(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.04.2021ممتاز پیر

[15.Apr.2021 - 07:29]

دوزخ دې وي ممتاز غوندې پيران دې راسره وي

خټک دې وي راشد او ملا جان دې راسره وي!

 

جنت ته به د ټنګ ټکور لپاره کله ورشو!

اتڼ ته ژڼي - ژڼي هلکان دې راسره وي!

 

شعرونه ورته نه وايو ټپې به ورته وکړو

ملګري يکه زار او يا قربان دې راسره وي

 

صوفي به د غلمانو منځ نه خړې سترګې جګ کړو

په حورو پسې تللي شهيدان دې راسره وي!

 

حالات خو نور له دې خرابېدای نشي خاونده

يو څو شېبې خواږه خواږه ياران دې راسره وي!

 

د وخت د دغو ټولو ملايانو لاس دې خلاص وي!

خو ښکلي د بنګال جادوګران دې راسره وي!

 

ساقي دې وي بوتل دې وي ګيلاس دې وي چلم وي

"ځوابه" همدغه مسلمانان دې راسره وي!

 

عزت الله ځواب

-
بېرته شاته