(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

10.04.2021تابلو

[10.Apr.2021 - 15:33]

تابلو

لیک : سید عیبدالله نادر

د یو کلیوالي ښوونځي چې ودانی یي ډیره زړه وه . د ودانی چار چاپیره دیوالونه ځینی ځایونه یي سوری وو . د ښوونځي به انګړ کی ماشو مان لوبیدل او خپله د تفریح موده یي تیروله. د ښوونځی ددیواله څخه بهر څو تنه ماشو مانو چې د تعلیم څخه محروم وو . خپل د خځلو بو جی ګانی یي پر ځمکه ایښی وي . او د دیواله د سوری څخه یي دننه د ښوونځي زده کونکو بچیانو ته په ډیر حسرت او آرمان سره کتل ،چي کاشکی دوی هم په ښوونځي کې وای او ددي ماشو مانو سره یي یو ځای زده کړه کړی وای او یو ځای لوبیدلای ، او روښانه راتلونکی یي درلودلای.ددي دیواله د سوری نه څو تنه ما شومانو خپل سرونه داسی وردننه کړي وو چې د یو انځور ګر یا نقاش دپاره یي ډیره په زړه پوری او د معنی نه ډکه تابلو جوړه کړي وه .

(سیدعبیدالله نادر)

........ 

د مالیار نشتون        

په باغ و بڼ ، خوند لـــــــــــه ګلانو تللی

شــــــور د پاڅون له بلبـــــــــلانو ، تللی

بو ی د بهــــــــــــبود ، له دي چمن وتلی

اثر د مــهر ، له ګـــــــلرخــــــــانو ،تللی

چی وو ، خو بانو کـې رنـګین مخــ-ـونه

اوس یي ، ښایســــــت لـــــه دلبرانو تللی

د حرص و تمی دی ، حکومت په رړونو

اختــــــیار د نفــــس لــــه رهبرانو ، تللی

نشته مالیار چي شي ، غمخــوار د چــمن

احساس او درد ، لـــه غمخــــوارانو تللی

اغیار حســـــــــد کي، دا چمــــن ورانوی

شعور او درک ، له هو ښیــــارانو ، تللی

وي مصـــیبت عـلاج، درد منـــو په لاس

حســن تدبیر ، لـــــــه عالمـــــــانو ، تللی

سیدعبیدالله نادر

کال ۱۳۷۶ پیښاو

-
بېرته شاته