(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.04.2021خوست

[15.Apr.2021 - 07:13]

خــوست قبله  د شاعرانو د وطن ده 

د غـــــــزل منلی پیر پکې اوسیږي 

د انګــــار د تودې مینې سرچینه ده

د ښـــکلا د نور بهیر پکې اوسیږي 

*****

شنه ښکلا یې د وطن د ســرشمله ده 

د ابدارې ملغلرې په څير صاف دی 

یو زرغون د نغمو سیند پکې بهیږي 

د الهام د ښــــــــاپیرو کوه قاف دی

******

ښاپيرۍ پکې ورغوی خپل پرانستی 

نغمه زیږدې زمانې پکې راشنې دي 

جار قربان یې له هرشوخ چینارقامته  

سنځل وزمه ترانې پکې راشنې دي 

******

د اندیش معصوم غزل ورته ډالۍ دی 

د بهار د شنو غـــزلو شیش محل دی 

د قربان د ظرافت رنګ یې اخســـتی 

په جمال یې کمکی حسن مکمل دی 

.*******

په لیدو یې ذوق د حــــسن سرابیږي 

خوست وطن دی د سنځلو چینارونو 

غجــــــیره پکې ولاړ ملالې سترګې  

ښکلي غـــــرونه په څیړیو نښترونو 

*******

پکې تیرې مو د ذوق یو څو شیبې کړې 

هرې خواته د فطرت خوږې نغمې وې 

د نثار د غزل توري راسره و

په هر لور د ارغوان د ګل وږمې وې 

*******

دوست کیسه کړه د تاجکې د نازونو 

د عمــــاد د تنقیدي رجحان دوران و 

د بهار او د بهیر د غـــــزل راج و 

نغمه زن پکې خوږ نظم دقربان و 

 

*********

چې سندرې یې له زړه رازیږیدلی 

داسې کور ته داسې چاته و ورغلي 

تود انګار د عقیدت په غر غرو و 

د غزل د پیر خانقـــــاه ته و ورغلي 

********

تر ناوخته مو تاوده و محفـــــــــــــــلونه 

د الهام د ښــــــــــــــاپیرۍ مسته نڅا وه

الوته پکې غزل غزل روحــــــــــــونه 

د ځلاند د طایر خیال مســـــته فضا وه

*******

 

عاطفه پکې د انسان په غر غره وه 

یو زلمي پکې ارشاد کړه یوه غزله 

موسیقۍ پکې د ژړا رنګ و اخستی 

خدای دې ژر کړي د دې وخت څیره بدله 

******

وخت تمام شو زه نیمګړې ترې راستون شوم 

بس څو ورځې او څو شپې وې مزیدارې 

د ګردیز او د لوګرد ښکلا یاد و  

خاطرې دي د سفر او رڼې لارې 

*******

سندریز روح د کاروان مو دی ملګری 

د نثار له ارغوان غزلې وایو 

کله یاد د قلندر کله حمزه وي

په مزه مزه د ګران غزلې وایو 

*******

په اروا کې مو راشنې دې ستا سنځلې 

بیا د مینې په ارمان بیرته راګرځو 

بس د ژوند له سلسلې یو ناګریزه 

ښایسته خوسته ، خدای په امان بیرته راګرځو

عبدالحلېم همت

-
بېرته شاته