اوساتو اؤ ددې نظم تجزیه اوکړو ـ 

پۀ دې نظم کښې غني خان د بامیان د خپلوسترګو  د لیدلو روداد، رننګ کمنټري، تبصره، د منظوم رپورتاژ یا د منظومې سفرنامې یوه برخه د داخلي احساس سره داسې بیانوي چې نۀ یوازي قاري ته ئې د لفظونو د انځورونو  پۀ تفهیم کښې د وړاندې کولو هڅه کړي ده بلکې وړاندې ئې ورته اودرولے اؤ د قدرت د یو یو منظر، ښکلا، کمال، جلال سره سره د ادم د هنر اؤ د عقیدوي مینې دا ټوله منظر نامه ورته لکه د یو پرزنټیشن ګوته پۀ ګوته ، ټکي پۀ ټکي اؤ مخ پۀ مخ ښائي اؤ د حافظې برخه ئې ګرځوي ـ

غني خان د بامیان د غر مخې ته ولاړ دے یو پله د بامیان لوئې غر دے چې د قدرت د عظمت اؤ د لوئې والي پخپله یو شاهکار دے بل اړخ ته پۀ دغه غر کښې دوه د بدها دیوقامت مجسمې دي چې د انسان پۀ ګوتو انځور شوي ولاړې دي اؤ د قدرت د جمال اؤ د انسان دې کمال ته ګوته پۀ غاښ دے اؤ د یو ساعت د پاره پرې د خپل تخلیقي لېونتوب یوه داسې چپه راځي اؤ د تخلیقي لېونتوب دغه چپه کښې داسې ورک شي چې بامیان ورته بامیان نۀ ښکاري بلکې داسې ګڼي لکه دا د کوه طور تلمیح وي مطلب کوه طور کښې الله پاک د خپل بنده اؤ نازولي پېغمبر حضرت موسی' سره همکلام شوے ؤ ـ اؤ دلته د بدها دا دوو مجسمو د بدها د مذهب د خدایانو    مسکن دے چې کوم ځائې د بدھ مت پیروکاران د خپل مذهب پۀ وجه اؤ وجد کښې دلته ددې دواړو سره د مذهبي میني اؤ د وینې پۀ تړون هم کلام کیږي ـ اؤ غني خان ته داسې ښکاري لکه دلته د فطرت کمال اؤ د آدم جنون سره پۀ ضد شوي وي اؤ یوه د افسون ډکه فضا ئې سازه کړي وي ـ لکه پۀ دې نظم کښې چې وائي: -

یو خواه د قدرت جمال ـ بل خوا د انسان کمال

زۀ ئې لېونے کړمه ـ    چار چاپیره نور دے

نۀ دے بامیان نۀ دے دا ـ دا خو کوه طور دے

دلته د فطرت کمال ـ دلته د آدم جنون

دواړه پۀ ضد شوي دي ـ جوړ ئې کړه ترې څۀ افسون

غني خان چونکې خپله د رنګونو برشونو اؤ د مجسمو د سازونې،  رغونې اؤ تخلیقي کرب و درد ته تېر دے نو پۀ دې چاپېرچل کښې که یو خوا د غرونو فضا ښکلي اؤ سپېځلي ښکاري نو ددې مجسمو له کبله ددۀ پۀ ذهن کښې د مجسمه سازۍ تخلیقي جذبې هم غزونې اوکړې دا پوره غر ورته لکه د یو کینوس ویړ شي ، اوغوړېږي اؤ د رنګونو دریابونه ورته پۀ غورزنګونو شي د کومې شاته چې یو عزم دے اؤ ددې عزم شاته یا خو د آدم د ژوند د ایمان قصه ده یا بیا د عشق اؤ د جانان داستان دے ـ اؤ غني خان خپله ددې شاته خپل تاریخ انځوروي د کومې زېلې چې تر یونانه رسي اؤ د پښتون تاریخ د هغه ځایه رانیسي ـ اؤ د بامیان دې غرونو کښې چې ددې مجسمو قامت ته ګوري نو د تاریخ  دورونه ئې تر سترګو چورلي چې یو شان اؤ یو آن ئې لرلو اؤ ددغې ګواهي د بدها دغه مجسمې پخپله ورکوي ـ خو اوس غني خان وائي چې زمونږ د نیکونو دغه کور وران ویجاړ دے هر څۀ ئې تالا دي،  شان ئې ورک دے اؤ اوس غني پۀ معنوي لحاظ د ژړا سره مخ کیږي یعني د خپل عروج د دور یا تاریخ پرتلیز جاج چې د نن دور سره اخلي نو د  نن دور ګلشن،  وطن اؤ جانان ئې وران ویجاړ دے ـ اؤ چې ورته ګوري نو پۀ سرو سترګو ژاړي، .د زړۀ ویني غرغنډه کوي اؤ خپل داخل کښې لولپه کیږي اؤ دغه شان نظم د بامیان پۀ نامه تخلیق کوي ـ ـ راځئ چې دا نظم اولولو نو د مطلب اؤ پوهې سره سره به ترې خوند هم واخلو ـ 

 

نظم

 

بامیان

 

یو خوا د قدرت جمال       بل خوا د انسان کمال

زۀ ئې لېونے کړمه             چارچاپېره نور دے

نۀ دے بامیان نۀ دے دا      دا خو کوه طور دے

دلته د فطرت کمال            دلته د آدم جنون

دواړه پۀ ضد شوي وو- جوړ ئې کۀ ترې څۀافسون

هر خوا چې دې لاړ نظر      غرونه، نا، ګلونه دي

هر غر دې دریاب د رنګ      یو نا پۀ زرګونو دي

بل خوا د آدم د ژوند          مینې اؤ ایمان قصه

هر غار کښې نغمې د عشق  هر خوا د جانان قصه

هر یو غار کښې پروت خاموش-ساز یودنورونودے 

دا روک اؤ ویجاړ جهان       کور مې د نیکونو دے

دې تالا جهان پسې         &n -
بېرته شاته