(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.04.2021دا مونږ ولې

[06.Apr.2021 - 15:22]

چی دا مونږ ولې پیدا شوو

 تقاضه د ژوندون څه وه

 زه یو داسی جواب غواړم

 چی ضمیر مې مطمئین کړم

هر څوک اوتې بوتې وایي

 څه دروغ او څه رشتیا ویي

 یو ملا بس دومره وایي

 عبادت د ژوند مقصد دی

 چې څوک ښه کړي هغه ښه دی

 چې څوک بد کړي هغه بد دی

 ما وې ښه ده زه منم خو

 زما بېله عقیده ده

 که سجده د ژوند مقصد دی

 نو لعنت په داسې ژوند شه

 دا خو صرف تجارت شو

 دا لا څنگه محبت شو

 سجده نه شوه مزدوري شوه

 یاره دا خو بازاري شوه

 یا زما ضمیر کافر دی

 یا دا خلک لیوني دي

 زه خو داسې سجده غواړم

 چې مقصد یې محبت وي

#غني _خان _بابا

-
بېرته شاته