(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

15.04.2021لکه شپه

[15.Apr.2021 - 07:08]

لکه شپه   

 

لکه شپه ګناه کې غرق یم

 لکه شپه ثواب ثواب یم

 له دې کفر کفر ژوند نه

 خدایه څومره په عذاب یم

 لکه روح یم  لالهانده

لکه ژوند یم سرګردانه

بس په کډو وډوسریم

خبرنه یمه له  ځانه

کله ستوری  شم ځلېږم

کله تندر شم برېښناشم

کله خاورې شم ایره شم

کله  شپه شمه  سبا شم

لکه روح وجود کې تنګ یم

له خپل ځان سره په جنګ یم

هیڅ چاره می ورنه  نشي

زه دخپل وجود ملنګ یم

روح زما لکه دعقل

دجسد کورکې غلام دی

دوجدان په  محکمه کې

داحساس مې دا نجام دی

نه دځان  شوم نه دبل شوم

بس ایره شوم هوا یو ړم

د شبنم په څېرله ګل نه

ګرم  لمر  د سبا یوړم

اوس حیران یم نه  پوهیږم

چې زه شته ومه  کنه وم

که  زه  شته وم  چرته لاړم

 ولې ولې فناکیږم ولې ولې پیداکیږم؟

 

عطاءالله خان حیران

-
بېرته شاته