(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.04.2021روژه

[15.Apr.2021 - 07:10]

راشه واوره زما *جنده

روژه نه ده لوږۀ تنده

 

ورسره دي ډېرې چارې

له ما واوره یؤ څو بارې

 

چې روژه یې یاده کړي

ده الصوم یې نومؤړي

 

په*" اَنا اَجزيٌ " ده یاده

دا ویل دي له استاده

 

د روژې اجر په ما دی

خدای په دا ویل ګویا دی

 

روژه خاص طاعت د خدای دی

دا کلام زما پر ځای دی

 

پېغمبر(ص) هسې ویلي

په کتاب کې ما کتلي

 

که بنده وي که ازاد وي

چې په حقه روژه ښاد وي

 

درسته میاشت روژه ادا کا

نیت سنت واړه پر جا  کا

 

هر اندام لکه یؤ باب دی

د وبال یاد یې ثواب دی

 

د وبال ورباندې بند کړه

د ثواب په لوري پند کړه

 

ګڼه تۀ دې غوبل ستور* یې

خولۀ تړلې په څه *شور یې

 

دا روژه نه ده صرفه ده

درته پاتو سېر غلۀ ده

 

د ثواب نصیب ووژه*

راڅکوه تنده یا لوژه*

 

چې په خولۀ نه ده تمام

روژه ده  په هفت* اندام

 

لکه خولۀ له خوړو نیسي

فرج له نورو چارو نیسي

 

سترګې غؤږ دا هسې نسه

مه بد اؤره مه بد کسه

 

له ګفتاره ژبه ژغوره

له غېبته له پېغوره

 

خولۀ ساته له مسکراته*

له حرامو له آفاته

 

زړۀ له بدو  اندېښنو نه

له أشوبه* له فتنو نه

 

لاس له بدو هسکېدلو

پښې له بدو ګرځېدلو

 

هر اعضاء له بدو ژغوره

په روژه کې زما وروره"

 

جنده هندي کې د محبت کلمه ده، ژوند، زندګي، محبوب

اَنا أجزي په حدیث قدسي کې راغلي چې" الصُوم لِي وَ انا أجزي بِهْ " روژه زما لپاره ده اؤ زه به یې بدل ورکوم.

ستور غټ څاروی، لکه اوښ یا اس وغېره..

شور یې یانې شورې یا ښورې

ووژه ووژنه

لوژه لؤږه

هفت اووه

مسکراته نشییز څیزونه

اشوبه شور، غوغا، الغاؤ تلغاؤ

غوړچان: ممتازخان

-
بېرته شاته